د روان ۲۰۱۹م کال د رواني نومبر میاشتي په وروستیو کي افغان ۱۹ کلن لوبغاړي د هند ۱۹ کلني لوبډلي سره ۵ یو ورځنۍ لوبي ترسره کوي.
د افغانستان کرکیټ بورډ خبر ورکوي، چي د افغانستان ۱۹ کلنه ملي لوبډله یادي ۵ یو ورځنۍ لوبي د هند ۱۹ کلني ملي لوبډلي په وړاندي د هند په لکنهو ښار کي ترسره کوي.
د افغانستان د کرکیټ بورډ پر رسمي فیسبوک پاڼه راغلي، چي د دې سیالیو کوربه افغانستان دئ.
د ورکړل سوو معلوماتو له مخي چي افغان ۱۹ کلنه ملي لوبډله به د هند ۱۹ کلني ملي لوبډلي په وړاندي لومړۍ یو ورځنۍ لوبه د رواني نومبر میاشتي په ۲۲مه نېټه، دوهمه لوبه به په ۲۴مه نېټه، درېیمه لوبه به په ۲۶مه نېټه، څلورمه لوبه به په ۲۸مه نېټه او وروستۍ لوبه به بیا د رواني نومبر میاشتی په ۳۰مه نېټه ترسره کړي.
افغانستان به پر داسي مهال د هند ۱۹ کلني ملي لوبډلي سره یادي ۵ یو ورځنۍ لوبي ترسره کړي، چي یادي لوبډلي تر دې مخکي د چین په کوربتوب په درې اړخیزه سریز کي ګډون کړی وو.
په یاد درې اړخیزه سریز کي افغانستان کوربه چین او پاکستان دواړو ته ماتي ورکړه.
که غواړئ چې پیاوړې حافظه ولرئ، له دې کړنو ځان وژغورئ
ځینې کسان داسې فکر کوي، چې د حافظې د کمزورتیا لامل یوازې د عمر په زیاتوالي پورې اړه لري، حال دا چې دا ستونزه یوازې په ډېر عمر لرونکو کسانو کې نه لیدل کېږي؛ بلکې ... نور ولولئ