افغانستان سوله سیاست نړۍ

افغان سوله او خلیلزاد؛ د هڅو تازه حال او ننګونې یې کومې دي؟

لیکنه: بشر درویش

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په قطر کې د وسله والو طالبانو له سیاسي استازو سره تر نهم پړاو مذاکراتو او یوه هوکړه لیک ته تر رسیدو وروسته کابل ته راغلی دی.

هغه له طلوع نیوز تلویزون سره په یوه ځانګړې مرکه کې د سولې د روانو هڅو تازه جزیات، لاسته راوړنې، خنډونه، راتلونکي پلانونه، په اړه یې د افغان حکومت دریځ، د امریکا غوښتنې، په وسله والو طالبانو کې د بدلون څرکونه، د سیمې او نړۍ د هېوادونو رول او نور ګڼ مسایل بحث کړي.

یاران یې دلته د مرکې مهم جزیات له خپلو لوستونکو سره شریکوي.

قطر کې څه شوي؟

خلیلزاد وایي په مسلسلو مذاکراتو او د امریکا ـ وسله والو طالبانو ترمنځ د هوکړو په ترڅ کې پر دغو څو عمده ټکیو توافقات شوي:

ـ امریکایي ځواکونه به په تدریجي ډول له افغانستانه وځي.

ـ په افغانستان کې به د امریکا د جګړې لګښت کمیږي.

ـ افغانستان به د وسله والو طالبانو له اړخه امریکا ته نور ګواښ نه وي.

ـ وسله وال طالبان او نور افغان لوري به د مذاکراتو له لارې د افغانستان په اړه سیاسي حل لاره برابروي.

خلیلزاد وایي په یاد شوي تړون کې دوی وسله والو طالبانو ته د تړون د مقابل لوري په حیث د هغوی له لورې ورته غوره شوی نوم( د طالبانو اسلامي امارت) ذکر کړی.

خو د ده په وینا دا په دې مانا نه ده، چې دوی طالبان د افغانستان د حکومت په توګه په رسمیت پېژني یا د ټول افغانستان په استازیتوب ورسره خبرې او هوکړې کوي.

د خلیلزاد په وینا دوی طالبان د افغانستان د راتلونکي حکومت په یوه برخه بدلیدل غواړي.

د ځواکونو وتل

امریکایي استازي ومنله، چې د طالبانو او امریکایانو د هوکړې له مخې څه کم ۵ زره ځواکونه به د ۱۳۵ ورځو په موده کې له افغانستانه وځي.

دغه ځواکونه به په افغانستان کې د امریکا له پینځو پوځي اډو څخه ووځي، چې بګرام پوځي اډه هم پکې شامله ده.

خلیلزاد په امنیتي دلایلو د نورو اډو نومونه وانخیستل او ویې ویل، چې په هوکړه لیک کې هم دغه اډې نه دي مشخص شوي.

هغه دا هم وایي، چې د ځواکونو د وتو مسئله د شرایطو اړوند ده، یانې که طالبان ورسره پر نورو ژمنو ونه دریږي،دوی به له دغې ژمنې په شا شي.

سرچینه زیاتوي: د سولې له تړون وروسته به طالبان له هغو سیمو، چې امریکایي ځواکونه وځي، د تاوتریخوالي په کمولو لاس پورې کړي.

د ده په خبره له هغو اډو، چې د دوی د ځواکونو یوه برخه وځي، هلته به نور افغان ځواکونه د اوس په شان موجود وي.

خلیلزاد وایي: دغه اډې موږ له افغان حکومت څخه په کرایه نیولي،دا زموږ نه دي.

د ده په خبره له کومو سیمو چې ځواکونه وځي، هلته به جګړه کمیږي، خو دا چې څنګه؟ هغه یې په اړه جزیات ورنه کړل.

اوربند او زیاته شوې جګړه

خلیلزاد په دغه مرکه کې د اوربند او دغه راز د زیاتې شوې جګړې په اړه وپوښتل شو.

