Advertisements
افغانستان سیاست

ولسمشرۍ ټاکنې به څنګه کورنۍ جګړو ته لمن ووهي؟ – ډاکټر احمد ویس وردګ

لېکوال:  ډاکتر احمد ویس وردګ – کنېټيکټ امریکا.

زه خپله دې ځل ټاکنو ته شديداً په تشويش کې يم او زما په نظر هر افغان چې د افغانستان دغه په چټکۍ سره پر بدلېدو سياست له نژدې څاري او ورځنيو پېښو ته سطحي ليدلوری نه لري؛ هغه بايد په دې پوه شي چې دا ځل ټاکنې به نه يوازې د افغانستان جګړې ته زښت زيات شدت ورکړي؛ بلکې د طالبانو د ضد جمهوريت ادعا ته به هم مشروعيت ورکړي. د عام ولس به پر ټاکنو او ډيموکراسۍ اعتماد لا راټيټ شي او هېواد به يوه نوي بحران ته بوځي.

کابو همداسې يوه طرحه هم وړاندې شوې چې بايد په افغانستان کې جګړه ډېر شدت ومومي او ټولې خواوې پکې ښکېل شي، تر څو يوه واحده بريالۍ ډله ترې ووځي او له هغې سره به بيا همکاري له کوم داخلي مزاهمت پرته شونې وي. خو زه شخصاً په دې نظريه يم، چې پرته له تباهۍ او بربادۍ؛ په افغانستان کې په هېڅ مقدار کومه بله جګړه به ونه شي کړی چې يو واحد بریالی ګروپ يا مليت راوړاندې کړای شي.

ډاکټر احمد ويس وردګ د امريکا په کنېټيکټ ايالت کې د سياسي علومو په پوهنځي کې د نړيوالو اړيکو او د امريکا سياست استاد دی، او کولی شئ چې په ټوېټر او فېسبوک کې يې وڅارئ.

دا ځل ټاکنو ته متاسفانه زه نه يوازې خوشبين نه يم، بلکې شديداً په تشويش کې يم. دا ځل که ټاکنې وشوې، پايلې به يې يو انتخاباتي ټيم هم ونه مني، خو دا ځل به هماغه ډلې چې غرونو ته د ختلو ګواښونه يې کړي وو، دا ځل به ډډه به ونه کړي. هغه ځکه چې له «ظاهري برخورد» او «ډيپلوماسۍ» ورهاخوا، نړيواله ټولنه د ولسمشر غني له ادارې سره نه ښې اړيکې لري او نه هم ستراتيژيکه ملګرتيا. البته، د نړيوالې ټولنې د غني له ادارې سره زښت زيات ترينګلي روابط لري. پرون (سپټمبر ۱۹مه، ۲۰۱۹) د امريکې د بهرنيو چارو وزير، پمپېيو اعلان وکړ چې د اشرف غني پر ادارې يې د تقلب او مالي فساد له وجې د څه باندې ۱۶۰ ميليارډو ډالرو پراختيايي مرستې ودرولې، چې دا خپله په تېرو ۱۸ کلونو کې ساری نه لري. البته دا عمل دا جوته کوي، چې که اشرف غني يو ځل پر قدرت پاتې شي، د امريکا اړيکې به دده له ادارې پر داسې اقتصادي بنديزونو ولاړې وي، لکه له ايران سره.

بلخوا د اشرف غني همدغه رقيب انتخاباتي ټيمونه نه يوازې د ګاونډيانو (تر روس او ايران پورې)، بلکې د نړيوالې ټولنې او په خاصه توګه د امريکا او انګلستان، ملاتړ نه برخوردار دي.

نو په دغسې شرايطو کې چې له يو خوا د ولسمشر غني حکومت نه په سيمه کې او نه هم پر نړيواله سطح ملاتړي او ستراتيژيک ملګري لري، او له بلې خوا نه په داخل کې د ولسمشر «دولت ساز» ټيم له کوم داخلي مدني (قومي او مذهبي) ملاتړ نه برخمن شوی؛ نو په داسې شرايطو کې به غني هرومرو خپل هغه امکانات په کار اچوي چې ورته مساعد دي. متاسفانه، سمدستي ولسمشر غني ته پرته له دې چې ټاکنيزې پروسې کې يوه غيرقانوني مداخله وکړي، بله هېڅ داسې کومه ګزينه يا امکانات نه لري چې پرې حساب وشي کړی.

د تاکنيزو مراکزو امنيت، د صندقونو مسئونيت او د پروسې شفافيت، ټول هغه موارد دي، چې په مستقيمه توګه د ولسمشر تر کنټرول لاندې دي. په بل عبارت، د غني اداره کولی شي، چې دغه انتخاباتي پروسه يا د کاميابۍ په لور سوق کړي او يا يې هم منزوي کړي. خو دمګړۍ د پروان له وروستۍ پېښې داسې معلومه شوه، چې ولسمشر داسې کوم نيت نه لري چې د شفافيت دغه ضمانتونه دې يا ولس او يا هم خپلو رقيبو ټيمونو ته تضمين کړي. تر ټولو هېښوونکې بېلګه يې طلوع تلويزيون کې د پروان په غونډه کې د ټپي شوي ګډونکوونکي مرکه وه، چې ويل يې: «د ولسمشر غني د کمپاين غونډې ته ځکه ورغلی وم چې راته ۵۰۰ افغانۍ وعده راکړل شوې وه.»

د ولسمشر غني ټيم په دې پوره پوره واقف دی، چې رايه پر پيسو نه شي اخيستل کېدای. خو د کمپاين په غونډو کې پيسې وېشل ځکه يو ستراتيژيک عمل دی، چې کله سبا ورځ صندقونه ډکېږي؛ هم نړيوالو او هم عامو وګړو ته د کمپاين د غونډو عکسونه وروښيي چې موږ دومره ملاتړي درلودل، نو ځکه کوم تقلب نه دی ترسره شوی.

اړينه ده چې له ولسمشر نه پوښتنه وشي چې د کمپاين لپاره يې دومره بوديجه له کومه کړه. تېرو ټاکنو کې خو ډاکټر اشرف غني په صراحت سره خپله ټوله سرمايه ۳،۰۰۰ جلده کتابونه، او په کابل کې يو کور وښود. نو دې ټاکنو کې يې دومره امکانات له کومه کړل چې په زرګونو خلکو ته ۵۰۰ افغانۍ کرايه ورکوي او په لکونو ډالر پر يوه کمپايني غونډه مصرفوي؟ البته د يادولو وړ ده چې د امريکا متحده ايالاتو انکشافي مرستې د همدې مالي او اداري «فساد» له وجې ودرول شوې، چې د امريکا د سفير، جان بس، ټويټ په صراحت سره ورته اشاره کړې وه.

نو په دغسې شرايطو کې که ټاکنې وشي، دې کې هېڅ شک نشته چې ټاکنې به له تقلب نه ډکې وي او پايلې به يې يو انتخاباتي ټيم هم ونه مني. تېر ځل که د ډاکټر عبدالله په استازولي ښاغلي صالح غرو ته د ختلو ګواښونه وکړل؛ دا ځل د ډاکټر عبدالله ملګری، جنرال دوستم هم په زغرده د مقاومت يادون وکړ. دغې شرايطو ته په کتو سره د دوستم او ډاکټر عبدالله يو ځای کېدل بايد بابېزه ونه ګڼل شي. دې ته ورته ګواښ انجنير حکمتيار هم د هرات په غونډه کې وکړ او د طلوع په تلويزيون کې يې د خپلو زرګونو مصلح افرادو يادون هم وکړ.

فلهذا، اوسمهال که جګړه (يوازې) د طالب، داعش او حکومت تر مينځ ده؛ له ټاکنو وروسته به دوستم او حکمتيار هم را ميدان ته کېږي او نړيواله ټولنه به هم له غني سره د ترخو راوبطو پر اساس، کومه مثبته مداخله ونه کړي. بلخوا که د داعش ټولې حملې پر شعيه او هزاره ګانو وي، بيا نو معلومداره ده چې محقق به هم له ځانه خپله دفاع پيل کړي او هزاره ګان به مصلح کړي.

لکه څنګه چې اشاره ورته وشوه، دا ځل سپينه ماڼۍ د بېل فکر خاونده ده او نه غواړي په کورنيو جګړو کې ښکېله شي. فلهذا، دا ځل پرامريکا حساب نه دی په کار، چې لکه د تېرو ټاکنو په څېر به جان کېري په سوله ايزه توګه «مداخله» وکړي. هغه په دې چې ولسمشر غني همداسې چې کورني او شخصي ملګري له لاسه ورکړي، همداسې يې خپله اداره په نړيواله توګه په يوه انزوا کې واقع کړې، چې نه به يې امريکا او نه هم انګلستان ملاتړ وکړي.

بلخوا، که د ولسمشر ټرمپ الفاظو ته دقيقه کتنه وکړو، د افغانستان په هکله يې وروستي ټويټونه په ډېر دقت سره کاږل شوي وو. سربېره پر دې چې په دغه پرله پسې درېيو ټويټونو کې يې له طالبانو سره د سولې خبرې لغوه اعلان کړې؛ نه يې طالبان ترهګره ډله بللې او نه يې هم د امريکا فکري دښمنان بللي وو. بلکې پړه يې پر «خلکو» او ټولو افغانانو اچولې. «دا څه ډول خلک دي چې داسې وژل کوي». نو که دلته امريکا کې دننه د افغانستان د ټاکنو لانجه رسنيزه شوه، واضح ده چې ټرمپ به پړه پر «افغانانو» واچوي او وبه وايي چې «دا خلک» پيدا جنګ او جګړې ته دي. دا لانجه به د افغانانو کورنۍ مسئله وبولي، چې په ريښتيا هم دا زموږ کورنۍ مسئله ده!

په هر صورت، زما په نظر، دا ځل به جګړه سيمه ايزه شي، هره حاکمه ډله به له دولت سره په خپله سيمه کې جنګېږي، خو د امريکا د حضور له وجې به جګړه په منظمه توګه پايتخت (کابل) ته لکه د ۱۹۹۰مې لسيزې په څېر سرايت ونه کړي. لېکن چاودنې، ځانوژنې، سياسي ترور، او مختلفې شورشي ډلې به له طالبانو او داعشيانو ورهاخوا په کابل کې فعاليت ولري؛ چې د پوليس او اردو زور به هم پرې نه رسېږي.

که مو په ياد وي، دقيق له تېرو ټاکنو وروسته امريکايانو په کاپل کې د سړک پر سر سفر بند کړ او د سفارت او هوايي ډګر تر مينځ ترانسپورټ هوايي شو. له دا ځل ټاکنو وروسته به ارګ مېشت هم لکه امريکايان، هوايي ډګر ته په هليکوپټرو کې پروازونه کوي. بيانيې او د جګړې فرمانونه به د افغانستان د ملي بيرغ په وړاندې يوازې د تلويزيون له پردو او موبايلونو له کړکيو صادرېږي.

د ارګ اشرافي قشر به د لويو سيمټي دېوالونو شاته خوندي ځکه وي، چې د دوی امنيت به هغه پيره داران نيسي چې د فقر او لوږې مجبوريتونو پوليسان کړي. دا مې د تاريخ هغه صحنې ته بيايي، لکه هغه پخواني اروپايي پاچاهانو به چې جنګيالۍ ډلې پر پيسو رانيولې او ساتلې به يې. فتوحات به يې پر همدغه جنګيالي ډلو کول، او ددوي په لاس ګتلی غنيمت نه به يې بيا پر دوی وېش او رحم کاوه. هماغه پخوانی اروپايي ماډل همدا اوس په افغانستان کې عملي دی. له ارګ هاخوا، په لويه کچه به د همدغه غلط او «اشرافي سياست» له وجې هغه تر ټولو خواره او غريبه طبقه، چې له ډېرې ناچارۍ او فقر، امنيتي ارګانونو ته يې مخه کړې، د خدمت تر نامه لاندې لکه توت تر خاورو لاندې کېږي!

نو زما په نظر، نه له سياست او نه هم له «نظام» سره شخصي او عاطفي چلند په کار دی؛ او نه هم د خلکو له ناخبرۍ نه سوٌ استفاده په کار ده. نظام په ټاکنو نه شي ساتل کېدی، بلکې يو سياسي نظام په مدبرانه برخورد، ملي سياست او سالمه رهبري ساتل کېدی شي. نه هم ټاکنې په يوازې ځان چې هر څومره رڼې هم وي ډيموکراسي ده؛ او نه هم افغانستان کې رڼې ټاکنې کومه عملي جنبه لري. که چا ته ورياده کړئ، چې په نړۍ کې داسې يو هېواد هم شته چې دولتي حاکمان يې هم پر خلکو بمبارۍ کوي او هم ترې رايه غواړي ځکه «ډيموکراسي» ده؛ هم به په کړسا وخاندي او هم به د مظلومو او محکومو خلکو په حال په لپه لپه وژاړي.

د سياسي علومو دقيقې مطالعې په خاصه توګه د جاک سنايډر From Voting to Violence: Democratization and National Conflict (Jack Snyder) دا ښيي، چې ټاکنې په طبيعي توګه يوه سالمه او منسجمه ټولنه په ټوټو وېشي. خو بيا په يوه ضعيفه يا ناکامه هېواد لکه افغانستان کې چې قوي دولتي ارګانونه يا Institutions نه وي، سياست د ملي افکارو پر ځای پر افرادو منحصر وي، نېشنلېستې فکر پر ملي افکارو حاکم وي. په دغسې ټولنو کې چې اکثر ټاکنې شفافې نه وي، پايله يې هرومرو د کورنۍ جګړو باعث ګرځېدی شي. دا موږ په خورا ډېرو هېوادونو کې ليدلي هم دي، چې د افغانستان اوسنی حالت پوره پوره همدغه شرايطو ته چمتو دی.

فلهذا، ولسمشر غني په يوه ډېر حساس موقف کې قرار لري چې هېواد هم سولې او ثبات ته سوق کولی شي، او يا هم کورنيو جګړو ته لمن وهلی شي. ولسمشر غني ته په کار ده چې د نظام له نامه سره بايد شخصي او سياسي برخورد ونه کړي او دغه ټاکنې د نظام د بقا لپاره وځنډوي.

څومره چې سږنۍ ولسمشريزې ټاکنې به په افغانستان کې خلک پر ټاکنو او ډيموکراسۍ بې باوره کړي؛ بل هېڅ سياسي پروسه به د افغانانو او ډيموکراتيکو ارزښتونو تر مينځ دومره فاصله نه وي راايجاد کړې.

نو زه د سياست د يوه شاګرد په توګه، د يوه خواخوږي افغان په صفت، د افغانستان جمهوري دولت له رئيس، جلالتمئاب ډاکټر محمد اشرف غني نه په پوره صداقت او ايماندارۍ هيله کوم چې په دغه نازکو او باريکو شرايطو کې له ډېرې دقيقې محاسبې او پراخې حوصلې کار واخلي او داسې يو غيرمسوولانه عمل ونه کړي، چې دی د کورنيو جګړو باعث وګرځي او دغه مظلوم ولس لا وځپل شي. زما پر اند د ټاکنو پر ځای ولسمشر ته په کار ده چې سمدستي دې خپل حکومت ته دوام ورکړي؛ او خپل ټول امکانات او انرژي سولې ته وقف کړي. يوه کورنۍ اجماع باندې دې کار وکړي او د سولې بين الافغاني مذاکرات دې پيل کړي. ځکه په دغسې نامشروع حالاتو او نامشروع انتخاباتي پروسې به غني هېڅکله مشروعيت تر لاسه نه شي کړای. او څومره چې ما حالات له نژدې څارلي، د پخواني ولسمشر په ګډون؛ ټول متخصصين، افغان سياسيون او نړيواله ټولنه هم همدغه غواړي. او همدا تر ټولو يو ښه سياسي حل دی.

وما علينا الا البلاغ المبين!

د ليکوال په اړه:  ډاکټر احمد ويس وردګ د امريکا په کنېټيکټ کې د سياسي علومو ډاکټر؛ او د نړيوالو اړيکو او امريکا سياست استاد دی چې په فېسبوک او ټوېټر کې يې هم څارلی شئ.

د یاران یادونه: دا لیکنه د لېکوال شخصي نظر دی چې ورسره د یاران توافق شرط نه دی.

Advertisements