اپریل 23, 2021

د زیمبابې پر وړاندې پنځو لوبو کې د افغان لوبډلې او لوبغاړو ریکارډونه

لیکنه: محمدصابر حمیدي

 

افغان کرکټ ملې لوبډلې په خپل کوربتوب متحده عربي اماراتو کي د دوو ټیسټ سیالیو لړۍ ترسره کړه، چې په لومړۍ لوبه کې زیمبابې او په دویمه لوبه کې بیا افغانستان بریا خپله کړه.

په دویمه ټیسټ لوبه کې چې افغانستان بریا خپله کړه، شپږ ریکارډونه پکې ثبت کړل شول.

 

 په یاده ټیسټ لوبه کې د افغانستان شپږ ریکارډونه

 

لومړی

 

افغانستان په خپله لومړۍ پاڼۍ کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره ۵۴۵ منډې وکړې او بیا یې زیمبابې لوبډلې ته د توپوهنې چانس ورکړ، چې په دې سره دا د افغانستان په تاریخ کې تر ټولو ډېرې منډې دي، چې یوه پاڼۍ کې یې افغان لوبډله جوړوي.

 

دویم

 

هشمت الله شهیدي د افغانستان لپاره په یاده لوبه کې ۲۰۰ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، چې په دې سره د افغانستان لپاره لومړنی لوبغاړی شو، چې په نړیواله ټیسټ لوبه کې دوې غبرګې سلیزې جوړوې.

 

درېیم

 

د افغانستان لپاره په یاده لوبه کې لوبډلمشر اصغر افغان ۱۶۴ منډې وکړې، چې په دې سره د افغانستان لپاره دویم لوبغاړی شو، چې په نړیواله ټیسټ لوبه کې دومره زیاتې منډې او سلیزه جوړوې.

 

څلورم

 

یاده لوبه کې د ملې لوبډلې دوو نامتو لوبغاړو هشمت الله شهیدي او اصغر افغان د ۳۰۷ منډو ملګرتیا وکړه، چې په دې سره په ټیسټ سیالیو کې د افغانستان لپاره تر ټولو لوړه ملګرتیا ده.

 

پنځم

 

د اصغر او شهیدي د ۳۰۷ منډو ملګرتیا د متحده عربي اماراتو په زید لوبغالي کې تر ټولو لوړه ملګرتیا ده.

 

شپږم

 

د اصغر او شهیدي د ۳۰۷ منډو ملګرتیا په څلورمه ویکټ باندي د ټیسټ لوبو په تاریخ کې اتلسمه لوړه ملګرتیا ده.

 

په شل اوریزه لوبو کې د افغان لوبډلې او لوبغاړو ریکارډونه

 

تر ټیسټ سیالیو وروسته افغان کرکټ ملې لوبډلې د زیمبابې پر وړاندې درې شل اوریزه لوبې ترسره کړې، چې درې واړه افغانستان وګټلې او زیمبابې ته یې درې پر صفر په یاد سریز کې ماتې ورکړه.

افغانستان په لومړۍ لوبه کې په ۴۸، په دویمه لوبه کې په ۴۵ او په درېیمه لوبه کې یې بیا په ۴۷ منډو بریا خپله کړه.

 

لومړی

 

محمدنبي عیسی خېل د دریو شل اوریزه سیالیو په دویمه لوبه کې په زړه‌پوري لوبه ترسره کړه، چې په مټ یې د یادې لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو، په دې سره نبي د نړۍ لومړنی لوبغاړی شو، چې په نړیوالو شل اوریزه سیالیو کې تر ټولو زیات ۱۳ ځلې د لوبې غوره لوبغاړی نومول کیږي.

 

دویم

 

راشدخان د سریز په دویمه لوبه کې خپله ۵۰مه شل اوریزه لوبه ترسره کړه، چې په یادو لوبو کې یې خپلې ویکټې ۹۵ ته ورسولې او تر ملینګا او شاهد افریدي راوروسته د کرکټ په تاریخ کې زیاتې ویکټ اخیستونکی لوبغاړی دی.

 

درېیم

 

د سریز په درېیمه لوبه کې افغان لوبغاړي نجیب الله ځدران په ۳۵ توپونو ۷۲ منډې وکړې، چې په دې سره د هغو افغان لوبغاړو سره په لیست کې شامل شوي، چې ۱۰۰۰ منډې یې بشپړې کړې وې.

 

څلورم

 

افغان کرکټ ملې لوبډلې د اصغر افغان تر رهبرۍ لاندي خپله ۴۲تمه شل اوریزه لوبه هم وګټله، چې په دې سره اصغر افغان د شل اوریزه کرکټ په تاریخ کې لومړنی لوبډلمشر مشر شو، چې لوبډلې ته دومره سیالۍ ورګټي.

 

پنځم

 

اصغر افغان  د اسیایي هېوادونو دریم لوبډلمشر شو چې په شل اوریزو کې له زرو زیاتې منډې کوي، په لومړي او دوهم نمبر ویرات کوهلي او ایم ایس دهوني دي.

 

وروستي مطالب