کريکټ بورډ د زيمبابوې په وړاندې د ټيسټ لوبډله اعلان کړه

د افغانستان کریکټ بورډ له زمبابوې سره د ټيسټ لوبو لپاره د لوبغاړو نوملړ اعلان کړ.

د افغانستان د کريکټ بورډ له لورې په اعلان شوي سکواډ کې ځوان لوبغاړو ته هم ځای ورکول شوی چې د کريکټ د مينوالو د هرکلي سره مخ شويدي.

پدغه ۱۹ کسيزه لوبډله کې چې اصغر افغان يې لوبډلمشر دی، رحمت شاه،حشمت الله شاهدي،راشدخان،جاويد احمدي،ابراهيم ځدران، افسر ځاځی،ناصر جمال،اميرحمزه ،يمين احمدزی،سيدشېرزاد،منيرکاکړ، عبدالمالک،شاهدالله کمال، بهيرشاه محبوب،فضل حق، سليم صافی، وفادار مومند او ضياالرحمن اکبر شامل دي.

زيمبابوې ۲ ورځې وړاندې د افغانستان په وړاندې د سېن ويليمسن په لوبډلمشرۍ د ۲ ټيسټ لوبو لپاره سکواډ اعلان کړې،چې سبا به د مقابل هيواد لوبډله عربي اماراتو ته سفر وکړي.

د افغانستان او زيمبابوې ترمنځ لومړنۍ ټيسټ لوبه د مارچ د دويمې څخه تر شپږمې نېټې ترسره کېږي او دويمه ټيسټ لوبه د همدې مارچ مياشتي د لسمي نېټې څخه تر ۱۴مې نېټې پوري په عربي اماراتو کې د افغانستان په کوربتوب ترسره کېږي.

همدارنګه ۳ شل اووريزي لوبې به د مارچ په ۱۷مه، ۱۹مه او ۲۰مه نېټه ترسره شي.

وړاندې تر دې د روان کال د جنورۍ میاشتې په ۲۴مه نېټه د ابوظبي په شیخ زاهد لوبغالي کې، د هېواد کریکټ ملي لوبډلې د يو ورځنيو لوبو لړۍ کې د ایرلينډ پر وړاندې ولوبېدل چې د لوبو دغه لړۍ د افغان اتلانو په بريا سره پای ته ورسېده.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.