لیکنه: عبدالله عادل
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلي ویکټ ساتونکي توپ وهونکي افسرځاځي باور ښودلی چي دا اسیايي لوبډله دا امکانات او وړتیا لري چي د ټسټ کرکټ په ساحه کي یو تاٍثیر وغورځوي.د راشد خان په لوبډلمشرۍ د افغانستان لوبډله دا مهال د بنګلدېش پر وړاندي د یو تاریخي بریا په لور روانه ده چي د افغانستان د ۳۹۸ منډو پوره کولو په هڅه کي د بنګلدېش په ۱۳۶ منډو کي شپږ لوبغاړي اوټ سوي.
د لوبي په لومړي انننګز کي رحمت شاه سلیزه جوړه کړه او ورسره ځوان لوبغاړي ابراهیم ځدران په دوهم پاڼۍ کي ۸۷ منډي جوړي کړې ، او د توپ اچوني په برخه کي د افغانستان ورو توپ اچونکو راشد خان ، محمدنبي او ظاهر خان له بنګلدېشي توپ وهونکو لار ورکه کړې.
افسرځاځي تېره ورځ له کریک بز سایټ سره په خبرو کي ویلي :
”باوري اوسئ، موږ خوشبینه یو چي یو ټسټ هیواد یو . موږ په کوردننه ښه استعدادونه لرو. موږ په کورني کرکټ کي د فرسټ کلاس لوبي کړي ، او هلته بااستعداده توپ وهونکي او توپ اچونکي سته ، زموږ راتلونکی ښه دی. “
افغانستان همدارنګه د بېلابیلو کرکټ بڼو لپاره بېلابیل لوبغاړي اخیستي ، پدې اړه ځاځی وايي:
”زما په نظر دا ښه ده چي بېلابیلو فرمټو (کرکټ بڼو) ته بېلابېل لوبغاړي ولرې . په ځانګړي ډول ټسټ ته ، ته باید چي ډېر لوبغاړي ولرې . ځکه موږ په دغه فارمټ کي نوي یو ، موږ اړتیا لرو چي په خپلو مهارتونو سخت کار وکړو. “
افغان لوبډله د هند په دهرادون کي له ۲۰۱۸ کال څخه تمرینات ترسره کوي. ویکټ ساتونکی افسر فکر کوي چي هلته ورته تمرینات ګټور ثابت کیږي .
”په هند کي تمرینات په طبیعي ډول زموږ سره مرسته کوي .د اسیا په اب وهوا کي موږ خطرناکه لوبډله یو . موږ پیاوړي ورو توپ اچونکي لرو او موږ په دا ورځو کي د توپ وهني په شعبه کي پرمختګ کړی . “
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلي مخکني لوبډلمشر د لوبډلي سره د خپلو تجربو او مهارتونو په شریکولو سره د توپ وهوني په ښه کېدو کي مهم رول لوبولی .
”زما په نظر توپیر دادی چي موږ ښه توپ وهنه وکړه. موږ د امادګیو پر مهال سخت کوښښ کړی . زموږ د روزوني ډلګۍ په ځانګړي ډول زموږ د توپ وهني روزونکي ، پخواني لوبډلمشر نوروز منګل زموږ سره ډېر کار کړی او موږ ته یې ډېر ډاډ راکړی. “
افسر همدا ډول زیاته کړې چي د بنګلدېش خلاف د یواځنۍ لوبي بریا به دوی ته ډېر ګټوره واوسي. او دا به ثابته کړي چي افغانستان یواځي په یو ورځنیو او شل اوریزو لوبو کي وړتیا نلري بلکي په اوږډ فارمټ (ټسټ) کي هم پیاوړی دی.
”دا په دې معنا چي باید ډېر رښتني واوسو . په تېره ټسټ لوبه کي موږ د ایرلینډ خلاف ولوبيدو او موږ هلته دا ثابته کړه چي موږ ټسټ کرکټ کولای سو ، زما په نظر دا شل اوریزو او یو ورځنیو ته په پرتلې زموږ لپاره ډېره مهم دی. موږ د خپل لباس بدلولو په ځای (ډریسینګ روم) کي په دې اړه خبري کړي چي دا لوبه موږ ته ډېره مهمه ده دا ځکه چي موږ غواړه دا ثابته کړو چي موږ ټسټ کرکټ کولای سو. “
ژباړه!