افغانستان اقتصاد ټولنیز ژوند ژوند بڼه سیاست

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت او د ښځو لاسي کارونه

د ځينو شمیرو له مخه د افغانستان ۲۰ سلنه ښځې د خپلو کورنیو د اقتصادي غوړیدا په برخه کې مرسته کوي چې ډیری یې په لاسي کارونو بوختې دي.

خو ګڼې میرمنې وايي چې لاسي کارونه یې تود بازار نه لري او لامل یې دا په ګوته کوي چې یو شمیر سوداګر د ټيټ کیفیت او ارزانه بیې توکي په بهرنیو هیوادونو کې چمتو کوي او بیا یې واردوي چې دا چاره ددوی د تولیداتو بازار ننګوي.

د افغانستان لاسي صنایع چې یو مهال د دغه هیواد د شاهانو د میلمستونونو پسول او سینګار و اوس یې خپل پخوانی ځای له لاسه ورکړی خو بیا هم د کورنیو د اقتصادي غوړیدا په برخه کې اغیزناک رول لري.

اوس هم که د افغانستان په ښارونو بازارونو کې وکتل شي د افغانستان لاسي صنایع په کې تر سترګو کیږي چې ددغه هیواد د لرغوني کلتور استازیتوب کوي.
لاسي صنایع هغو کارونو ته ویل کیږي چې ښکلایز توکي په لاس سره په کې کارول کیږي.

د افغانستان ګڼ لاسي صنایع اوس په بهر کې د افغان کډوالو او بهرنیو وګړو له خوا هم پیرل کیږي.

د لاسي صنایعو شتون د ګرځندوی او سیلانیتوب له صنعت سره هم مرسته کوي بهرني ګرځندویان هڅوي چې د لاسي کارونو د لیدلو او پیرلو لپاره بیلو سیمو ته سفرونه وکړي.

دا چې د افغانستان دا لرغونی صنعت ورک نه شي د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د بیلابیلو پروژو له لارې له افغان میرمنو سره مرسته کوي چې لاسي صنایع تولید کړي، همدا راز دغه وزارت د دغو صنایعو د بازار موندنې په موخه وخت په وخت په بیلو ولایتونو کې نندارتونونه هم جوړوي، او موخه یې داده چې له یوه پلوه د افغان میرمنو د اقتصادي غوړیدا په موخه دغه توکي پیریدونکو ته وروپیژندل شي او له بلې ډډې د هیواد لرغونی کلتور له مرګه وژغورل شي او د نوي وخت له نوښتونو سره یو ځای خپل ژوندانه ته ادامه ورکړي.

لیټاکا پروژه

لیټاکا د افغانستان او تاجکستان حکومتونو ګډه پرمختیايي او اقتصادي پروژه ده چې د ملګرو ملتونو د پرمختیایي پروګرام) (UNDP، افغانستان حکومت او د تاجکستان له لوري له لوري د دریو کلونو لپاره یانې له ۲۰۱۸ م کاله د ۲۰۲۰ م کال تر پایه پورې په ګډه د دواړو هېوادونو په سرحدي سېمو کې پلې شوه اوس دا پروژه د ۴ نورو کلونو لپاره وغځیده . یاده پروژه د جاپان د نړیوالې همکارۍ دفتر (JICA) او د ملګرو ملتونو پرمختیایي پروګرام له خوا تمویلیږي، چې د تیر پړاو ټول لګښت یې ۱۰،۷ ميليونه ډالرو ته رسیږي.

لیټاکا پروګرام د افغانستان په شپږو ولسوالیو ( د بدخشان په شهر بزرګ، د تخار ولایت په چاه اب، ینګي قلعه، او دشت قلعه، د کندز ولایت په امام صاحب او د بلخ ولایت په خلم ولسوالیو کې ) همدا راز د تاجکستان د ختلان ولایت په ( شارتز، قبادیان، جیحون، دوستي، پنج، شمس الدین شاهین، همداني او فرخار سیمو کې چې د افغانستان له ۶ ولسوالیو سره پر پوله پرتې دي دا پروژه پلې کیږي)

په دغو سیمو کې د پولې دواړو غاړو ته ۱۸۲۳۸۲۸ تنه وګړي ژوند کوي به یادونه وکړو، چې ددې پروژې لومړی پړاو له ۲۰۱۴ م کاله تر ۲۰۱۷ م کاله تر سره شوې و.
د لیتاکا پروګرام د سیمیز حکومت، مدني ټولنې او د خصوصي سکتور استازو ته فرصت برابروي چې په سیمه کې د ټولنیزې اقتصادي پرمختیا پایښت رامنځ ته کړي او د پولې دواړو غاړو ته د خلکو د اقتصاد د پیاوړتیا لامل وګرځي.

