مارچ 4, 2021

یوه له پامه لویدلې موضوع؛ ولسمشریزې ټاکنې به پرخپل وخت وشي؟

د ټاکنو خپلواک کمیسون ژمنه کړې، چې د راتلونکي لمریزکال د حمل په ۳۱مه به د اساسي قانون مطابق د ولسمشرۍ، ولایتي شوراګانو او ولسوالیو شورا ټاکنې ترسره کړي.
د حکومت مشران هم وخت په وخت پردې ټکي ټینګار کوي. ولسمشرغني خو لا ویلي، چې یوه ورځ هم د اساسي قانون له ورکړي وخت څخه زیات د واک دوام ته لېواله نه دی.
د دې باوجود هره ورځ دا وړاندوینه او اندیښنه جدي کیږي، چې راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې به پر خپل وخت ترسره نه شي.
دلته به ځینې هغه اندیښنې بحث کړو، چې د دغو ټاکنو د ځنډیدو احتمال زیاتوي:
سیاسي کشمکشونه
د پارلماني ټاکنو د پایلو اعلان له شک پرته یو راتلونکی سیاسي کشمکش دی. دې ته په کتو سره، چې هم ټاکنو ستونزې لرلې، هم یې په پایلو کې د سیاسي لاسوهنو ادعاوې جدي دي او هم په طبیعي ډول په ډېرګومان یو شمېر مطرح یا مقتدر سیاستوال په پارلمان کې خپلې څوکۍ بایلي او له دې كبله به د كشمکش جوړولو هڅه کوي، راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې له ستونزو او ځنډ سره مخ کولای شي.
د وخت کموالی
د حمل په ۳۱مه د ولسمشریزو ټاکنو د سرته رسولو ژمنه په داسې وخت لا هم تکراریږي، چې د ټاکنو خپلواک کمیسون د اعلان کړي مهالوېش له مخې د پارلماني ټاکنو د بهیر په مخته وړلو نه دی بریالی شوی.
دغه کمیسون لا د ټاکنو پایلې په هغه ډول یې چې ژمنې کړې وې نه دي اعلان کړي.
که دا پایلې احیاناً په لږ وخت کې اعلان هم کړي، د پایلو پرسر د سیاسي کمشکشونو بحث ته په کتو سره راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته د چمتووالي لازم وخت نه پاتې کیږي.
د کمیسون کم باوري او کم ظرفیتي
د ټاکنو خپلواک کمیسون د کم باورۍ او کم ظرفیتۍ ستونزه هم د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره یوه جدي ستونزه ده.
دا کمیسون د پارلماني ټاکنو په اړه په هغه ډول چې لازمه وه د خلکو او سیاسي ډلو اعتبار خپل نه کړای شو او ځان یې په کافي اندازه باظرفیت ثابت نه کړ.
ځينو سیاسي ګوندونو خو لا خبرداری ورکړی، چې د پارلماني ټاکنو پایلو ته په کتو سره به پر دې پریکړه کوي، چې آیا موجوده کمیسون دې ولسمشریزې ټاکنې هم ترسره کړي که نه؟
سوله او د پردې ترشا مسایل
د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو له چمتووالي سره لیدل کیږي، چې له وسله والو طالبانوسره دسولې هڅې هم روانې دي.
په ځینو راپورونو کې چې وروسته رد هم شول، ویل شوي چې وسله وال طالبان یا امریکا متحده ایالات د ولسمشریزو ټاکنو د ځنډیدو پلوي کوي.
د ټاکنو کمیسون هم دا مسئله رد کړې، خو د کارونو له ناچټکوالي څخه یې داسې بریښي چې ممکن د پردې ترشا همداسې کومه مسئله موجوده وي.
ګومان کیږي، چې د سولې مسئله به هم په مرموزه توګه د راتلونکو ټاکنو امادګي متضرره کړې وي.
امنیتي اندیښنې
د موسم او اقلیم له مخې هم د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو د ترسره کیدو اعلان شوې نېټه د اندیښنې وړ ګڼل کیږي.
په اعلان شوې موده یانې پسرلي کې معمولاً د هوا د ښه والي له مخې د دولت د وسله والو مخالفینو تحرکات د نورو وختونو په پرتله زیات وي.
پایله
د راتلونکو ټاکنو په اړه بحثونه له لویه سره په هغسې جدیت، چې باید ترسره شي نه لیدل کیږي.
د حکومت مخالف سیاسي جریانونه، چې ترډېره پر اعلان شوې دغې نېټې د ټاکنو لپاره په ټیم جوړولو او نورو هڅو بوخت دي، دې مسئلې ته یې دومره پام نشته.
لازمه ده، چې حکومت، د ټاکنو کمیسونونونه، سیاسي ګوندونه او فعالان، مدني ټولنې، د ټاکنو د څار بنسټونه او نړیواله ټولنه ټول په دې اړه منظم بحثونه، مشورې او مشترکې ارزونې ولري.
د داسې فضا موجودیت سرله اوسه د راتلونکو ټاکنو د ځنډ او یا نورو اړوندو اندیښنو په حلولو کې مرسته کولای شي.
خو که اوس دا مسئله جدي ونه ګڼل شي، په راتلونکې کې به یې ناندرۍ جدي او حلول به یې اسانه نه وي.