نیویارک ټایمز: د وخت په تېرېدو افغانستان امریکا ته په ستر ګواښ بدلېږي

نیویارک ټایمز ورځپاڼې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته په دغه هېواد کې د ترهګریزو ګواښونو په اړه یو راپور خپور کړی.

راپور کې راغلي چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته به د وخت په تېرېدو دغه هېواد یو ځل بیا امریکا ته په ستر ګواښ بدل شي.

راپور کې د جنرال مک‌کنزي څرګندونې راخیستل شوې چې ویلي یې وو دا به متحده ایالاتو ته ډېره سخته وي چې د سپټمبر تر ۱۱مې وروسته چې امریکایي ځواکونه له افغانستان څخه وځي د القاعده په څېر ترهګر په دغه هېواد کې وڅاري.

ورځپاڼې زیاته کړې، بایډن د دفاع وزارت او نورو لوړپوړو پوځیانو دا نظر ونه مانه چې ورته ویلي یې و په لږ شمېر سرتېري باید افغانستان کې پرېږدي.

د ورځپاڼې په خبره، امریکا د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو سره په خبرو بوخته ده چې پوځیانو ته یې هلته ځای ورکړي څو افغانستان د ترهګرو له پټنځای څخه وساتي.

د ورځپاڼې په باور ممکن تاجکستان، قزاقستان او ازبکستان امریکایي پوځیانو ته ځای ورکړي څو له هغه ځایه افغانستان وڅاري.

د یادونې ده چې تېره ورځ ایرفورس مګزین راپور ورکړی و چې د امریکا د مرکزي قومندانۍ قومندان او ډیپلوماټان له سیمه ییزو هېوادونو سره په ګډه د یوې داسې طرحې پر جوړولو بوخت دي چې پر بنسټ یې امریکا له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو تر وتلو وروسته وکولی شي په سیمه کې خپل ځمکني او یو شمېر هوایي ځواکونه په افغانستان کې د ترهګریزو فعالیتونو پر وړاندې د عملیاتو لپاره وساتي.

د ایرفورس مګزین راپور زیاته کړې وه چې جنرال کینټ مکنزي د سنا جرګې د نظامي خدمتونو کمیټې ته په خبرو کې ویلي چې دوی له سیمه ییزو هېوادونو سره په ګډه د یوې پراخ بنسټه برنامې د جوړولو په هڅه کې دي څو له افغانستان څخه د ځواکونو تر وتلو وروسته د ترهګریزو ګواښونو د دفع کولو لپاره دغه هېواد ته نږدې یو شمېر سرتېري وساتي.

نوموړي زیاته کړې چې تر اوسه پورې یې د ځای په اړه پرېکړه نه ده کړې خو ټینګار یې کړی دی چې امریکا به له افغانستان څخه د ځواکونو تر وتلو وروسته هم دغه هېواد له اسمانه څاري او ترهګرو ته به په دغه هېواد کې د فعالیت اجازه ورنه کړي.