د ایرلینډ خلاف د یو نوي افغان لوبغاړي په شمول افغان لوبډله اعلان سوه.

خبریال: فضل الله فضلي
افغانستان د روان کال په مارچ میاشت کي له ۶ نېټې سره سم د ایرلینډ کرکیټ ملي لوبډلي خلاف درې شل اوریزي لوبي په خپل کوربتوب د هند په ګریټر نویدا کرکیټ لوبغالي کي ترسره کوي.
نن د افغانستان کرکیټ بورډ د یادو سیالیو لپاره لاندي ۱۵ کسه افغان لوبغاړي اعلان کړل:
لوبډلمشر اصغر افغان، ویکیټ ساتونکی رحمن الله ګربز، حضرت الله ځاځی، کریم جنت، نجیب ځدران، ګلبدین نایب، محمدنبي، مجیب الرحمن، راشدخان، سمیع الله شینواری، عثمان غني، شاپور ځدران، قیس احمد، نوین الحق او یو نوی افغان لوبغاړی عضمت الله عمرزی دئ.
عمرزی د لومړي ځل لپاره افغان لوبډلي ته د الراونډر لوبغاړي په حیث راغلئ.

(Photo by Kai Schwoerer-ICC/ICC via Getty Images)

نوموړی اوس مهال ۲۴ کلن دئ او تر دې مخکي د افغان ۱۹ کلنو، میس عینک اتلانو، کابل او اتفاق په نامه لوبډلو کي لوبېدلئ دئ.
دی په کورني شل اوریزو ۳ لوبو کي دوې ویکیټي او ۲۲ منډي لري، چي په توپ اچونه کي تېز بالر او د راسته لاس توپ وهونکئ دئ.
عمرزی په تېر ۱۹ کلنو کرکیټ نړیوال جام کي د نیوزلینډ خلاف په ښې لوبي سره د لوبي غوره لوبغاړی انتخاب سوی وو.
د افغان لوبډله خلاف د کرکیټ نړیوالي شورا د لوبو د مهال وېش سره سم ایرلینډ په خپل کوربتوب د مالي ستونزو په بهانه درې شل اوریزي لوبي لغوه کړي وې، خو په بل اړخ کي دا لوبډله د افغان لوبډلي لخوا راضي سوه، چي په هند کي لوبي ورسره وکړي.
تردې مهاله ایرلینډۍ لوبډلي د افغانستان خلاف لوبډله نه ده اعلان کړې.
ایرلینډ کرکیټ ملي لوبډلي څه موده مخکي د ویسټ انډیز په کوربتوب د ۳ شل اوریزو او ۳ یو ورځنیو لوبو سریز هم ترسره کړئ دئ.
په هغه لوبو کي ویسټ انډیز ټولي یو ورځنۍ لوبي ځیني وګټلې، خو د شل اوریزو لوبو سریز یې ورسره مساوي کړ.
 

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.







وروستي مطالب

نوین‌الحق: ارمان مي دی، چې IPL کې د ډوهني تر رهبرۍ لاندي ولوبېږم

by محمد صابر حمیدي ، کندهار in سپورټ

د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې چټک توپ‌اچونکي نوین‌الحق په خپلو تازه څرګندونو کې ویلې، ارمان یې دادی، ترڅو د هند کرکټ ملې لوبډلې پخواني لوبډلمشر او په آی پي ایل سیالیو کې د چینای ... نور ولولئ