فبروري 26, 2021

کرکیټ؛ د نړیوال جام وروسته، د افغانستان راتلونکي نړیوالي لوبي معلومي سوې.

د افغانستان کرکیټ بورډ تازه خبر ورکوي، چي ملي لوبډله به د روان عیسوی کال د سپټمبر په میاشت کي بنګله دېش ته ولاړه سي او هلته به د مثلث په نامه د شل اوریزو لوبو درې اړخیز سریز کي ونډه واخلي.
په دې درې اړخیز سریز کي به بنګله دېش کوربه وي او د زیمبابوې ترڅنګ به درې سره لوبډلي یو د بل پر وړاندي شل اوریز سریز ترسره کړي.

په یاد سریز کي به هره لوبډله دوې لوبي ولري او د لوړو نمرو لرونکې لوبډلي به د سریز پایلوبه ترسره کوي.
کرکیټ بورډ لیکي؛ چي د دې سریز وړاندي به افغان لوبډله خپله دریمه ټیسټ لوبه د بنګله دېش خلاف ترسره کړي او وروسته به د مثلث سریز پیل سي.
د ټېسټ لوبي په ګډون د یادو سیالیو لړۍ د سپټمبر په شپږمه نېټه پیلیږي او د همدې میاشتې تر ۲۳مي نېټې پورې به دوام وکړي.
له دې وروسته به افغان لوبډله هند ته ځي او هلته به په خپل کوربتوب د ویسټ انډیز خلاف لوی سریز پیلوي.

افغان لوبډله به د ویسټ انډیز سره په نومبر میاشت کي د ټیسټ، شل اوریزو او یو ورځنیو لوبو لړۍ پیل کړي.
بلخوا د افغانستان الف ملي لوبډله به هم د راتلونکي جولای میاشتي له پیل تر پایه د بنګله دېش الف لوبډلي پر وړاندي په یاد هيواد کي دوه څلور-ورځنۍ فرسټ کلاس او پنځه یو ورځنۍ (لېسټ اې) لوبي ترسره کړي.
باید ووایو چي اوسمهال افغان ملي لوبډله د کرکیټ په پنځوس اوریز نړیوال جام کي په لوبو بوخته ده.
د یاد نړیوال جام وروسته په کور دننه کي د شپږم پړاو شپږیزه کرکیټ لیګ د بیا پیل کېدو خبر هم ورکول سوئ دئ.

کوپټیل؛ په نړیوالو شل اوریزه سیالیو کې زیاتې شپږیزه وهونکی لوبغاړی

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

لیکنه: محمدصابر حمیدي   د نیوزیلنډ د کرکټ ملې لوبډلې پیلیز لوبغاړي مارټین کوپټیل د اسټرالیا په وړاندې لوبه کې په ۵۰ توپونو ۹۷ منډې وکړې، چې ۸ شپږیزې او ۶ بیا څلوریزې شاملې وې. ... نور ولولئ