سپورټ کورنی کرکټ نړیوال کرکټ

د افغانستان او زِمبابوې ترمنځ سیریز لغوه شو

د کرکټ نړیوالې شورا په خپله وېب پاڼه لیکلي، چې د افغانستان او زِمبابوې راروانه لوبلړۍ لغوه شوه.

تمه وه، چې افغانستان او زِمبابوې پنځه یو ورځنۍ لوبې په زِمبابوې کې ترسره کړي، دا لوبې په اپرېل میاشت کې تنظیمېدې؛ خو اوس د افغانستان کرکټ بورډ وایي، دوی غواړي چې د نړیوال جام لپاره تمرینات وکړي او چمتو والی ونیسي.

نړیوال جام د می په ۳۰ مه نېټه پېلېږي، چې افغان لوبډله پکې اسټرالیا، سریلانکا، نیوزیلېنډ، افریقا، هند، پاکستان، بنګله دېش او ویسټ انډیز سره لوبې لري.

د مارچ په لسمه نېټه افغان لوبډلې د پنځه یو ورځنیو لوبو لوبلړۍ له ایرلېنډ سره مساوي پای ته ورسوله.

له نړیوال جام وړاندې افغان لوبډله د می په اتمه او لسمه نېټه له سکاټلېنډ سره په سکاټلېنډ کې دوه یو ورځنۍ لوبې لري، له دې وروسته بیا له ایرلېنډ سره دوه یو ورځنۍ لوبې په ایرلېنډ کې کوي، بیا د می په ۲۴ مه نېټه افغان لوبډله له پاکستان سره یوه تمریناتي لوبه لري او د می په ۲۷ مه نېټه بیا له انګلستان سره یوه یو ورځنۍ تمریناتي لوبه لري.

د کرکټ نړیوالې شورا پرون د مارچ په ۱۱ مه نېټه لیکلي، چې افغان لوبډلې له زِمبابوې سره دا سیریز د اپريل په میاشت کې لغوه کړی، ښایي د اګسټ په میاشت کې د نړیوال جام څخه وروسته به وشي.

افغان کرکټ بورډ تر اوسه د سیریز د لغوه کېدو په اړه څه نه دي ویلي.

زِمبابوې او افغانستان په تېر کې درې لوبلړۍ کړي، چې درې واړه افغانستان ګټلي دي او د څلورمې لوبلړۍ لپاره دواړه لوبډلې چمتو وې؛ خو اوس د لوبلړۍ د لغوه خبره وشوه او دا ځکه وشوه، چې افغان لوبډلې لپاره له زِمبابوې سره تر لوبلړۍ نړیوال جام ډېر مهم دی.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سمیع الله درانی