سپورټ کورنی کرکټ نړیوال کرکټ

د افغان کرکټ لوبډلې راتلونکې لوبلړۍ

د یاران وېب پاڼې ډېری مینوالو پوښتلي دي، چې د افغان لوبډلې راتلونکې لوبې له چا سره او کله دي؟

په دې لیکنه کې به د افغان لوبډلې د راتلونکو سیریزونو، اسیا جام سیالیو، د نړیوال جام غوراوي سیالیو او د راروان نړیوال شل اوریز جام په اړه معلومات ولولئ.

افغان لوبډله د راروانې عیسوي میاشت سپټمبر په ۵ مه نېټه یعنې کابو شل ورځې وروسته له بنګله دېش او زِمبابوې سره لوبې پیلوي.

Afghanistan cricket players celebrate the wicket of Mushfiqur Rahim of Afghanistan during the second T20 cricket match between Afghanistan and Bangladesh in Dehraduni, India, Tuesday, June 5, 2018, (AP Photo/Anupam Nath)

افغان لوبډله به شل ورځې وروسته له بنګله دېش سره د بنګله دېش په کوربتوب د یواځېنۍ ټېسټ لوبې پیل وکړي، دا لوبه په چېټاګانګ ښارکې په ظهور احمد چودري لوبغالي کې ده.

یواځېنۍ ټېسټ لوبه د سپټمبر په ۹ مه نېټه پای ته رسېږي.

د ټېسټ لوبې له پای ته رسېدو ۵ ورځې وروسته د سپټمبر په ۱۴ مه نېټه افغانستان له زِمبابوې سره د درې اړخیز شل اوریز سیریز پرانیسته کوي.

افغان لوبډله او د زِمبابوې لوبډله د سپټمبر په ۱۴ مه نېټه چې د شنبې ورځ سره برابرېږي، لومړۍ شل اوریزه لوبه کوي، دوهمه شل اوریزه لوبه د سپټمبر په ۱۵ مه نېټه د یکشنبې په ورځ د بنګله دېش او افغانستان ترمنځ کېږي.

دریمه شل اوریزه لوبه بیا د زِمبابوې او افغانستان ترمنځ ترسره کېږي، ښایي د دې لوبې نه وړاندې بنګله دېش او زِمبابوې هم شل اوریزه لوبه ولري، چې دا به هم د درې اړخیز سیریز برخه وي.

د سپټمبر په ۲۱ مه نېټه بیا افغان لوبډله له بنګله دېش سره وروستۍ لوبه کوي او سیریز پای ته رسېږي، یعنې افغانستان به له بنګله دېش سره یوه ټېسټ لوبه په یواځې سر ترسره کړي او له هغې وروسته به ۵ شل اوریزې لوبې په درې اړخیزې لوبلړۍ کې د افغانستان، بنګله دېش او زِمبابوې ترمنځ په ګډه ترسره شي.

AFG VS ZIM 2.jpg

په هندوستان کې، د افغانستان او ویسټ انډیز لوبې

له درې اړخیز سیریز ۴۶ ورځې وروسته افغان لوبډله هندوستان ته ځي او هلته به له ویسټ انډیزۍ لوبډلې سره د ۷ لوبو لوبلړۍ پیل کړي.

افغان لوبډله به په خپل کوربتوب د نومبر په ۵ مه نېټه له ویسټ انډیز سره لومړۍ شل اوریزه لوبه وکړي، دوهمه شل اوریزه لوبه به د نومبر په ۷ مه نېټه او دریمه شل اوریزه لوبه به د نومبر په ۹ مه نېټه ترسره کړي؛ دا لوبې ښایي نوي اټل بهاري واچپایي لوبغالي کې ترسره شي، چې د هندوستان په

لک ناو سیمه کې موقیعت لري او تازه افغانستان ته په واک کې ورکړل شوی دی.

له شل اوریزو لوبو ۴ ورځې وروسته افغان لوبډله له مېلمنې ویسټ انډیزۍ لوبډلې سره د دریو یو ورځنیو لوبو لړۍ پیلوي لومړۍ لوبه د نومبر په ۱۳ مه نېټه ، دوهمه لوبه د نومبرپه ۱۶ مه نېټه او دریمه لوبه د  نومبر په ۱۹ مه نېټه کېږي.

د یو ورځنیو لوبو له پای ۹ ورځې وروسته د نومبر په ۲۷ مه نېټه افغان لوبډله، له ویسټ انډیز سره یواځېنۍ ټېسټ لوبه پیلوي او رسمي وخت یې د ډېسمبر په لومړۍ نېټه پای ته رسېږي.

له دې وروسته بیا افغان لوبډله د شل اوریز نړیوال جام او اسیا شل اوریز جام لپاره چمتو والی نیسي.

نړیوال جام د ۲۰۲۰ م کال اکټوبر په ۱۸ مه نېټه په اسټرالیا کې پېلېږي او د نومبر میاشتې تر ۱۵ مې نېټې به دوام وکړي، دې جام کې ټولې ۴۵ لوبې کېږي.

په دې نړیوال جام کې به ۱۶ لوبډلې ولوبېږي، د کرکټ نړیوالې شورا د شل اوریزو لوبو غوره ۹ لوبډلې به له کوالیفای یا غوراوي سیالیو پرته لوبې وکړي او ۸ غوره لوبډلې به سوپر ۱۲ لوبډلو پړاوته مستیماَ داخلې شي، چې افغان لوبډله هم اووم مقام کې ده او که خپل رېنکېنګ تر نړیوال جام وساتي نو مسقیما د دولسو غوره لوبډلو پړاو ته وځي.

د ۲۰۲۰ م کال نړیوال شل اوریز جام لپاره د دوهمه درجه هېوادونو د غوراوي جام سیالۍ د ۲۰۱۹ م کال په اکټوبر او نومبر میاشت کې ترسره کېږي، دې سیالیوکې ۱۴ لوبډلې لوبېږي، چې ۶ به ترې نړیوال جام ته کوالیفای کوي.

د غوراوي جام سیالۍ په عربي متحده اماراتو کې ترسره کېږي.

ښایي بنګله دېش او سریلانکا هم د غوراوي جام سیالیو ته ور واچول شي.

که افغان لوبډله راروان سیریز له بنګله دېش او زِمبابوې وګټي؛ نو په درجه بندۍ به یې لا مثبت تاثیرات وغورځېږي او پرمختګ به وکړي.

د اسیا شل اوریز جام سیالۍ

له نړیوال جام وړاندې په ۲۰۲۰ م کال کې د سپټمبر په میاشت کې اسیا جام ترسره کېږي، دا اسیا جام به شل اوریز وي او د افغانستان په ګډون به پکې ۶ لوبډلې وي، افغانستان، پاکستان، بنګله دېش، هندوستان او سریلانکا پکې له کوالیفای پرته لوبېږي او یوه لوبډله به کوالیفای کوي، کوالیفای جام سیالۍ په مالیزیا کې کېږي.

اسیا جام ۱۴ ځلې ترسره شوی، چې کله شل اوریز او کله هم پنځوس اوریز کېده، خو ۲۰۲۰ م کال کې یې پنځلسم پړاو ترسره کېږي او دا به هم شل اوریز وي، د دې اسیا جام کوربتوب پاکستان کوي.

 

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سمیع الله درانی