آیا د ښځو په اړه بحث مهم وي؟

لیکنه: عبدالرقیب سایل
څو شېبې فکر وکړئ. سترګې مو پر خپلې شاوخوا را وګرځوئ او د ښځو پیاوړتیا ته نظر واچوئ. له ځانه وپوښتئ چې مور مو څومره پیاوړې ده او په رښتنې ډول د واکمنو ښځو مهرباني او ژمنتیا یاد ته راولئ خو مه هېروئ چې د ښځو د حقونو ځینې سلبوونکي په شعوري ډول د ښځو پیاوړتیا نه شي زغملی.
څوک چې د ښځو پر مصنوعي پیاوړتیا پروژې لري او کار کوي، نسبي واضح ده چې هغوی د عامه ذهنیت د ګډوډولو سبب ګرځي.
په اسلام کې د ښځو په اړه څرګند بشپړبحث شوی دی، د بشري حقونو په نړۍوالو اعلامیو او د هېوادونو په قوانینو کې هم دښځو حقوقو په اړه  ځانګړی تعریف لري خو دنړۍ په موجوده حالاتو کې ولې ښځې له ځینو محرومحیتونو او ستونزو سره مخامخې دي او څنګه یې پر وړاندې یو جدي بحث شته؟
غواړو په څو ټکو کې ولیکو چې د ښځو په اړه هر بحث مهم وي او که نه یا یې علمي ثبوت څه دی؟ تاسو اوسنی “عصري ذهنیت” که هغه معتقدین وړاندې کوي او یا فیمنسټان یوازې د هغوی د نظر په توګه ومنئ چې تاسوته کوم معقول و او څنګه مو زغملی شو نو هماغه ومنئ ځکه ښځې په ژوند او چاپیریال کې یو حقیقي انسان دی.
د دین له اړخه:
په نړۍ کې خلک د مختلفو ادیانو پیروي دي، هغوی ټولو ته خپل عقیدوي مسایل مهم دي؛ هېڅوک د بل چا په عقیدوي مسایلو کې کارنه شي لرلی خو استثنا به وي. په اسلام کې زموږ په فکر د ښځو حقونو ډير بشپړ دي مګر ښايي ځینې لا مذهبه خلک دا خبره نقد کړي او منکر شي خو یو وار بیا وایم چې هر څوک باید خپل مذهب ټینګ کړي.
د نورو اسلامي حقونو په څېر د ښځو د حقونو مسئله هم په عملي کولو پورې تړلې ده چې یو څوک یې څنګه پلی کوي او په څه باور لري. یعنې د ښځو په اړه جامع حکمونه شته، سترګې ترې نه شي پټېدلی.
خدیجه الکبرة د لومړۍ مسلمانې په توګه رسول الله(ص) باندې د وحې د نازلېدو د صحنې شاهده وه، د شهادت لومړۍ قرباني سمیې(رض)ورکړې او که د عایشې(رض) ژوند مطالعه شي، د رسول الله(ص) له سیرت سره پرتله شي نو له شک پرته ښايي مسلمانان ومني چې ښځه په اسلام کې څومره لوړ ځای لري.
په اسلام کې د ښځو په اړه د ټولومبادیاتو منل او وجیه ګرځول د مسلمانانو لپاره فرض، واجب او سنت دي. که څوک په دغوحکمونو باور لري نو د دارینو د ثواب مستحق به ګرځي او ژوند به یې نیکمرغه کېږي.
د فمنیزم ايډيالوژي:
اصلاً د فمینیزم مفکوره د ښځو اونارینو د حقونو د برابري په مفهوم خپره شوې ده ترڅو هر چاته خپل حقونه ورسیږي. خلک په لاشعوري ډول د فیمنیزم نظریه مطلقاً د ښځو په حقونو پورې تړي خو یو شی ټول معتقدین باید په یاد وساتي چې دوی ته لومړی تر هر شي عقیده مهمه ده، نه مفکورې.
