هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
ژوند او ژواک

د سیالۍ ډګر افغانستان، پاکستان او د لویو قدرتونو مثلث!

لیکوال: نقیب الله مفکر
نږدې څلور لسیزې افغانستان د پردۍ جګړې په اور کې سوزي.

کله چې امریکا پر ویتنام پوځي یرغل وکړ او هلته یې خپل پوځونه ځای پر ځای کړل؛ پخواني شوروي اتحاد ته په ویتنام کې د امریکا پر وړاندې د لاسوهنې موکه برابره او د امریکا د کمزورې کیدا او د ویتنام په جګړه کې امریکا ته د ماتې ورکولو په تکل یې پېڅې رابډوهلې او بلاخره د شوروي اتحاد په پرله پسې هڅو امریکا په ویتنام کې ماته شوه، ګڼ شمېر عسکر یې تلف او ګڼ مالي تاوانونه یې ولیدل.

لیکوال: نقیب الله مفکر

له هماغې نېټې راورسته امریکا له شوروي اتحاد څخه د خپل غچ اخیستلو په فکر کې شوه.

کله چې د وخت شوروي اتحاد پر افغانستان یرغل وکړ او امریکا یې د تخریب لپاره د پښو په سر ناسته وه، له همدې ځایه یعنې ۱۳۵۷ ه-ش کال د مرغومې شپږمه په افغانستان کې د پردیو خطرناکې لوبې پیل شوې.

په افغانستان د سره پوځ له یرغل سره سم د افغانانو د کړاونو، ځورونو، بدمرغیو او د ویر او ماتم ورځې پیل شوې.

د پخواني شوروي اتحاد له یرغل سره سم په افغانستان کې د ګاونډیو او نورو هېوادونو په تېره بیا د پاکستان او ایران لاسوهنې پيل شوې او ددوی شومو طرحو عملي کولو لپاره ورته زمینه برابره شوه.

کله چې خلق او پرچم ګوندونو د شوروي اتحاد په ملاتړ د کابل واکمني لاندې کړه او په هېواد کې ګډوډي او خپل سري شروع شوه، زیات افغانان پاکستان ته په هجرت مجبور شول، همدغه وضعه په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره ددې سبب شوه، چې پاکستان د افغانستان دننه نفوذ وکړي او په دې سره د جهاد د ملاتړ په نامه پاکستان د خپلو راتلونکیو ستراتیژیکو اهدافو لپاره پانګونه پیل کړه.

شوروي اتحاد پر وړاندې د جهادي ډلو جوړیدل او پر یوه زعامت نه راټولېدل، ټول د یوې ستراتیژۍ له مخې و، چې اسلام اباد نه غوښتل افغان ولس د یوه پياوړي زعامت او مشرۍ خاوند شي.

د افغان ولس جهاد د دوو بلاکونو د تاوده ټکر سبب شو، یوه لوري ته ښکاره د نړیوالو قوانینو او اصولو خلاف یرغل او تیری شوی وو، خو بل لور ته د افغان جهاد د ملاتړ په نامه دومره لاسونه هېواد ته راننوتل، چې شومې پایلې یې نن هر افغان احساسولای شي.

پاکستان د جهاد د جبهې د اصلي محور حیثیت غوره کړ، امریکا د سي آی اې له لارې د پاکستان د پوځ او استخباراتو په لاس له افغان جهادیانو سره ملاتړ پیل کړ؛ دې هېواد په سیمه کې د امریکا د متحد حیثیت غوره کړ او همدې حالت نه یې د یوې نوې ستراتیژۍ بنسټ کېښودل شو، چې تر ډیره بریده تر ننه دوام لري.

د افغان ولس جهاد او مبارزه د خپل هېواد د ساتنې او ژغورنې لپاره و، خو نړیوالو مرستندویو هر یوه دلته خپلې موخې درلودې.

له پخواني شوروي نه د افغانستان ژغورل د عصر معجزه بلل شوې ده.