لیتاکا یو بهیر لري چې ( زموږ کلی زموږ ویاړ) نومیږي چې لاسي کارونو ته وده ورکوي او د بازار موندنې په موخه ورته نندارتونونه جوړوي. د دې پروژې په ترڅ کې لومړی ۳۰ تنو ښځو د ټغر جوړونې روزنه ورکړل شوه چې وروسته په دې چاره کې د ( بدخشان، تخار، کندز، او بلخ ) ولایتونو کې ۳۰۰ ښځې ښکیلې او و روزل شوې. دا ښځې د ټغر ډوله ټوکر نه ( د موبایل پوښونه، جیبي بکسونه، دستر خوانونه، ډول، ډول د اوږې دستکولونه، د لیپ ټاپ پوښونه، کمربندونه، واسکټونه، خولۍ، د پخلنځي سیټونه، کلي بندونه، سر میزۍ، لاس بندونه، فلش دانۍ، د جامو سیټونه، دست پاکونه، څپلۍ، ښځينه چپنې، سرتختۍ، پردې، د بالښتونو پوښونه، چارجر دانۍ، ایپاډ پوښونه) او نور توکي جوړوي.

همدا راز د خیاطۍ او ستنې د کارونو په برخه کې هم لسګونه ښځې روزل شوي چې د لاسي صنعت په برخه کې په کار بوختې دي چې د خپلو کورنیو د اقتصاد د پیاوړتیا په برخه کې لاس کوي.

د دغو توکیو د بازار موندنې په موخه په کور دننه او بهرنیو هیوادونو کې نندارتونونه هم جوړ شوي دي چې ورسره ددغو لاسي صنایعو د پلور بازار تود شوی دی.

د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا پروګرام

د کلیوالي اقتصاد د پياوړتیا پروګرام د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت یو ملي پروګرام دی، چې اوس ‌مهال د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې فعالیت لري، دا پروګرام په ۲۰۰۹ م کال کې د هېواد په ۵ ولایتونو بامیان، بلخ، ننګرهار، هرات او پروان کې په ازمايښتي بڼه پيل شو، چې بیا په ۲۰۱۸ جون کې د نړیوال بانک د ۱۰۰ مېلیونه ډالرو بلاعوضه مرستې په تمویل سره په ټول هېواد کې پیل شو. کم تر کمه د هر ولایت په دوه ولسوالیو کې فعالیت لري او ۸۰٪ ګټه اخیستونکي د دې پروګرام کلیوالي مېرمنې دي.

د دې پروګرام اصلي موخه د هېواد په کلیو کې د بې ‌وزله مېرمنو د اقتصادي او ټولنیز ژوند کچه لوړول دي او مېرمنو ته په کور دننه د بوختیاوو رامنځ‌ته کول دي.
د دې پروګرام تطبیق په ‌دې ډول دی، چې په نښه شویو کلیو کې لومړی د مېرمنو لپاره ګروپونه د «سپما ګروپ» تر عنوان لاندې جوړېږي، چې په هر ګروپ کې له له ۱۰ څخه ۱۵ مېرمنې شتون لري، دوی ته د سپما کولو په اړه د پروګرام له لوري روزنې ورکول کېږي، د مالي پوهې یا Financial Literacy په اړه ټریننګونه ورکول کېږي، دوی خپلو کې هره اوونۍ تر ۳۰ افغانیو سپما کوي، او له جمعه شویو پيسو څخه بیا دوی حسنه پور اخلي او خپل ضرورت پرې رفع کوي، او څه موده وروسته بېرته پيسې صندوق ته سپاري. دا پروسه بیا ۶ میاشتې دوام کوي.
له ۶ میاشتو وروسته بیا له ۱۰ سپما ګروپونو نېولې تر ۱۵ سپما ګروپونه سره یو ځای کېږي، چې د پور او سپما یوه اتحادیه جوړوي. دغه اتحادیو سره بیا د وزارت له لوري بلاعوضه نغدي مرسته کېږي، تر څو د اتحادیو غړي له دې مرستو څخه حسنه پور واخلي او خپلې لويې اقتصادي اړتیاوې پرې پوره کړي یا پرې کوم کوچنی کاروبار پیل کړي. د دوی د کاروبارونو او تولیداتو له پاره بیا وزارت نندارتونونه او نمایشګاوې جوړوې چې تر دې دمه د دې پروګرام له اولو وختونو څخه تر اوسه له ۱۷۰ ډېرې ولایتي او ملي نندارتونه جوړ شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې له د دغه اتحادیو غړي چې کله دا پیسې تر لاسه کړي بیا یو کاروبار پیلوي چې دې ‌ته بیا تولیدي ګروپ وايو، چې څو یو ډول د کاروبار مېرمن یو ځای شي او یو صنعت مخ ته یوسي. دې پروګرام کې تر نن ورځ، ۳۵۳۵۹ د سپما ګرپونه جوړ شوي دي، ۱۳۷۵ د پور او سپما اتحاديي جوړې شوي دي، او ۱۳۸۶ تولیدي ګروپونه لرو، چې په ټول هېواد کې د دې پروګرام ثبت او راجستر ګټه اخیستونکي تر ۴۰۶۶۱۵ پورې رسېږي، چې ۸۰٪ يې مېرمنې دي.

