اپریل 19, 2021

د افغانستان او زِمبابوې لوبلړۍ ته لنډه کتنه 

افغان لوبډلې زِمبابوې ته په درې شل اوریزو لوبو کې درې د صفر پر وړاندې ماته ورکړه.

د دې سیریز غوره لوبغاړی کریم جنت وپېژندل شو او د وروستۍ لوبې غوره لوبغاړی نجیب الله ځدران ونومول شو.

لومړۍ شل اوریزه لوبه د چهارشنبې په ورځ د مارچ په ۱۸ مه نېټه افغانستان په ۴۸ منډو ګټلې وه، دویمه لوبه یې د جمعې په ورځ په ۴۵ منډو وګټله او درېیمه شل اوریزه لوبه یې د شنبې په ورځ په ۴۷ منډو وګټله.

لومړۍ لوبه کې رحمان الله ګربز ۸۷ منډې وکړې، دویمه لوبه کې کریم جنت ۵۳ منډې جوړې کړې او درېیمه لوبه کې نجیب الله ځدران ۷۲ ناسوځېدلې منډې په ۳۵ توپونو وکړې.

نجیب الله ځدران د شل اوریزو لوبو بیسټ یا غوره منډې هم لوړې کړې، پخوا یې بیسټ منډې ۶۹ وې.

د وروستۍ لوبې حال

په درېیمه شل اوریزه لوبه کې افغان لوبډلمشر اصغر افغان د ټاس په ګټلو سره لومړی توپوهنه وکړه، دې لوبډلې د ۷ وېکټو په لوېدو سره د نجیب الله ځدران ۷۲ ناسوځېدلو منډو او د عثمان غني د ۳۹ منډو په مرسته ۱۸۳ منډې وکړې.

د زِمبابوې لپاره دوه وېکټې نګاراوا او دوه وېکټې موزرباني واخېستې.

زِمبابوې په شل اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو سره د سکندر رضا د ۴۱ ناسوځېدلو منډو په مرسته ۱۳۶ منډې وکړې او لوبه ترې اغغانستان په ۴۷ منډو وګټله.

کریم جنت دوه، فضل الحق، محمد نبي او نوین الحق یوه، یوه وېکټ واخیسته.

په سیریز کې د زیاتو منډو جوړوونکي لوبغاړي

رحمان الله ګربز په درې شل اوریزو لوبو کې ۱۱۴ منډې وکړې، کریم جنت سل منډې جوړې کړې، اصغر افغان ۹۳ منډې، عثمان غني ۸۸ منډې او نجیب الله ځدران ۸۴ منډې وکړې.

اصغر افغان تر ډوني مخکې شو

د لوبډلمشر په توګه اصغر افغان ۴۲ شل اوریزې لوبې وګټلې او د هندوستان لوبډلمشر د خپلې لوبډلمشرۍ پرمهال د خپلې لوبډلې په مرسته ۴۱ شل اوریزې لوبې ګټلې وې.

په شل اوریزو لوبو کې د لوبډلمشرانو لوبې

په شل اوریزو لوبو کې اصغر افغان د نړۍ په کچه اووم لوبډلمشر شو، چې زیاتې منډې جوړوي.

د اسټرالیا لوبډلمشر ایرون فېنچ په ۴۴ شل اوریزو لوبو کې ۱۴۳۲ منډې کړي دي او د لوبډلمشرانو په لړ کې لومړی دی .

دویم ځای ویرات کولي نیولی دی، هغه د لوبډلمشر په توګه په ۴۴ شل اوریزو لوبو کې ۱۴۲۲ منډې کړي دي.

کین ویلیمنس په ۴۳ شل اوریزو لوبو کې ۱۲۸۳ منډې کړي دي.

اېئن مورګن په ۴۱ شل اوریزو لوبو کې ۱۲۲۱ منډې کړي دي.

فاف ډوپلیسي په ۴۰ لوبو کې ۱۲۷۲ منډې کړي دي.

ایم ایس ډوني ۷۲ لوبو کې ۱۱۱۲ منډې کړي دي، اصغر افغان ۵۲ شل اوریزو لوبو کې ۱۰۰۴ منډې کړي دي.

ویلیم پورټرفیلډ ۱۰۰۲ منډې او د افریقا ګرېم ۸۰۳ منډې کړي دي.