د افغانستان او ویسټنډیز لوبې

افغان کرکټ بورډ ادارې د لوبو د مهالوېش پر بنسټ، ملي لوبډله به د روان زېږدیز کال په نومبر میاشت کې په هندوستان کې د ویسټ انډیز لوبډلې پر وړاندې درې نړیوالې شل اوریزې، درې نړیوالې یو ورځنۍ او یوازېنۍ ټېسټ لوبه ترسره کړي.
د افغانستان په کوربتوب د لوبو دغه لړۍ به د روان زېږدیز کال د نومبر میاشتې په پنځمه نېټه پیل شي او د ډسمبر میاشت تر لومړۍ نېټې پورې به دوام وکړي.
اوس د افغانستان الف لوبډله د بنګله دېش الف لوبډلې پر وړاندې په یاد هېواد کې په لوبو بوخته ده، چې په دغو لوبو کې دوه څلورـ ورځنۍ او پنځه یو ورځنۍ (لېست ای) سیالۍ شاملې دي.
د کرکټ بورډ په وېنا؛ ملي لوبډله به د روان کال په سپټمبر میاشت کې د بنګله دېش پر وړاندې خپله یوازېنۍ ټېسټ لوبه او دغه راز د افغانستان، بنګله دېش او زمبابوې لوبډلو ترمنځ د نړیوال شل اوریزو سیالیو د درې اړخیزه لوبو لوبلړۍ هم ترسره کړي.

پرون د افغانستان الف او بنګله دېش الف لوبډلو ترمنځ لومړۍ څلور ورځنۍ سیالي پیل شوې وه، چې باران ځنډولې وه، که دا لوبه جریان ومومي نو د دوشنبې په ورځ به یې پایله معلومه شي.
 

په هلمند کې تازه جګړو له ۹۰۰زیاتې کورنۍ بې کوره کړي

لیکوال: ياران، جلال اباد - برخه : افغانستان

لیکنه: ظریف الله ساحل د هلمند د کډوالو او راستنېدونکو چارو رئیس وايي’ له تېرې یکشنبې د تازه جګړو له کبله په سلګونو کورنۍ د هلمند بېلابېلو برخو ته کډه شوي دي. سید محمد رامین ... نور ولولئ