یوازې په همدې روان کال کې پر ۶۸۲۲ ګروپونو او اتحادیو له ۱۰۰ مېلیونه افغانیو زیاته بلاعوضه نغدي مرسته وېشل شوې‌ده، چې په‌دې ۶۸۲۲ ګروپونو کې ۶۸۳۵۱ ګټه اخیستونکي شتون لري.

د پورته فعالیتونو تر څنګ په پام کې ده چې د هېواد په اووه شپږو زونونو، خوست، ننګرهار، کندهار، کندوز، بلخ او هرات ولایتونو کې د کلیوالي مېرمنو لپاره د نورو ذیدخلو ادارو سره مېرمنو ته د تولیداتو سنبال بازارونه/مارکېټونه هم ورغول شي، تر څو دوی په ارامه زړه وکولای شي چې خپل تولیدات خرڅلاو ته وړاندې کړي.
د همدې پروګرام تر سیوري لاندې د «بېرته راستنېدونکیو کډوالو» لپاره د غالي یوه بله پروژه شتون لري، چې مالي تمویل يې د افغانستان اسلامي جموري دولت د مالیي وزارت له لوري دي، دا پروژه د هېواد په ۸ ولایتونو کابل، بغلان، ننګرهار، کندهار، بلخ، هرات، لغمان او پروان کې فعالیت لري، چې په دې ولایتونو کې يې په ۵۰۰۰ بېرته راستانه شویو کورنیو د غالیو اوبدلو ۵زره دستګاوې او خام مواد وېشلي دي، چې اوس مهال دغه ګټه اخیستونکي له مارکيټ سره وصل شوي دي او له مارکيټ څخه دوی بېلابېل فرمایشات ترلاسه کوي، نقشې ترلاسه کوي ، هغه بیا اوبدي او له دې طریقه د خپلو کورنیو عاید ترلاسه کوي.

د دې تر څنګ د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا ملي پروګرام تر سیوري لاندې په کندهار او ننګرهار کې د باڼس د ترویج او تولیداتو یوه کوچنی پروژه شتون لري، چې په دواړو ولایتونو کې ورته د اسانتیاوو کوچني مرکزونه هم جوړ شوي دي، ماشین الات ورته له خارج څخه راوړل شوي، تر څو د باڼس لرګي څخه زینتي تولیدات جوړ کړي، د یادونې وړ ده، چې اوس‌مهال په کندهار او ننګرهار ولایت کې ۱۵۰ صنعتکاران د باڼس څخه د تولیداتو په جوړلو بوخت دي. دا پروژه بیا د سارک له لوري تمویلېږي.

د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا پروګرام تر سیوري لاندې ۸۰ سلنه میرمنې په بیلابیلو لاسي کارونو بوختې دي چې په کور دننه د خپلو کورنیو د اقتصاد د پیاوړتیا په موخه کار کوي او ۲۰ سلنه نورې په نورو چارو بوختې دي.

 

 

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مصطفی سالک، کابل

تبصره مو ولیکئ