سپورټ کرکټ

افغان نولس کلنو کرکټ لوبډله د نړیوال جام سوپر دولس پړاو ته ورسېده

افغان نولس کلنو کرکټ لوبډله چې کابو میاشت وړاندې سویلي افریقا ته د نولس کلنو نړیوال پنځوس اوریز جام کې د لوبېدو لپاره ولاړه؛ دې لوبډلې په ډي ګروپ کې له سویلي افریقا کرکټ لوبډلې د جنوري په ۱۷ مه نېټه د جمعې په ورځ لومړۍ لوبه وکړه، چې سویلي افریقا ته یې په ۷ وېکټو ماته ورکړه، د لوبې غوره لوبغاړی لېګ برېک شفیق الله غفاري راغلی و؛ هغه په ۹ اورونوکې ۱۵ منډې ورکړې وې او ۶ وېکټې یې اخېستې وې، چې څلور لوبغاړي له افریقایي لوبډلې بولډ اوټ کړي وو.

افغان نولس کلنو کرکټ لوبډلې خپله دویمه لوبه د جنوري په ۲۲ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ له عربي متحده اماراتو کرکټ لوبډلې سره وکړه، چې افغان لوبډلې اماراتو لوبډلې ته ۲۶۶ منډې هدف ورکړی و.

اماراتو لوبډله یې په ځواب کې په ۱۰۵ منډو وسوځېده، چې شفیق الله غفاري یو ځل بیا د عربي متحده اماراتو لوبډلې د توپ وهنې ستنې ونړولې او پنځه وېکټې یې ترې واخېستې.

غفاري یو ځل بیا د لوبې غوره لوبغاړی شو.

د جنوري په ۲۴ مه نېټه افغان لوبډله له کاناډآ سره مخ کېده، چې دغه لوبه باران بې پایلې کړه او بالاخره افغان لوبډله له ۵ نومرو سره له ډي ګروپ څخه دویم پړاو ته ولاړه.

د افغان لوبډلې نېټ رن رېټ مثبت صفر وو، چې دویم پړاو ته ولاړه.

د دویم پړاو لوبې د جنوري په ۲۶۷ مه نېټه د دوشنبې په ورځ پېلېږي.

افغان لوبډله په سوپر لیګ پړاو کې له پاکستانۍ نولس کلنو کرکټ لوبډلې سره مخ ده، دا لوبه د جمعې په ورځ د جنوري په ۳۱ مه نېټه د افغانستان پر وخت غرمه دولس نیمې بجې پېلېږي.

افغان لوبډله باید دا لوبه وګټي، که یې وبایلي نو له نړیوال جام څخه یې د بهر کېدو شونتیا زیاتېږي،

افغان نولس کلنو کرکټ لوبډلې په ۲۰۱۷ م کال کې د اسیا جام سیالیو پر مهال پاکستان دوه ځلې مات کړی و.

 

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې

تبصره مو ولیکئ

۱ تبصره