د اسیا زړه- استانبول پروسې کنفرانس؛ د افغانستان ملاتړ مهم وبلل شو

راپور: بشر درویش

د اسیا زړه – استانبول پروسې غونډه چې  د هیوادونو لوړپوړو چارواکو په کې ګډون درلود جوړه شوه.
افغان بهرنیو چارو وزارت یوه خبرپاڼه کې ویلي؛ په دې ناسته کې میرویس ناب او خسرو نظري د افغانستان په استازولۍ له افغان بهرنیو چارو وزارته ګډون کړی وو چې دا ناسته د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارتونو د مرستیالانو په ګډ ریاست، د دې بهیر د ملاتړ کوونکو او غړو هیوادونو او سیمه ییزو او نړیوالو سازمانونو د استازو په ګډون، د ویډیو کنفرانس له لارې جوړه شوه.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي همکاریو مرستیال میرویس ناب ګډون والو ته د ښه راغلاست ویلو او د استانبول بهیر د ملاتړ کوونکو هیوادونو او غړو سازمانونو څخه د مننې کولو تر څنګ، د کوویډ ۱۹ ناروغۍ سره د مبارزې او په افغانستان کې د سولې بهیر د بریالیتوب په لاره کې د دې پروسې د غړو هیوادونو ګډه همکاري او همغږي اړینه وبلله.
ښاغلي ناب د افغانستان د سولې بهیر په تړاو د مشورتي لویې جرګې پریکړو ته په اشارې سره، د بندیانو آزادۍ او بشردوستانه اوربند، د اسیا زړه- استانبول پروسې د غړو هیوادونو او له دې بهیر څخه د نړیوالې ټولنې د ملاتړ پر اړتیا او د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو تر منځ د بین الافغاني خبرو پر پیل ټینګار وکړ.

یاد وزارت ویلي؛ د تاجکستان جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال هم د کوویډ ۱۹ ویروس سره د مبارزې او په افغانستان کې د سولې بهیر د بریالیتوب په لاره کې د دې پروسې د ملاتړ کوونکو او غړو هیوادونو او سازمانونو د رول او ګډې همکارۍ په اړه خبرې وکړې، او د افغانستان د سولې له بهیر څخه او د کوید ۱۹ ویروس سره د مبارزې په لاره کې یې د دې پروسې د ملاتړ کوونکو هیوادونو ملاتړ اړین او حیاتي وباله.
د دې ویډیویي غونډې په ترڅ کې، برخه والو د دې پروسې د اعتماد جوړونې د اووه ګونو تدابیرو په اړه هم ویناوې وکړې او د مېرمنو ظرفیتونو د پیاوړي کولو د اعتماد جوړونې تدبیر د ارزښت پر سر چې تر اوسه پورې وروستی شوی نه ده، ټینګار وکړ.
یاد وزارت زیاته کړې؛ د اسیا زړه- استانبول پروسې د بهرنیو چارو وزیرانو د راتلونکي ناستې د اجنډا په تړاو، د سیمې او نړۍ هیوادونو د ملاتړ په ځانګړې توګه د افغانانو په مشرۍ او رهبرۍ د سولې خبرو له پیل څخه د دې پروسې د ملاتړ کوونکو هیوادونو او غړو سازمانونو او د سولې له بهیر څخه د ملاتړ لپاره د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع د لاډیرې پیاوړتیا پر ارزښت، خبرې وکړې او خپل نظرونه یې سره شریک کړل.
باید وویل شي چې دا ناسته هر کال جوړیږي، خو سږکال د کویډ۱۹ ناروغۍ له امله چې په ټوله نړۍ یې اغیز کړی، دا غونډه په انلاین ډول جوړه شوې وه.
 

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




واحد نژند: شاګردان مي هم تر هوتک او مبارز تکړه دي

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

د افغانستان د ازادي مبارزې نامتو او تکړه لوبغاړي واحد نژند په خپلو تازه څرګندونو کې ویلې، چې شاګردان یې هم تر احمدولي هوتک او بازمحمد مبارز تکړه دي. واحد نژند، چې تازه یې روسي ... نور ولولئ