اپریل 12, 2021

میاخیل: د جګړې ډګر کې د افسرانو او سرتیرو ملاتړ او ښه همغږي رامنځته شوې

Advertisements
راپور: بشر دروېش

د افغانستان د ملي دفاع وزرات کې دفاعي او امنیتي سکټور برخه کې بنسټيزو اصلاحاتو په موخه نن د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال شاه محمود”میاخیل” او وسلوالو پوځ لوی درستیز ستر جنرال محمد یاسین”ضیا” په مشرۍ ناسته ترسره شوه.
دفاع وزارت یوه خبرپاڼه کې ويلي؛ په دې ناسته کې د ملي دفاع وزارت جنرالانو، افسرانو او رییسانو ګډون کړی وو.
سرچېنې ويلي؛ دغه ناسته کې د دفاعي او امنیتي سکټور برخه کې بنسټيزو اصلاحاتو راوستو په موخه بحث وشو.
دفاع وزارت لومړي مرستیال شاه محمود”میاخیل” د دفاعي او امنیتي سکټور برخه کې د اصلاحاتو راوستل، د دفاعي او امنیتي ځواکونو کړنې، د شته سرچینو څخه اغیزمنه ګټه اخیستنه، د جګړې په ډګر کې د افسرانو او سرتیرو ملاتړ، پوځي چارو کې ښه ښوونه او روزنه او امنیتي بنسټونو ترمنځ د ښې همغږې رامنځته کول مثبت و ارزول.

اصلاحات لومړیتوب دی

د وسلوال پوځ لوی درستیز ستر جنرال محمد یاسین”ضیا” په دې ناسته کې وویل:

دفاعي او امنیتي سکټور برخه کې بنسټيزو اصلاحاتو راوستل او پاملرنه، د ملي دفاع وزارت لومړیتوبونو څخه دي، د اصلاحي برنامو پلې کېدو په برخه کې د ټولو ظرفیتونو او امکاناتو څخه ښه ګټه اخیستل شوې او په دې برخه کې به نور هم ښه کار ترسره شي.

پر امنیتي رهبري نیوکې

دا په داسې حال کې ده چې پر افغان امنیتي رهبري له دې امله نیوکې کیږي چې ډېره برخه رهبري يې مسلکي او ژمن نه دي چې له امله يې فساد او د سرتېرو ناسم رهبري کولو ته زمینه برابره شوې ده.
د نظامي شنونکو په باور که چېرته د افغانستان پوځي رهبري پیاوړې، اصلاحات رامنځته او وړ کسان وګمارل شي، کولی شي چې د تروریستانو دسيسې شنډې او په ښه ډول امنيتي وضعيت کابو کړي.
شنونکي وايي، د جګړې په ډګر ښه دفاع، زړورتيا، وطن سره مینه او صداقت هغه څه دي چې افغان سرتیري یې لري او که مدیریت یې ښه او نور سمبال شي نو اغیزناکتوب به یې څو چنده شي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي