مارچ 5, 2021

غني: هرات کې دې د اورګاډي پټلۍ سب سټېشن ژر جوړ او قیر دې افغانستان کې تولید شي

راپور: بشر درویش
د افغان ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د ټرانسپورټ وزارت پروژو د مدیریت په اړه د اقتصاد عالي شورا ځانګړې غونډه وړمه ورځ د ویډیو کنفرانس له لارې په ګلخانې ماڼۍ کې جوړه شوه.
ارګ یوه خبرپاڼه کې ویلي؛ په پیل کې د ټرانسپورټ وزارت سرپرست د یاد وزارت د سرکونو ملي ادارې مفصل راپور پرمهال د پروژو د استملاک، تفصیلي ډیزاین، د ژوند چاپیریال، د پروژو تدارکاتي مواردو او نورې هغه اړوندې ستونزې چې د دې ادارې د پروژو د تطبیق مانع شوي، له پیشنهادي حل لارو سره غونډې ته وړاندې کړې.

مشخص معیارونه، اصلاحات او طرحه

جمهوررئیس غني د سرک جوړولو پروژو د تطبیق او مدیریت په برخو کې د ټرانسپورټ وزارت ټیټ ظرفیت ته په اشارې وویل، د یاد وزارت مسوولین دې د سرک جوړولو سکتور کې بنیادي او لازم اصلاحات راوړي.

ولسمشرغني دې غونډه کې د ویډیو کنفرانس له لارې ګډون کړی و – ارګ

هغه زیاته کړه:

«همدارنګه دې د سرکونو جوړولو په برخه کې د داخلي او بین المللي قراردادیانو غیرمعیاري اقدامات له سره وکتل شي او د سرکونو جوړولو په موخه دې مشخص معیارونه وضع شي.»

د ولسمشر غني د لارښوونې په اساس ښارجوړولو او ځمکو وزارت او سیمه ییزه ارګانونو ادارې سره په همغږۍ ټرانسپورټ وزارت موظف شو چې ټولنیزو او اقتصادي مطالعاتو او تحلیل ته په پام د سرکونو اړوند پروژو د استملاک په برخه کې واضح طرحه ترتیب او د جمهوري ریاست عالي مقام ته وړاندې کړي.

افغانستان کې د قیر جوړول

د غونډې د پرېکړې له مخې دې ټرانسپورټ وزارت مالیې وزارت سره په همغږۍ د پروژو د غوره مدیریت په موخه په هر ولایت کې د پروژو په لومړنیو موخو او جوړښت کې ستراتیژیک بدلونونه راوړي او د بیا کتنې په پایله کې دې هر اړوند ولایت ته بدیل مشخص شي.
ارګ وايي، همدارنګه ټینګار وشو چې ټرانسپورټ وزارت دې د سرک جوړولو پروژو په ارزشي زنځیر د زیات تمرکز ترڅنګ له ترکمنستان، ازبکستان او قزاقستان هیوادونو څخه د اړتیا وړ قیر واردولو او یا د هیواد په داخل کې د قیر تولید د امکان سنجي په اړه خپل مشخص وړاندیزونه د اقتصاد عالي شورا غونډې ته وړاندې کړي.

اقتصادي عالي شورا غونډه

نوموړي وویل:

«ټرانسپورټ وزارت دې صنعت او سوداګرۍ او مالیې وزارتونو سره په همغږۍ خصوصي سکتور ته د سرکونو جوړولو زمینې برابرولو په اړه خپله واضح طرحه د اقتصاد عالي شورا غونډې ته وړاندې کړي.»

د اورګاډۍ پټلۍ لپاره سبټيشن

د اقتصاد عالي شورا غونډې پرېکړه وکړه چې ټرانسپورټ وزارت دې د هرات ولایت د زنده جان ولسوالۍ په جوی نو ساحه کې د اورګاډي پټلۍ سب سټېشن جوړولو او ټولو اړوندو لازمو خدماتو په برخه کې عاجل اقدام وکړي.
همدارنګه ټرانسپورټ وزارت ته دنده وسپارل شوه چې د سرک جوړولو هغو پروژو فهرست او راپور چې اقتصادي تحلیل او د بشپړولو امکانات یې موجود وي، د جمهوري ریاست عالي مقام سره شریک کړي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي