کرکیټ؛ افغان ملي لوبډله داځل نړیوال جام په بخت نه، په زور پیلوي.

پنځوس اوریز کرکیټ نړیوال جام سبا (پنج شنبه) په انګلینډ کي د سوت افریقا او کوربه هیواد په سیالۍ سره پیلیږي.
د نړیوال جام دا ۱۲ پړاو دئ، چي د نړۍ د لسو غوره او قوي لوبډلو ترمنځ ټوله ۴۸ لوبي پکښي کیږي.
افغانستان د کرکیټ له پیله دوهم ځلي په دې نړیوال جام کي برخه لري.
دا ځل ملي لوبډله د پنځه ځله نړیوال جام وړونکي لوبډلي اسټرالیا سره په لومړۍ لوبه کي مخ کيږي.
دا لوبه د یاد نړیوال جام څلورمه لوبه ده، چي د انګلینډ په بریسټول لوبغالي کي د جون پر لومړۍ نېټه ماځیګر ۵ بجې پیلیږي.

افغان لوبډله به دا ځل د نوو افغان لوبغاړو په تشکیل سره قوي لوبډلي ووېروي.
حضرت ځاځی، راشد خان، مجیب الرحمن، رحمت شاه او حشمت به نورو لوبډلو ته ستونزي جوړي کړي.
افغانستان د ګلبدین نایب په مشرۍ حضرت الله ځاځی، محمدشهزاد، محمدنبي، اصغر افغان، نجیب ځدراڼ، سمیع شینواری، رحمت شاه، حشمت شاهدي، راشدخان، مجیب الرحمن، دولت ځدراڼ، نورعلي ځدراڼ، حمید حسن او افتاب عالم لوبوي.

خو اسټرالیا بیا د ارون فینچ په لوبډلمشرۍ عثمان خواجه، جېسن بهرینډولف، الیکس کېري، کولټر نایل، پټ کمینز، ناتن لیون، شان مارش، ګلین مکسویل، کېني ریچارډسن، سټیو سمیټ، ډیویډ وارنر، مایکل سټارک، مارکوس سټونیس او اډم زمپا لري.
افغانستان او اسټرالیا تر اوسه دوې یو ورځنۍ لوبي سره کړي، چي دواړي اسټرالیا ګټلي دي.
په نړیوال جام کي افغان لوبډله ۴مه تجربه لرونکې او اسټرالیا دوهمه تجربه لرونکې لوبډله بلل کیږي.
افغان لوبډله دا ځل په لوړ مرال سره نړیوال جام ته تللې.
ملي لوبډلي د نړیوال جام مخکي دوې تمریناتي لوبي د پاکستان او کوربه انګلینډ سره وکړې، چي پاکستان یې مات او انګلینډ ته یې لوبه وبایلل.




سبا د ټیست نړیوالې اتلولۍ پایلوبه پيلیږي

by محمد صابر حمیدي ، کندهار in سپورټ

د ټیسټ نړیوالې اتلولې پایلوبې ته هند او نیوزیلینډ کرکټ ملې لوبډلو لاره پيداکړې، چې د یادو هیوادونو کرکټ بورډونو یادي پایلوبې ته خپلې لوبډلې اعلان کړې.  د ټیسټ نړیوالې اتلولۍ پایلوبه د کرکټ نړیوالې ... نور ولولئ