دلته د نظریو په ژورو څوک سم ځان نه پوهوي، له همدې امله د ډیالیکټيکونو ترمنځ ټکر را پیدا کېږي. ممکن ځیني ټکي په فیمنیزم کې ستاسو ددین، فکر او کلتوري ارزښتونو په ټکر کې وي خو پر هغې تاسې مجبور نه یاست چې وې منئ.
په فیمنیزم کې د ښځو په ټوله ماناآزادي د بحث وړ ده خو موږ وایو چې ښځې دې خپلو موخو ته د رسېدو او د پیاوړې کېدولپاره ټول ارزښتونه په نظر کې ونیسي، کنه ژر به له جدي غبرګونونو سره مخامخېدلی شي.
محرومیتونه:
آيا فکر مو کړئ چې کله له محرومیتونوسره مخامخ و نو څنګه خپل روحیات او کړنې کنټرولوو؟ تاسو د یوه پرانیستي فکر له مخې د ښځو محرومیتونو سره مبارزه وکړئ، څنګه چې د ځان لپاره ټولنیز محرومیتونه نه منئ نو ولې یې د ښځو په اړه په پام کې نیسئ.
د هغو محرومیتونو چې ښځې ترې په یو نایو ډول زوریږي، د مهرباني له مخې تاسې یې پر وړاندې را پاڅئ او د ښځو سلامت حقونه ورکړئ؛ که هغه د زده کړې، نظر څرګندولو، سمو اړیکو لرلو او په ټولنیزو ژوند کې دنورو مسایلو په اړه وي.
هرې ښځې ته خپل جراات ور وبښئ ترڅوژوند کې تر ټولو لوی خنډ له منځه لاړشي. د افغانانو په ژوند کې د تش په نوم غیرت لاندې په نا حقه ښځې له محرومیتونو سره مخامخې دي چې نه یوازې د ښځو د روغتیا زیانمنولو په برخه کې ډير ضرر لري بلکې د هغوی پر راتلونکې هم ناوړه اغیزه کوي.
تاوتریخوالی:
اسلام، ایډیالوژۍ او علمي منطق د ښځود تاوتریخوالي ضد دي خو لا هم په افغان ټولنه کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی کم نه دی. له ښوونځیو نیولې، تر کاري ځایونو اوان تر کورني ژوند پورې مېرمنې په یو نا یو ډول له تاوتریخوالي سر ټکوي.
څوک یې تحقیروي، څوک یې اند ته درناوی نه لري او ځینو لا ورته په زړونو کې نامشروع حواس هم پټ کړې وي چې کله به موقع ترلاسه کوي ترڅو خپل حواس اشباع کړي!
که دا کار لا هم په دې ټولنه کې دوامولري نو زموږ عقیده، فکر، قوانین او انساني ارزښت به تل تر پوښتنې لاندې وي او موږبه تر هغه وخته په وجداني عذاب اخته وو ترڅو د تاوتریخوالي پر وړاندې مبارزه ونه کړو.
افکار یې:
د ښځو هر ډول افکار د درناوي وړ ده.دوی ته ټولو قوانینو د نظر څرګندولو حق ورکړی دی. هېڅ شی د دوی د فکر څرګندولو خنډنه شي جوړېدای خو دلته خنډونه بې کچې دي مګر په دې اړه باید ورځ تر بلې ښځې جرااتواخلي. هڅه باید وکړي چې خنډونه لري کړي اوخپلې ټولنې ته خدمت وکړي ځکه دوی هم ددې ټولنې فعالې دي.
له حقونو ناسم تعبیر:
د ښځو په اړه د حقونو د ناسم تعبیرمسئله ډیره مطرج ده ځکه په ټولنه کې که څوک د ښځو په اړه مازې یو حقیقي شی هم اورينو پر وړاندې یې جدي غبرګون ښيي.پر موضوع له دقیق پوهای پرته د غبرګون څرګندول د حماقت په مانا ده ځکه لومړی باید هرڅوک ځان وپوهوي چې څه پېښ شوي اوڅنګه یې په وړاندې غبرګون ښودلی شي. له بده مرغه که دا کار ونه کړو، دفرخندې او ځینو نورو حساسو مسایلو په څېر به له ستونزمنو مسئلو هېڅ نه خلاصیږو.

وروستي مطالب