امریکا، روسیه، پاکستان، هندوستان، ایران، چین، انګلستان، ترکیه، ملګري ملتونه او ناټو هغه هېوادونه او نړیوال سازمانونه دي، چې د افغانستان په قضایاو کې په یو ډول نه یو ډول دښیل دي او دوی د افغانستان وضعیت له نږدې څاري.

پاکستان چې د افغانستان په ګاونډ کې پروت دی او په سیمه کې د انګریزانو او غربیانو لخوا د ځانګړو موخو او اهدافو لپاره رامنځته شوی، د افغانستان د روانو نا امنیو لوی عامل دی.

په هغه وخت کې افغانستان یواځینی هېواد و، چې پاکستان یې په رسمیت ونه پيژانده.

د پاکستان او افغانستان ترمنځ یو اصلي لانجه د ډیورنډ کرښه ده، چې پرځای پاتې ده.

د پاکستان په رسمیت نه پيژندلو کې هم اصلآ همدغه مسئله وه، چې افغان لوري د خپلې خاورې یوه برخه د بل هېواد د قلمرو په برخه په رسمیت نشوای پيژندلای.

د افغانستان یوه حکومت هم ددې کرښې له پیل ۱۸۹۳ زیږدیز کال نه تر اوسه پورې په رسمیت نه ده پیژندلې.

پاکستان تل هڅه کړې چې افغانستان وځپي او سر جګولو ته یې پرېنږدي.

له ۲۰۰۱ کال راهیسې پاکستان په خپل هېواد کې ترهګر روزلي او افغانستان ته یې راستولي، چې همدغې بدمرغې ترهګرۍ زمونږ په زرهاو افغانان شهیدان کړل، چې پاکستان د خپل وحشیانه سیاست په کارولو سره ددې مرګونو ستر عامل دی او ممکن د پاکستان دغه سیاست د همدې لپاره وي، چې افغانستان همداسې په ټیټ حالت کې وساتل شي تر څو د ډیورنډ د مسئلې د حل غوښتنه ونکړي.

پاکستان تل په خپل هېواد کې د افغان مهاجرو له شتون او له دوی څخه سوئ استفاده کړې او د افغان حکومت پر وړاندې یې د یوې وسیلې په توګه ترې کار اخیستی.

د افغان تاجرانو د اموالو د لېږد رالېږد په برخه کې به هم پاکستان ستونزې جوړولې او افغان تاجرانو ته به یې لوړ مالي تاوانونه اړول.

له نېکمرغه افغان ولسمشر محمد اشرف غني په دې ورستیو کې افغانستان د پاکستان له دې انحصاري سیاست څخه خلاص او د افغان تاجرانو د اموالو د ترانیزیت په برخه کې یې نسبي بدیلې لارې رامنځ ته کړې چې یو ښه مثال یې د ایران د چابهار بندر دی.

تر څنګ یې د پاکستاني پوځ لخوا د افغان مهاجرو د زورونې او دردونې په مقابل کې هلته د افغان سفارت لخوا او دلته په افغانستان کې په ټولنیزو رسنیو کې د افغانانو لخوا د خپل وطن ګل وطن تر عنوان لاندې یو سراسري کمپاین په لاره واچول شو او د همدې کمپاین په پایله کې ګڼ شمېر افغانان خپل هېواد ته راستانه شول او ددوی د راتګ دا لړۍ لا هم روانه ده؛ نو په دې سره افغان ولسمشر د پاکستان دا افزاري استفاده هم تر یوه حده دفعه کړه.

پاکستان په افغانستان کې له هند سره هم خپله دښمني پالي او دلته وخت ناوخته د هند پر سیاسي نمایندګیو بریدونه کوي، چې په پایله کې یې زمونږ بې ګناه افغانان ښکار ګرځي او د دوی د لوبو په نتیجه کې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

افغان طالبان، چې دلته په افغانستان کې په جګړه کې فعاله ونډه لري، مراکز یې په پاکستان کې دي او د پاکستان د څارګرې ادارې په اشارو په افغانستان کې بریدونه کوي.

