اپریل 23, 2021

افغان تکواندو لوبغاړي ډک لاس هیواد ته راستانه سول

د افغانستان د تکواندو ملي لوبډلي د چین هیواد په آزادو نړیوالو سیالیو کي دوه بېلابېل مډالونه خپل کړ، چي په یادو سیالیو کي تر لوبېدو او لاسته راوړنو وروسته پرون سې شنبه هیواد ته راغله.

په دې سیالیو کي مډال ګټونکي افغان لوبغاړي د افغانستان اُلمپیک ملي کمېټې له لوري وستایل سول.
د دې کمېټې مسئول حفیظ الله ولي رحیمي د مډال ګټونکو لوبغاړو هڅي وستایلې او هغوی ته ئې د هر ډول همکاریو ډاډ ورکړ.

د چین هیواد په شانګهای ښار کي د ۱۶ هیوادونو څخه د ۴۷۶ لوبغاړو ترمنځ د تکواندو آزادي نړیوالي لوبي ترسره سوې، چي له افغانستانه پکښي ۶ لوبغاړو سیالۍ ترسره کړې.
په یادو ۶ لوبغاړو کي څلور نارینه او پاته دوې بیا ښځینه لوبغاړي وې، چي له ډلي ئې دوو نارینه لوبغاړو یو د سرو زرو او بل بیا د سپینو زرو مډال وګاټه.محسن رضایي په ۵۸ کیلو ګرام وزن کي تر څلورو بریاوو  او یوې لوبي استراحت وروسته د سرو زرو مډال او فرزاد منصوري بیا په ۶۸ کیلو ګرام وزن کي د څلورو بریاوو او یوې ماتي خوړلو سره د سپینو زرو مډال خپل کړ.

ټاکل سوې راتلونکو څلورو میاشتو کي دوه نارینه او دوې بیا ښځینه افغان لوبغاړي د ۲۰۲۰م کا اُلمپیک سیالیو ته د لاري پیداکولو په موخه په چین کي کیدونکو سیالیو کي ګډون وکړي.
د ورکړل سوو معلوماتو له مخي هغه وخت د ۲۰۲۰م کال اُلمپیک سیالیو ته لاره پیداکوي، چي په یادو سیالیو کي د سرو زرو او یا هم د سپینو زرو مډال وګټی.

  • د ۲۰۲۰م کال د اُلمپیک لوبي د جاپان په توکیو ښار کي ترسره کیږي.

وروستي مطالب