د ده په وینا د اوربند په اړه به له طالبانو سره د افغان حکومت او سیاسي جریانونو د پلاوي په مذاکراتو کې بحث وشي.

هغه پرته له دې، چې خپل نظر ووایي وویل: د متخصصینو د مذاکراتو پر وخت معمولاً د فشار زیاتولو لپاره د جګړې ځینې لوري جګړه تشدیدوي.

خلیلزاد په دې ډول په کندوز کې د وسله والو طالبانو درانه بریدونه په یوه رقم توجیه کړل.

هغه دغه بریدونه ونه غندل او ویې ویل، چې تراوسه د دوی او طالبانو یا افغان حکومت او طالبانو د سولې موافقه لاسلیک شوې نه ده.

خلیلزاد په ورته وخت کې وایي، چې د طالبانو اسلامي امارت به بیا په زوره پر خلکو تحمیل شي.

د ده په خبره دا به د امریکا لپاره سره کرښه وي، چې افغانستان ټول شموله، ټولو ته د منلو وړ حکومت ولري.

د ټرمپ د بیا کتنې اړتیا

خلیلزاد وایي، چې له طالبانو سره د امریکا د مرکچي پلاوي چمتو شوی هوکړه لیک لا نهایي ځکه نه دی، چې د دوی ولسمشر ډونالډ ټرمپ به یې یو ځل لولي او ارزوي.

د ده په وینا دا موافقه یې د افغانستان د ملي یووالي حکومت له مشرانو( اشرف غني او ډاکټر عبدالله) سره هم شریکه کړې.

خو دا چې هغوی په دې اړه څه نظرونه لرل، خلیلزاد څه ونه ویل.

امریکایي استازي د یوې پوښتنې په ځواب کې ومنله، چې له طالبانو سره د چمتو شوې توافقنامې کاپي یې افغان مشرانو ته نه ده سپارلي.

هغه د دغه کار دلیل د دغې توافقنامې نه نهایي والی او دغه راز محرموالی وښود.

زلمي خلیلزاد وویل، چې د دوی او طالبانو ترمنځ تړون ممکن په قطر کې لاسلیک شي.

حکومت نه غوښتنې

زلمي خلیلزاد د جګړې په دوام کې د امریکا په ګډون د وسله والو طالبانو مشران او د افغان حکومت اوسني او مخکیني مشران ټول پړه وګڼل.

د ده په خبره کیدای شوه، چې ان د بن د هوکړه لیک پر وخت طالبان د افغان نظام بخه ګرځول شوي وای، خو داسې نه دي شوي.

هغه خبرداری ورکوي، چې له هغې وروسته باید د سولې لپاره رامنځته شوی اوسنی فرصت ضایع نه کړل شي.

زلمی خلیلزاد پرته له دې، چې د ولسمشر غني نوم واخلي، په کنایوي ډول وایي: هغوی چې د سولې لپاره د قربانیو وعدې کوي، اوس باید ځانغوښتنې یوې خوا ته پریږدي او د سولې هڅو له کامیابیدو سره مرسته وکړي.

خلیلزاد په ډاګه ونه ویل، چې ولسمشریزې ټاکنې دې وځنډیږي، یا ولسمشرغني دې واک یوه موقت حکومت ته پریږدي، خو له کنایوي خبرو یې همداسې معلومیده.

امریکایي استازی له افغان حکومت څخه غواړي، چې طالبانو سره د مذاکراتو لپاره دې یو ټول شموله پلاوی وټاکي څو ( د افغانستان اسلامي جمهوریت) ښه استازیتوب وکړي.

د افغان حکومت او امریکا تړون

د افغان سولې لپاره د امریکا بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی دا هم وایي، چې د طالبانو او امریکا د تړون له لاسلیکیدو څخه وروسته به د افغان دولت او امریکا ترمنځ هم د سولې د هڅو په اړه یو تړون لاسلیک شي.

