هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
سیاست

جرمني نن پنځوس نور افغانان بیرته کابل ته استوي

د جرمني کابینې د چارشنبې په ورځ هغه طرحه تایید کړه چې له دې هیواد څخه د هغو پناه غوښتونکو د ایستلو بهیر چټکوي چې د پناه غوښتنه یې رد شوې ده.

د نویو تدابیرو له مخې به د جرمني د کډوالو د ادارې مامورین اجازه ولري چې د پناه غوښتونکي ټیلفونونه وګوري څو د دوی د اصلي هیواد او ځای معلومات وکړی شي.

په عین حال کې ټاکل شوې چې د چارشنبې په ورځ ناوخته به ۵۰ تنه افغان پناه غوښتونکي چې جرمني کې یې د پناه غوښتنه رد شوې په یوې چارټر شوې الوتکه کې بیرته کابل ته واستول شي.

دا له جرمني څخه کابل ته د ستنیدونکو کډوالو دریمه جوپه ده.

د اروپايي ټولنې د ستر اقتصاد لرونکي دې هیواد د ۲۰۱۵ م کال څخه په خپله خاوره کې یو میلون کډوال ځای کړي. تیر کال جرمني اتیا زره هغه کډوال له خپل هیواد و ایستل چې د پناه غوښتنه یې رد شوې وه.

په داسې حال کې چې جرمني د سوریې په څیر د جګړه زپلو هیوادونو اتباع په خپل هیواد کې ساتلي، چارواکي یې ټینګار کوي چې دوی کابل او د افغانستان نورو برخو ته په خوندي توګه کډوال استولی شي.

د جرمني صدراعظمه انګیلامیرکل چې په سیپټمبر کې یو وار بیا عمومي انتخاباتو کې د محافظه کارانو رایې ترلاسه کول غواړي دوه اونۍ مخکې وتوانیده چې د یو شمیر کډوالو د بیرته ستنولو په برخه کې د جرمني د ۱۶ ایالتي حکومتونو ملاتړ خپل کړي.

جرمني همدارنګه پلان لري څو هغه کسان چې بیرته ستنول یې یقیني شوي عامه امنیت ته د ګواښ په صورت کې ونیسي او بندیان یې کړي.
جرمني پولیس وايي، د دریم ځل لپاره د پنځوس رد شویو افغانانو دا ډله د افغانستان او جرمني د حکومتونو ترمنځ د اکتوبر په میاشت کې د شوې موافقې له مخې افغانستان ته استول کیږي.

په اکټوبر کې د جرمني د کورنیو چارو وزیر توماس دی مایزیر ویلي و، د افغانانو بیرته ستنول نورو هغو افغانانو ته چې جرمنې ته یې د سفر نیت کړی یو پیغام دی چې جرمني له افغانستان څخه په ډیر کم شمیر کې پناغوښتونکي مني.

په جرمني کې د بښنې د نړیوال سازمان مشر مارکوز بیکو وايي“ تیر کال په افغانستان کې وضیعت وښوده چې کړکیچن دی“ نوموړی زیاته کړې، دې هیواد ته د کډوالو بیرته ور استول د بشري حقونو له درناوی سره اړخ نه لګوي.

خو د جرمني د کورنیو چارو وزیر وايي، د افغانستان شمال او مرکز کابل دومره خوندیتوب لري چې دوی رد شوي افغان پناه غوښتونکي ورواستوي.

اخوا په جرمني کې د کډوالۍ د حقونو فعالان هم مظاهرې او اعتراضونه کوي او له جرمني حکومت غواړي چې د افغان پناه غوښتونکو ایستل دې سمدستي بند کړي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
/* ]]> */