افغانستان اقتصاد سرسکالو سیاست نړۍ

غني: موږ له نړیوالو خیرات نه, له نړۍ سره پیوستون غواړو

راپور: مليحه ناصري

ولسمشر محمد اشرف غني د جینیوا غونډې په پیلیزه کې د افغانستان د وټه ییزې (اقتصادي) ودې د تګلارو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې: ” موږ له نړیوالو خیریه مرستې نه, له نړۍ سره پیوستون غواړو”.

جینیوا غونډه د نومبر پر ۲۳مه, د دوشنبې پر ورځ, د ۷۰ هېوادونو او ۳۰ نړیوالو سازمانونو په ګډون, د حنیف اتمر په خبرو پیل شوه او پروت پای ته ورسېده.

دا ناسته رسماً د ( تلپاتې سولې راوستلو) په اړه پیل شوه. د دې غونډې مشري (حنیف اتمر) او د ناورین د مدیریت لپاره د اروپا کمیشنر (یانز لینارچېچ) ته ورسپارل شوی و.

ښاغلي غني هم د سولې اړوند د خبرو په ترڅ کې وویل چې افغانستان کې د تلپاتې سولې په اړه یوې پیاوړې سیمه ییزې اجماع ته اړتیا ده.

هغه وویل:

” هغه تاوتریخوالی چې زموږ خلک ترې ځورېږي, د زغملو وړ نه دی. د سولې د تضمین او د سیاسي ثبات, د ترهګریزو شبکو د ګواښونو د له منځه وړلو, د نورو سیمه ییزو ګواښونو او جنایي سازمانونو د کنټرول لپاره باید نړیواله ټولنه له افغانستان سره مرسته وکړي… موخه مو دا ده چې په ترانزیتي مرکز بدل او پر خپل ځان بسیا شو. د دې کار لپاره موږ د نړیوالې ټولنې همکارۍ ته اړتیا لرو”.

ولسمشر ټینګار وکړ چې ډیموکراټیک او با ثباته افغانستان د سیمې او نړۍ هېوادونو ته ارزښتناکه دی.

د ۲۰۲۰ز په غونډه کې, د افغانستان لپاره د راتلونکو څلورو کلونو , د مرستندویو هېوادونو سیاسي ملاتړ او مالي ژمنې څرګندې شوې چې شا او خوا دیارلس میلیارده ډالر مرستې مرستو ژمنې وشوې.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ملیحه ناصري

ملیحه ناصري د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو د پوهنځي پښتو څانګه لوستې. پر ادبي، کلتوري او ټولنیزو مسلو د یاران میډیا لپاره لیکنې کوي. دلته د ملیحه ناصري د خپروشویو لیکنو د بیا خپراوي حق یاران میډیا سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