هغه د دغه تړون د جزیاتو په اړه څه ونه ویل، خو په خبره یې امکان لري چې د افغان حکومت کوم لوړپوړی پلاوی یا مشر یې په اړه د خبرو لپاره واشنګټن ته لاړشي.

امریکایي استازي وویل: کیدای شي دا تړون په واشنګټن کې د افغانستان او امریکا د حکومتونو ترمنځ لاسلیک شي او غالباً د امریکایي لوري لاسلیکونکی به د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپو وي.

پاکستان ریښتیا بدل شوی؟

امریکایي استازي د سولې په روانو هڅو کې د پاکستان د مثبت رول یادونه وکړه، چې د خبریال له انتقادي پوښتنې سره مخ شو.

د طلوع نیوز مرکیال خلیلزاد ته وویل: پاکستان قطر ته د څو طالب مشرانو له استولو پرته څه کړي، چې تاسې یې د یوه همېشني منتقد په حیث بیرته ستایونکي شوئ؟

خلیلزاد په دې اړه کوم واضح ځواب ورنه کړ، خو ویې ویل: د پاکستان د مثبت رول هرکلی کوو او دوام یې غواړو.

امریکایي استازي د تحلیل په توګه وویل، چې د پاکستان چارواکي اوس وایي د خپل اقتصادي پرمختګ او داخلي ستونزو حل ته یې پاملرنه زیاته ده.

هغه همدا شان د منځني ختیځ، اروپایي ټولنې، منځنۍ اسیا او نورو هېوادونو یادونه وکړه، چې په خبره یې هره ورځ ورته د بهرنیوچارو د وزیر په کچه حتماً یو څوک زنګ وهي او د افغان سولې هڅو سره د مرستو ډاډ ورکوي.

ننګونې څه دي؟

خلیلزاد د راتلونکو ټاکنو د ترسره کیدو او نه ترسره کیدو په اړه د امریکا دریځ مشخص نه کړ او دا یې د افغانستان کورنۍ مسئله وګڼله.

خو په کنایوي ډول یې د ټاکنو د ځنډ ملاتړ وکړ او د دې غوښتنې تایید ته لېواله ښکاریده.

هغه همدا شان وویل، چې له طالبانو سره شوې ژمنې او توافقات له دوه اړخیزو عملي اقداماتو سره تړلي دي.

خلیلزاد په کنایوي ډول د سولې هڅو د ناکامیدو په صورت کې د داخلي جګړې د پېښیدو خبره کوله، خو په داسې مستقیم ډول نه.

هغه ویل: موږ باید هم اوسنۍ جګړه پای ته ورسوو او هم د بلې کورنۍ جګړې مخنیوی وکړو.

امریکایي استازي دغه راز وویل، چې که طالبان پر کړو ژمنو سم عمل ونه کړي، دوی به په افغانستان کې د سولې تر چتر لاندې پر خپلو کړو ژمنو بیا کتنه کوي، ځکه په وینا یې دوی خپل لاسونه شا ته نه تړي او مخه خلاصه پریږدي.

غبرګونونه

افغان حکومت په مشخص ډول د طالبانو او امریکا ترمنځ د احتمالي هوکړه لیک په اړه جزیات نه دي ورکړي، خو د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي ویلي: موږ د دغه تړون د هغې برخې هرکلی کوو، چې د بین الافغاني مذاکرتو او اوربند په اړه دي.

په نورو غبرګونونو کې مختلف نظریات شامل دي.

د حکومت او په خاص ډول د ولسمشر غني مخالفینو د خلیلزاد خبرې د غني د څنډې ته کیدو څرګند پيغام ګڼلی.

د ولسمشر غني پلویانو بیا د خلیلزاد د هغو خبرو هرکلی کړی، چې وایي د اسلامي امارت نه حاکمیدل سره کرښه ده او د ټاکنو د ځنډ په اړه امریکا کومه غوښتنه نه لري.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي