افغانستان سرسکالو سوله سیاست

د اروپايي اتحادیې سفیران: د سولې مذاکره کوونکي پلاوي ټاکل موثر ګام دی، ملاتړ یې کوو

لیکنه: بشر درویش

افغان ولسمشرمحمد اشرف غني پرون مازدیګر په کابل کې استوګن د اروپايي ټولنې غړو هېوادونو سفیرانو سره وکتل او کرونا ویروس سره د مبارزې، د سولې مذاکره کوونکي پلاوي د ټاکلو او له انتخاباتو وروسته یې د سیاسي انکشافاتو په اړه خبرې وکړې.

ارګ یوه خبرپاڼه کې ویلي؛ په دغه کتنه کې چې په چهارچنار ماڼې کې وشوه، د هیواد لومړۍ مېرمن، د جمهوري ریاست مرستیالانو، د اقتصادي او سوداګریزو چارو د پراختیا او بې وزلۍ راکمولو په برخه کې د جمهوررئیس فوق العاده استازي هم حضور درلود.

د حکومت ستایل

ارګ وايي، پيل کې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې سفیر پییر مایوډین د کروناویروس د ننګونو په اړه خبرې وکړې او له دغه ویروس سره د مبارزې په برخه کې یې د افغان حکومت اساسي اقدامات او تدابیر وستایل وې ویل، موږ له دغې پدیدې سره د مبارزې په برخه کې افغان حکومت سره همکارۍ ته چمتو یوو.

یووالي ته اړتیا او سوله

نوموړي د کرونا ویروس، طالبانو سره د مذاکرې او په دې برخه کې شته اندېښنو ته په اشارې وویل، افغانستان د بل هر وخت په پرتله یووالي ته اړتیا لري.

د اروپایي ټولنې سفیر د افغان حکومت له لوري د سولې مذاکره کوونکي پلاوي د ټاکلو هرکلی وکړ او طالبانو سره یې پر مذاکراتو چې د سولې دتامین لامل شي، ټینګار وکړ.

د جمهوریت د بقا هڅې

جمهوررئیس غني په خپلو خبرو کې وویل:

«د لوړې په مراسمو کې او له هغه وروسته یې په ټولو غونډو کې د ټول شموله کابینې پر ایجاد ټینګار کړی. هغه زیاته کړه، زموږ هڅې د جمهوریت د بقا لپاره دي.»

د هیواد جمهوررئیس کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې د حکومت د جدي تدابیرو او د هغو د پایلو د کنټرول لکه د لومړنیو خوراکي توکو د بیو لوړوالي په اړه هم خبرې وکړې.

د سولې پلاوی او مشوره

جمهوررئیس غني د سولې بهیر په ځانګړي ډول د سولې مذاکره کوونکي پلاوي د معرفي کولو په برخه کې د حکومت د تصمیم ګېرۍ په اړه معلومات وړاندې وکړل وې ویل، دغه پلاوی د خلکو او شخصیتونو له بېلابېلو اقشارو، ګوندونو او سیاسي جریانونو سره په یوه سراسري اجماع کې تعیین شوی دی.

د پلاوي ټاکلو اجماع

وروسته د سولې په چارو کې د دولت وزیر عبدالسلام رحیمي او د افغانستان د سولې مذاکره کوونکي پلاوي رئیس معصوم ستانکزي وویل:

«موږ د مذاکره کوونکي پلاوي د ټاکلو په برخه کې اجماع ته د رسېدو په خاطر ټولو سیاسي ډلو، مشرانو، مدنې ټولنې، ځوانانو او ښځو ته مراجعه کړی ده.»

دوی زیاته کړه، د سولې په مذاکره کوونکي ټیم کې د ښځو ونډه او قومي توازن په پام کې نیول شوی چې ټولو شخصیتونو او مطرح لوریو ورسره توافق کړی دی.

احتمالي ګواښونه او مقابله

وروسته د جمهوررئیس لومړي مرستیال امرالله صالح د سولې بهیر په اړه د حکومت د دریځ او هغو احتمالي ګواښونو سره د مقابلې په اړه خبرې وکړې.

کرونا ضد دولتي اقدامات

د اروپايي ټولنې له سفیرانو سره دا ناسته پرون شوې

ور پسې د جمهوري ریاست دویم مرستیال سرور دانش کرونا ویرس سره د مبارزې په برخه کې د حکومت د اقداماتو په اړه په خپلو خبرو کې وویل:

«د عامې روغتیا وزیر په افغانستان کې د دغه ویروس خپرېدو په لومړیو ساعتونو کې خلکو ته معلومات ورکړل او کرونا ویروس سره د مبارزې په خاطر په مرکز او ولایتونو کې اضطراري کمېټه جوړه شوه؛ همدا راز د هیواد جمهوررئیس په هرو دوو ورځو کې په پرلپسې ډول د هغو ولایتونو له والیانو سره چې تر ډېره د کرونا ویروس له ګواښ سره مخ وو خبرې او دغه ویروس سره د مبارزې په اړه یې لازمې لارښوونې وکړې.»

نوموړي د کرونا ویروس خپرېدو د مخنیوي او وقایې په اړه د حکومت برنامې تشریح کړې وې ویل، اطلاع رسول، د اداري ساعتونو تنظیم، له روغتیایي کارکوونکوځانګړی ملاتړ، د جمهوررئیس له لوري د یو شمېر زندانیانو عفوه، په کابل او هرات کې د ځانګړي بندیز وضع کول او د درې اوونیو لپاره د ادارو رخصتول په دغو برنامو کې شاملېږي.

ګمرکونه او ۲۴ خدمتونه

په دغه کتنه کې د اقتصادي او سوداګریزو چارو د پراختیا او بې وزلۍ راکمولو په برخه کې د جمهوررئیس فوق العاده استازي محمدیوسف غضنفر خصوصي سکتور سره په خپلو کتنو کې د خوراکي توکو بیو د کنټرول په اړه معلومات ورکړل وې ویل، بانکي سکتور د همکارۍ ژمنه کړې او د ترانسپورټ سکتور به په بېړنیو حالاتو کې خوراکي توکي په ټاکلي وخت ولسوالیو او کلیو ته ورسوي او د جمهوررئیس د لارښوونې پر بنسټ به ګمرکونه ۲۴ ساعته خدمتونه وړاندې کوي.

د سیاسي اجماع اهمیت

د دغې کتنې په پای کې د اروپايي ټولنې غړو هیوادونو سفیرانو په افغانستان کې سیاسي اجماع ته رسېدل مهم وبلل او پایداره سولې ته د رسېدو په خاطر یې د مذاکره کوونکي پلاوي ټاکنه موثر ګام یاد کړ؛ دوی په بېلابېلو په ځانګړي ډول د پایداره سولې د تامین په برخه کې د خپلو هیوادونو د ملاتړ ډاډ هم ورکړ.

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي

تبصره مو ولیکئ