د افغانستان او افغان کرکیټ لوبډلي لپاره د یوې تاریخي ورځي یادونه د کرکیټ نړیوالي شورا هم کړې!
آی سي سي یا د کرکیټ نړیوالي شورا پر خپلي رسمي فیسبوک پاڼي د افغان لوبډلي هغه ورځ یاده کړې، چي لومړۍ نړیواله یو ورځنۍ لوبه ئې ترسره کړې او پکښي بریا ئې خپله کړه.
دې شورا لیکلي، چي افغانستان څه یوه لوبډله ده او څه یو داستان لري.
افغان کرکیټ ملي لوبډلي پوره ۱۱ کاله مخکي د ۲۰۰۹م د اپریل میاشتي په ۱۹مه نېټه (چي پرون یکشنبه کیږي) خپله لومړۍ یو ورځنۍ لوبه ترسره کړه.
افغان ټیم یاده لومړۍ یو ورځنۍ لوبه د سکاټلینډ په وړاندي ترسره کړه او یاد هیواد ته ئې د ۸۹ منډو په توپير ماته ورکړه.
د معلوماتو له مخي د هغې نړیوالي یو ورځنۍ لوبي پچه افغان لوبډلمشر نوروز منګل ګټلې وه او لومړی ئې توپوهنه ترسره کړه، چي په ټاکلو ۵۰ آورونو کي ئې سکاټلینډ ته د ۲۹۶ منډو هدف وټاکه.
سمیع الله شینواري ۵۲، نورعلي ځدران ۴۵ او محمدنبي بیا ۵۸ منډي د افغان لوبډلي لپاره جوړي کړې وې.
کله چي سکاټلینډۍ لوبډله هدف ته د رسېدو په موخه لوبغالي ته کښته سوه، نو ټاکلو ۵۰ آورنو کي ئې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۰۶ منډي جوړي کړې او د ۸۹ منډو په توپير افغانستان لوبه وګټله.
په هغه لوبه کي د لوبي غوره لوبغاړی محمدنبي عیسی خېل ټاکل سوی وو.
افغان لوبډلي تر دې دمه ۱۲۶ یو ورځنۍ لوبي ترسره کړي، چي له ډلي ئې ۵۹ ګټلي، خو ۶۳ لوبي ئې بیا بایللي دي.
د دې ترڅنګ ئې ۴ ټیسټ لوبو کي دوې ګټلي او دوې ئې بیا بایللي دي.
همدارنګه افغان لوبډلي ۸۱ شل آوریزه لوبي ترسره کړي، چي ۵۵ لوبو کي ئې بریا< خو په ۲۵ لوبو کي ئې بیا ماته خوړلې.
د کرکیټ نړیوالي شورا لخوا د یو ورځنیو لوبو په درجه بندي کي افغانستان لسم، په ټیسټ سیالیو کي هم لسم، خو په شل آوریزه سیالیو کي بیا اتم ځای لري.
نادري: د امریکا نوي وړاندیزونه تر بحث لاندې دي
Advertisements افغان مذاکراتي پلاوی وایي د امریکا نوي وړاندیزونه تر بحث او څېړنو لاندې دي. د افغان حکومت د مذاکراتي پلاوي غړي نادر نادري تازه په خپلو څرګندونو کې دا تایید کړې چې خلیلزاد ورسره ... نور ولولئ
لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي