
راپور: بشر درویش
د افغانستان حکومت ویلي چې ایران ته د یو لوړپوړی پلاوی استوي چې د وروستیو پيښو په شمول په یو لړ مهمو مسایلو به خبرې کوي.
حکومت یاده پریکړه د افغان ملي امنیت شورا په غونډه کې کړې.
دا غونډه پرون ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ په ارګ کې ترسره شوې ده.
ارګ په دې اړه یوه خبرپاڼه کې وايي، په دې غونډه کې د بهرنیو چارو او کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارتونو په ایران کې له افغان کډوالو سره د وروستۍ پېښې په اړه خپل راپور وړاندې کړ او تر هغه وروسته یې د یادې پېښې پر حقوقي، سیاسي او ټولنیزو اړخونو بحث او خبرې وکړې.
ملي امنیت شورا غونډې، ایران ته د لوړ پوړي پلاوي د استولو په اړه د بهرنیو چارو وزارت وړاندیز منظور او ټینګار یې وکړ چې یاد پلاوی دې د دواړو هیوادونو ترمنځ ټولوسرحدي هوکړه لیکونو اومیکانېزمونو ته په کتو سرحدي موضوعاتو او کډوالو ته د الکترونیکي تذکرو د وېش پیل او د هغوی د هویت تثبیت ته ډېره پاملرنه وکړي.
ارګ ویلي: د ملي امنیت شورا دفتر ته د هیواد د سرحدونو چارو د لا زیات تنظیم په موخه لازمې لارښوونې وشوې او بهرنیو چارو وزارت ته لارښوونه وشوه چې په ایران کې د افغانستان سفارت او په هغه وزارت کې د نورو اړوندو برخو له لارې، د افغان کډوالو او نورو موضوعاتو په اړه د پوهاوي په تړاو د کډوالۍ بین المللي سازمان او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان عالي کمیشنرۍ سره خپل کار پیل کړي.
ایران او له افغانانو سره زیاتی
په دې وروستیو کې د افغان مسافرو پر ضد د ایران د امنیتي ځواکونو له خوا دوه بوږنوونکي پيښې ترسره شوې چې دا کار انسان ضد وبلل شو.
یوه پيښه کې ایراني ځواکونو ۵۰ افغان کارګران په یوه سیند کې خوشې کړل چې یو شمیر یې مړه او یو شمیر نور یې ژوند پاتې شول او ځینې خو لا هم ورک دي.
په یوه بله پيښه کې همدا څو ورځې وړاندې ایران د افغان مسافرو پر یوه موټر ډزې وکړې چې موټر اور واخیست، یو شمیر افغانان شهیدان او ځیني نور سخت وسوځیدل.
په نړیواله کچه د ایران دا کار غندل شوی دی.
د افغانستان حکومت هم د پلاو او څیړنو ویلي چې وروستی پلاوی هم په همدې موخه ایران ته لیږي.
له دې پيښو وروسته په افغانستان کې د ایران پر ضد سختې او تودې مظاهرې هم وشوې، بیرغ ته یې اور واچول شو او د ایران دا کار یې غیرې بشري وباله.
یو شمیر افغانانو هم پر افغان حکومت نیوکې وکړې چې دوی نه شي کولی په سم ډول د خپلو اتباعو پوښتنه وکړي او دفاع ترې وکړي.