نه یواځې طالبان بلکې القاعده، د حقاني شبکه او ورته نورې ډلې هم له پاکستانه تغذیه کیږی او په افغانستان کې بریدونه کوي.

پاکستان په نړیواله کچه د ترهګرو د پټنځای په توګه پیژندل کیږي، ځکه د القاعده شبکې مشر اسامه بن لادن د پاکستان په زړه، ایبټ اباد کې د امریکا د ځانګړو ځواکونو لخوا ووژل شو.

په ټوله کې پاکستان نه یواځې دا چې له افغانستان سره خپله دښمني مخته وړي، بلکې له هند او نورو هېوادونو سره هم خپلې لوبې دلته په افغانستان کې مخته وړي او دا ځای یې د جګړې د ډګر په شکل تود ساتلی او د دې هېواد دا نا مشروع لوبې د افغانانو پر بې ګناه قتلونو تمامیږي او هره ورځ مو په کورنو کې ویر او ماتم د همدوی له لاسه جوړ وي.

بل اړخ امریکا ده چې په افغانستان کې د ښکېلو هېوادونو په سر کې راځي.

امریکا ‌د شوروي اتحاد له ړنګېدو وروسته د نړۍ د یواځیني ځواک په توګه ځان راڅرګند کړ، چې د نړۍ له طبیعي زیرمو نیولې تر د راتلونکو احتمالي ځواکونو تر لاسته راوړو او راقابو کولو پورې یې پراخ پلان تر لاس لاندې وو، چې د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د ۱۱مې له بریدونو سره سم ددې پلان پر عملي کولو لاس پورې شو.

په افغانستان یې پوځي یرغل وکړ، ظاهرآ دوی ویل چې دلته د ترهګرۍ د ځپلو لپاره راغلي، ولې د پردې تر شا نور ډیر څه وو، چې د وخت په تېریدو راښکاره شول لکه:

د منځنۍ اسیا او منځني ختیځ د تیلو، غازو او نورو طبیعي زیرمو تر لاسه کول، چې د امریکا د راتلونکو کلونو د انرژۍ اړتیاوې پوره کړي.

د روسیې کلابندي، چې دا هېواد د امریکا له سر سختو حریفانو شمېرل کیږي او په دې ورستیو کې یې خپلمنځي اختلافاتو لا پسې زور اخیستی، په ځانګړې ډول د سوریې د جګړې اړوندو موضوعاتو کې سره ښکر په ښکر دي، په ترکیه کې د روسیې د سفیر وژل هغه بله موضوع ده چې اټکل کیږي دا کار به امریکا ترسره کړی وي او بله موضوع چې اوس اوس ناندریزه شوې هغه هم د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې د دغه هېواد لخوا پر روسیې د لاسوهنو تورونه او همدارنګه دلته په افغانستان کې د طالبانو سره اړیکې او د طالبانو د مشر سفر روسیې ته، هغه څه دي، چې ددوئ سیالي یې لاپسې ګرمه کړې.
د چین کلا بندي او ددوی د ودې مخنیوی، چې اوس مهال د امریکا اقتصادي سیال دی.

د روسیې د پراختیا او بیا پر یوه لوی ځواک د بدلیدو مخه نیول، تر څنګ یې د ایران پاکستان او هند اټومي ځواکونه راقابو کول او دوی تر څار او کنټرول لاندې نیول په ځانګړې ډول ایران چې خپلمنځي اړیکې یې خورا ترینګلې دي.

امریکا هغه هېواد دی، چې د افغانستان او سیمې د لوبو ستر لوبغاړی دی او د خپلو ګتو د لاسته راوړلو لپاره له هر ډول لارو استفاده کوي.

بل هېواد انګلستان دی، دا هېواد چې په سیمه کې له پاکستان سره ژورې اړیکې لری او د امریکا ستراتیژیک متحد دی، د سیمې یو بل لوبغاړی دی.

که څه هم انګلستان د امریکا ستراتیژیک ملګری دی، خو بیا هم انګلستان په سیمه کې ځانګړې موخې لري او له امریکا سره د ملګرتیا ترڅنګ خپل اهداف هم تعقیبوي.

انګلستان په افغانستان کې د ناټو ماموریت په چوکاټ کې له امریکا وروسته ډیر سرتیري لري.

زمونږ په ګاونډ کې ایران هغه بل هېواد دی، چې په افغانستان کې پراخې لاسوهنې کوي، ښایي په فرهنګي ساحه کې نن د ایران لاسوهنې تر لویديځو هېوادونو هم زیاتې وي.

ایران تل هڅه کړې، چې د فارسي ژبې ویونه دري ژبې ته را ګډ کړي او ددې کار لپاره یې ډیره پانګونه هم کړې او تر ډیره خپل دې شوم هدف ته د رسېدو په لار کې بریالی هم دی.

دننه په افغانستان کې ایران خپلې کړۍ لري، چې د دوی د ګټو لپاره کار کوي.

ایران په افغانستان کې له خپلو شیعه ډلو سره مذهبي اړیکې پالي او ددوی په ملاتړ وخت ناوخته غږ هم پورته کوي.

په دې وروستیو کې داسې مستند رپوټونه هم خپاره شول، چې لیدل کیږي ایران شیعه مذهبي افغانان د سوریې جنګ ته جذبوي او د یو څو روپو په مقابل او د مذهبي اړیکو د لرلو په تشویق یې دغه جګړې ته بیایي.

پر مذهب، فرهنګي او تاریخي اړخونو سربېره ایران د افغانستان د اوبو له ډیری برخې وړیا ګته پورته کوي، چې په دې برخه کې هم له افغانستان سره اختلافات لري.

ایران تل هغه پروژې چې د افغانستان د اوبو د کنټرول لپاره وضع کیږي، ننګولي او د وسله والو پر مټ په دا ډول پروژو بریدونه کوي او نه پریږدي، چې د افغانستان مفته اوبه دې له دوی څوک واړوي.

ایران سره د اوبو په برخه کې د وخت د شاهي نظام صدراعظم محمد موسی شفیق یو تړون هم لاسلیک کړی و، چې په دغه تړون کې د افغانستان او ایران ترمنځ د اوبو د مسئلې د حل مهم مسایل رانغاړل شوي و، خو د وخت ناخوالو د دغه تړون عملي کیدا ته فرصت ورنکړ او تړون همداسې په خپل ځای پاتې شو.

د محمد موسی شفیق په تړاو په پلازمېنه کابل کې څو ورځې وړاندې یو نړیوال علمي سیمینار جوړ شوی و، چې د نړۍ د ګڼ شمېر علمي شخصیتونو، لیکوالانو او د نظر د خاوندانو لخوا په کې ګډون شوی و، په دغه کنفراس کې افغان ولسشمر محمد اشرف غني ژمنه وکړه، چې له ایران سره د اوبو د ستونزې په برخه کې به د محمد موسی شفیق تړون یو ځل بیا تازه کیږي او دغه تړون به عملي جنبه غوره کوي.

د محمد اشرف غني دې ژمنې د خلکو په زړونو کې بیا د اوبو پر سر ستونزې د هواري هیلې وټوکولې او په دغه برخه کې ترې ډیره تمه هم کیږي، چې د علمي شخصیت ارواښاد موسی شفیق پر پل قدم کیږدي او دغه منازعه د افغانانو په خیر پای ته ورسوي.

چین هم په سیمه کې د افغانستان پر قضایاو کې یو فعال دښیل هېواد دی.

چین د نړۍ هغه هېواد دی چې، نفوس یې تر یو ملیارد اوړي.

چین په نړیواله کچه د یو لوی نړیوال اقتصادي ځواک په توګه د نړۍ د هېوادونو په منځ کې مطرح هېواد دی او د چین صنعت نن ورځ په ټوله نړۍ خپور دی.

