سیمونز: د افغان ټیم د خرابې کارکردګۍ علت به له نړیوال جام وروسته په ډاګه کړم

پنځه لوبې یې وکړې، پنځه واړه یې وبایللې. افغانستان دا مهال د کرکټ په نړیوال جام کې د لوبېدونکو ټیمونو د لیسټ په پای کې دی. ددې ټیم لپاره یوازې څلور نورې سیالۍ پاتې دي.
د کریک انفو د خبرونو مدیر نګراج ګولاپوډي وايي، هغه ټپونه چې انګلستان افغان ټیم ته ورکړل ژور وو، په 150 منډو د افغان ټیم ماتولو ددې ټیم لپاره حالات نور هم خراب کړل.
د کرکټ دا مشهور لیکوال وايي، له لوبغالي بهر هم د افغان لوبډلې لپاره شیان سم نه دي. د افغان ټیم د مشر روزونکي فیلپ سیمونز او د پخواني لوبغاړي او د غوراوي د کمیټې د مشر دولت احمدزي چې اوس یې رتبه راکمه کړی شوې ترمنځ لوی کړکیچ تر سترګو کیږي.
د لیکوال په باور سیمونز چې ډیرې خبرې نه کوي، د چارشنبې په ورځ یې پر خپل ټویټر د دولت احمدزي د څرګندونو په ځواب کې پیغام پوسټ کړی دی.
دولت احمدزي په نړیوال جام لوبو کې د افغانستان دکمزورې کارکردګۍ ملامتي د غوراوي پر پالیسۍ او د ټیم په ستراتیژۍ اچولې.
خو د افغان ټیم مشر روزونکي سیمونز د نوموړې په ځواب کې ویلي کله چې نړیوال جام پای ته ورسیږي، دا به څرګنده کړي چې خپله احمدزي ددې لوبو لپاره د لوبغاړو په غوراوي کې کوم رول لوبولی دی.
سیمونز ویلي :

” زه د نړیوال جام په منځ کې یم او هڅه کوم چې زموږ ( افغان) ټیم په هغه کچه لوبیدو ته برابر کړم چې تمه ترې لرو. خو د نړیوال جام په پای کې به زه د افغانستان خلکو ته د دولت احمدزي د هغې برخې په اړه ووایم چې له کیپتانۍ څخه د اضغر افغان د لرې کولو په شمول یې ددې جام لپاره زموږ په چمتوالي کې درلوده. “

تر نړیوال جام مخکې هم سیمونز ویلي وو، د افغانستان د کرکټ بورډ له خوا د کیپتان په بدلون نه وو خبر.
سیمونز دا څرګندونې د دولت احمدزي هغو څرګندونو ته ځواب وو چې رسنیو یې په یو استولي بیان کې د ټیم د غوراوي پالیسۍ باندې انتقاد کړی او زیاته کړې یې وه چې په وروستیو کې دا پالیسي د پوښتنې وړ ده. د احمدزي په وینا افغانستان له داسې یوې پالیسۍ سره نړیوالې لوبې نه شي ګټلی.
دولت احمدزي د ټیم پر چمتوالي هم نیوکې کړې وي. په ټیم کې یې د بدلونو غوښتنه کړې وه او د ځینو پخوانیو لوبغاړو پر ځای یې د نوي نسل د لوبغاړو په راتګ هم ټینګار کړی و.
خو هر څه چې دي، په انګلستان کې د افغانستان وروستۍ لوبې ډیرې بې خونده وې. په ځانګړې توګه د راشد خان په څیر مخکښ افغان لوبغاړې چې د مخه تر دې ښه ځلېدلې وو، په دې لوبو کې یې بخت یاري ونه کړه.
د نړیوال جام له لوبو وروسته د مشر روزونکي په توګه له سیمونز سره د افغان کرکټ بورډ قراداد پای ته رسیږي. د افغانستان د کرکټ بورډ مشر عزیز الله فضلي ویلي، له ښاغلي سیمونز سره چې د جولای پر 15 م یې قراداد پای ته رسیږي ځکه نوی قرارداد نه کوي چې دوی داسې یو روزونکي ته اړتیا لري څوک چې په افغانستان کې دننه افغان لوبغاړي ورزوي.

د نوي تړون په اساس نیمار ته د ورځې یو لک ډالر ورکول کیږي

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

د برازیل هیواد د فوټبال ملې لوبډلې او د فرانسوي کلب پاریسن جرمېن تکړه او نامتو بریدګر لوبغاړي نیمار د پاریسن جرمېن لوبډلې سره تېره شنبه تر ۲۰۲۵م کال پوري تړون وکړ او اوس به ... نور ولولئ