افغانستان سرسکالو سیاست کرونا له نړۍ

د ټرامپ روغتیايي حالت ښه نه دی؛ ولسمشر غني يی په اړه پوسټ کړی

راپور: نسیمه محمدي

د افغانستان ولسمشر اشرف غني د ډونالډ ټرمپ او د هغه د مېرمنې پر کرونا کېدلو، خواشیني څرګنده کړې.

د اسپوتنیک د راپور پر اساس، ولسمشرۍ ماڼۍ پر خپله ټوېټر پاڼه، په یوې خبرپاڼې کې لیکلي:

“د افغانستان اسلامي جمهوریت ولسمشر د ډونالډ ټرامپ او لومړۍ مېرمنې د کورونا ټسټ د مثبت کېدلو د خبر له اورېدو خواشینی شوی. نوموړی خپلې هيلې او د سلامتۍ دعا وړاندې کوي.”

څه وخت وړاندې، ټرامپ د خپل او مېرمنې د کورونا وایروس د معاینې د پایلې د مثبت کېدلو څخه خبر ورکړ. د امریکا د ولسمشر د کورونا ټسټ په داسې حال کې مثبت اعلانېږي، چې دا هېواد د ټاکنیزو سیالیو په وروستیو مرحلو کې قرار لري او د دغه ناروغۍ سره د نړۍ یو له زیات لاس او ګریوان هېوادونو څخه دی.

په یوه بل خبر کې Vanity Fair نشریه لیکي: دوه جمهوري غوښتونکي چې د سپینې ماڼۍ سره اړیکه کې دي، اعلان کړې چې د ټرمپ ناروغۍ د تبې او ټوخي د نښو سره ده، خو میلانیا ټرمپ، بیا خفیف ټوخی او عادي سردرد لري.

د نشریې په وینا، یوې سرچینې اعلان کړې چې سپینه ماڼۍ د ولسمشر د زیات عمر(۷۴ کاله) له امله د نوموړي روغتیا ته اندېښمن دي.

بل لور ته د امریکا د ټاکنو د نوماندانو مرکزي دفتر په یوې بیانیه کې ویلي، چې د جوبایډن ډاکټر، کوین اوکانر، ویلي دي، چې د جوبايډن او مېرمنې یې جیل، د کورونا وایروس ټسټ منفي دی.

همدارنګه جوبایډن هم، ویلي چې ولسمشر ټرمپ، مېرمنې ته یې او ټولو ته یې د روغتیا دعا کوي.

په دې سره، د امریکا د کورونا وایروس اخته کسانو شمېر، ۷,۴۹۴,۶۷۱ کسانو او د مړو شمېر ۲۱۲.۶۶۰ تنو ته رسېږي دي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نسیمه محمدي ، کابل

نسیمه محمدي، لېکواله، ژباړنه او د روغتیايي برخې محصله ده. نوموړې یاران ته په بیلابیلو مسالو په ځانګړې توګه روغتیا سره په تړلو موضوعګانو لیکنې، ژباړې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نسیمې د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق له یاران ادارې سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