د شانګهای سازمان، چې چین یې موسس غړی دی، ظاهرآ د منځنۍ اسیا هېوادونو ته د ترهګرۍ د څپې د نفوذ د مخنیوي لپاره جوړ شوی او افغانستان په دغه سازمان کې د څارونکې غړي په صفت ورګډ دی.

چین په افغانستان او سیمه کې د امریکا او ناټو ځواکونو شتون خپلو ګټو ته جدي ګواښ ګڼي.

د اویغور د مسلمان ایالت دننه یو لړ نا امنیو ته لمن وهل کیږي، چې د چین ورته اندیښنه ده.

داسې انګېرنې دي، چې د اویغور د اسلامي غورځنګ تر شا امریکا ولاړه ده او د دوی د ملاتړ ډاډ څرګندوي.

د سیاسي څیړونکو په اند د اویغور جنګیالیو رامنځ ته کول د امریکا پروژه ده او غواړي، چې د همدوی پر مټ چین کلابند او کمزوری کړي.

چین ددې لپاره چې د خپل هېواد امنیت یې په ښه ډول ساتلی وي، د افغانستان وضعیت په جدیت څاري او د افغانستان اړوند ځینو موضوعاتو کې ګډون هم کوي.

ښه بیلګه یې له طالبانو سره د سولې په تړاو په تېرو خبرو کې د چین ګډون و، چې په دې سره یې هغه هېوادونو ته چې د چین سیالان دي، دا څرګنده کړه چې دوئ هم غلي نه دي ناست او د افغانستان او سیمې وضعیت له نږدې او په دقت څاري.

بله هېواد هند دی، هند چې په دې ورستیو کې د سیمې یو له اقتصادي قدرتونو څخه ګڼل کیږي هم د افغانستان په روانو موضوعاتو او سیاستونو بې غوره نه دی او هند عملآ د افغانستان په قضایاو کې ښکېل دی.

هند چې له پاکستان سره دښمني لري او پاکستان د ځان پر وړاندې یو ګواښ ګڼي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ستونزو په رامنځ ته کیدو کې د افغانستان څنګ نیسي او د افغانستان ملاتړ کوي.

هند په افغانستان کې د ډیرو عام المنفعه پروژو تمویولونکی دی، چې په دې ورستیو کې یې ښه بیلګه د سلمان بند رغول او ګټې اخیستنې ته سپارل دي.

د هند او پاکستان پر سیاسي دفاترو وخت ناوخت بریدونه او یو پر بل یې پړه اچول هغه څه څرګندوي، چې ددوی له لوبو هم افغانستان په امن کې نه دی.

په ټوله کې افغانستان د نړۍ د هېوادونو د لوبو ډګر دی او ددوئ د دغه لوبو قیمت بې ګناه افغانان پرې کوي.

هره ورځ دلته بمونه وي، چاودنې وي، وژنې وي، قتلونه وي او ګڼې نورې ناروا کړنې وي، چې د نړیوالو لخوا د خپلو منافعو د تامین لپار ترسره کیږي او بې ګناه افغانان یې قرباني ورکوي.

له بده مرغه افغان حکومت ددې ظرفیت نه لري چې د نړیوالو د روانو لوبو مخه ونیسي.

زمونږ د حکومت دننه خپلمنځۍ ناندرۍ هم هغه څه دي، چې حکومتوالي یې له ستونزو سره مخ کړې او خلکو ته په ښه شکل خدمات نه شي وړاندې کولای.

په دې هیله چې په هېواد کې مو روانې نارواوې پای ومومي او افغانستان د نړۍ د پرمختللو هېوادونو ترڅنګ ودریږي او نور د پردیو له لوبو او ظلمونو خلاصی ومومو.

او همدې ارمان ته د رسېدو لپاره چې افغانان سره یو موټی شي، ګډ کار وکړي، وګړي مو د پوهې د ترلاسه کولو لپاره هڅه وکړي؛ نو هله امېد شته چې دې هدف ته ورسیږو.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
/* ]]> */