نړیواله لوبه؛ د زرګونو ډالرو په مصرف کي د کرکیټ بورډ بې غوري!

خبریال: فضل الله فضلي
د ایرلینډ او افغانستان په ننۍ کرکیټ نړیواله لوبه کي به زرګونو ډالر مصرف سوي وي او هم به مصرف کیږي، خو دا مصارف په هیڅ غور سره نه کيږي او یا به یې هم قصدي پاملرنه نه کیږي، ځکه د نن لوبه د بېلابېلو تخنیکي او نشارتي ستونزو څخه ډکه وه.
نن د دواړو لوبډلو ترمنځ لومړۍ شل اوریزه لوبه د افغان لوبډلي په کوربتوب د هند په کرټر نویدا کرکیټ لوبغالي ترسره سوه.
دا لوبه افغان لوبډلي د باران په وجه د کرکیټ د قانون له مخي په ۱۱ منډو وګټل.
د افغانستان کرکیټ بورډ اوس د نړیوالو سیالیو د ترسره کولو لپاره بودیجه لري، خو بیا هم دا ننۍ لوبه د تخنیکي او نشراتي ستونزو سره سره نشر سوه.

د نن په لوبه کي لويي نیمګړتیاوي:

۱- ګریټر نویدا کرکیټ لوبغالی د تماشاچیانو لپاره د ټي وي لوی سکرین (پلازما) لري، خو بیا هم دریم لوبڅار د اوټ لپاره د زرغون او سور ګروپونو څخه استفاده کوله.

۲- د لوبي پر مهال د لوبغالي شاټونه، ویکیټي، جالیبې صحنې او نوري ټولي صحنې باید پر سکرین باندي د تکرار په شکل ښکاره سي، خو نن داسي نه وه، فقط یوازي د یو څو شاټونو او ویکیټو تکرار ښکاره کېدئ.
۳- کمینټري بوکس اوس هم د بنګله دېش د کرکیټ د ډیزاین څخه استفاده کیږي، چي کرکیټ بورډ ددې ډیزاین لپاره هیڅ کوم نوې هڅه نه ده کړې، چي د افغان کرکیټ د سیالیو لپاره د ټي وي کمینټري بوکس نوی ډیزاین جوړ کړي.

۴- ددې ترڅنګ کله چي به لوبغاړي اوټ سو، نو د بل لوبغاړي نوم به راغلئ، لکه اصغر چي اوټ سو، نو په اوټ کي د کریم جنت نوم راغلئ، چي باید اصغر نوم راغلی وای.

۵- په یو څو شاټونو کي کمره مین په خاص ډول تخنیکاران دومره غلط روان وه، چي شاټ به یوې خواته وهل سوی و، دوی به پر سکرین بل طرف ښکاره کوئ، یا به بال کښته سوی وو، دوی به کمره لا لوړه نیولې وه.
۶- د ټولي لوبي پر مهال د لوبي اواز د ټي وي څخه تر صحنې مخکي راوتئ، یعني داسي چي کله به ویکیټ یا شاټ راغلئ، نو اواز به یې یوه یا دوې ثانیې مخکي راوتلئ وو.
که دا غلطي په ملي تلوېزیون پوري اړه درلوده، نو باید د تلوېزيون مسؤلینو عاجل سمه کړې وای، ځکه د ټولي لوبي خوند یې له منځه وړی وو.
۷- ددې سره په څنګ کي د ټولي لوبي پر مهال کمرې رېږدېدلې او ډېر لږ به کمره سمه وه، چي داسي غلطي او د کمرې رېږدېدل په طبي لحاظ دماغ او سترګو ته ډېر زیان رسوي.
دا ټوله هغه نقطې وې، چي د نن په لوبه کي په تخنیکي او نشراتي برخه کي ولیدل سوې، خو وبه ګورو چي کرکیټ بورډ له دې وروسته ددې زرګونو ډالر مصرفه بیا ارزونه، کتنه او یا هم د سمون کومه هڅه کوي که یا؟
په ټوله کي ددې نړیوالي لوبي کیفیت ډېر کم او خراب وو.
تر ټولو بده داده، چي دا لوبه نړیواله ده، یعني د نړۍ په هر ځای کي یې خلګ ویني او لیدلای یې سي، خو دا بې کیفیتي تر ټولو بده دلته ده، چي ددې لوبي کتونکي او څارونکي کرکټران، لوبغاړي او نړیوال چېنلونه هم دي.
 
 

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي