نړيوال بانک د یوې اعلاميې په خپرولو سره له افغانستان سره د ۸۵میلیون ډالرو مرستې اعلان وکړ.
د نړيوال بانک په اعلامیې کې چې د دوشنبې پر ورځ د ليندۍ پر ۲۲مه خپره شوه، راغلي دي چې دغه مرستې د ۳۹۳میلیون ډالرو مرستو يوه برخه ده چې نړيوال بانک یې افغانستان ته د بیارغونې مرستو په توګه ورکوي او دغه مرستې به د کورونا په لمنځه وړلو، پاکو اوبو ته د لاسرسي، د روغتیا او ټولګټو برخو د پياوړي کولو لپاره مصرفېږی.
په افغانستان کې د کورونا وایروس خپرېدل، د ډېرو اقتصادي او ټولنيزو ستونزو د رامنځته کېدو لامل شوی. دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان وګړي د کورونا وایروس د خپرېدو ترڅنګ له جګړې سره هم مخ دي، د ډېری کورنيو ژوند په ورځني مزد ولاړ دی، د څښلو پاکو اوبو ته لږ او یا بېخي لاسرسی نه لري، روغتیا او روغتيايي چوپړتیاوو ته هم لاسرسی نه لري.
نړيوال بانک لیکلي دي، چې د دغو مالي مرستو ۵۰ میلیون ډالره د نړيوالې پرمختيايي ادارې له خوا په افغانستان کې د پاکو اوبو د چمتو کولو، روغتیا او د بیارغونې د ملاتړ لپاره ځانګړې شوې دي.
د دغې اعلاميې له مخې د دغو مالي مرستو مجموعه د افغانستان د بیارغونې د کڅوړې ۱۵۰میلیون ډالرو مرستو په ګډون ۲۰۰میلیون ډالرو ته رسېږي.
همدارنګه ۳۵میلیون ډالره مالي مرستې د نړيوالې پرمختيايي ادارې له خوا د ولسي تړون د ملي پروګرام لپاره ځانګړې شوې دي. د دغو مالي مرستو مجموعه ۱۹۳میلیون ډالرو ته رسېږي چې ۱۵۸میلیون ډالره یې د افغانستان د بیارغونې کڅوړې له خوا ورکول کېږي.
باید وویل شي چې د افغانستان د روغتیا وزارت د اطلاعاتو پر بنسټ تر دې مهاله په افغانستان کې ۴۸۹۵۲ کورونایې ناروغان په رسمي ډول ثبت شوي دي.
مصر کې ۳۰ کلن دود راژوندی کړل شو؛ روژماتي او ماښامي لپاره خلک په توپونو خبروي
Advertisements د صلاالدین ایوبي کلا توپونه وروسته له ٣٠ کلونو د روژه ماتي او پیشلمي د اعلان لپاره بیا چمتو شول. په روژه کې د توپونو پخوانیو کلونو کې د مصر په ګډون په ډیری ... نور ولولئ
لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي