مارچ 5, 2021

نړیوال جام ؛ د افغانستان لوبډلي ته هر اړخیزه کتنه

لیکنه : عبدالله عادل
د تېر نړیوال جام بر خلاف دا ځل د افغانستان کرکټ ملي لوبډله هغه لوبډله ده چي کولی سي ستري لوبډلي ماتي کړي.
د کرکټ نړیوالي شورا د یو ورځنیو لوبو په نړیواله درجه بندۍ کښي افغانستان لسم مقام لري دا په دې معنا چي نړیوال جام کي تر لوبېدونکو نهو نورو لوبډلو وروسته قرار لري.
د یو ورځنیو لوبو په نړیواله درجه بندۍ کښي انګلنډ لومړی ، هند دوهم ، جنوبي افریقا دریم ، نیوزیلانډ څلورم، اسټرالیا پنځم ، پاکستان شپږم، بنګلدېش اووم ، ویسټ انډیز اتم ، سریلانکا نهم او افغانستان لسم مقام لري.
نړیواله درجه بندۍ به حتمن تاثیر ولري خو د نړیوال جام په تمریناتي لوبه کښي د پاکستان پر وړاندي د افغانستان بریا مورل لوړونکې وه چي ښايي دا بریا ورسره نړیوال جام کي د لوبو پر مهال د مورال په لوړولو کښي مرستندویه و اوسي.
افغانستان په نړیوال جام کښي یوازي یوه بریا لري او هغه یې په تیر جام کښي د سکاټلنډ پر وړاندي ثبت کړې خو افغانستان له ۲۰۱۷ کال څخه وروسته چي پکښي بشپړ غړیتوب یې ترلاسه کړ خورا چټک پرمختګ کړی او له هغه وروسته یې ښې او تاثیر لرونکي بریاوي ترلاسه کړي چي په دغو ښو کارکردګیو يې په کوردننه او بهر زیات شمیر مینوال موندلي .
افغانستان د راشد او محمدنبي په شتون کښي چي د الروانډرانو په نړیواله درجه بندۍ کښي دوهم او دریم مقام لري د نړیوال جام یو له پياوړو لوبډلو څخه ګڼل کیږي .
نړیوال جام ته په نژدې وختونو کښي د لوبډلمشر په توګه اصغرافغان پر ځای د ګلبدین نایب ټاکل جالب وه او د ځینو په نظر شاید د لوبډلي پر مورال منفي تاثیر واچوي خو د نوي لوبډلمشر له لوري پر ځان او لوبډلي باور ددې تر څنګ د پاکستان پر وړاندي د افغان لوبډلي بریا او دا څرګندوي چي لوبډله بلکل اماده او یو موټې ده.
قوت او ضعف

د افغانستان د لوبډلي قوي اړخ ورو توپ اچوونه ده چي دا اړخ یې د راشد ، محمدنبي او ۱۸ کلن مجیب الرحمان پر مټ پياوړی سوی.
لیګ بریکر راشد خان ، محمدنبي او مجیب دا مهال د نړیوالو لیګونو تجربه هم له ځان سره لري چي خپله وړتیا ، د لیګونو تجربې او وطني مینه به ورسره مرسته وکړي چي په نړیوال کښي دا ثابته کړي چي رښتیا هم د افغانستان قوي اړخ ورو توپ اچوونه ده.
د افغان لوبډلي بل قوي اړخ چټک توپ وهونکي دي چي هغوی کښي د پیلیزو لوبغاړو شهزاد او حضرت ځاځي نومونه یادولی سو خو په نړیوال جام کښي باید د افغانستان لپاره منځني يا مېډل ارډر توپ وهونکي ښې لوبي وکړي او د ورو توپ اچووني سره د توپ وهني دا اړخ هم تقویه کړي .
کلیدي لوبغاړي
محمدنبی: په نړیواله سطحه د پېژندل سوي او پیاوړي لوبغاړي راشد خان تر څنګ افغانستان له ځان سره باتجربه او قوي الراونډر محمدنبي لري.
۳۴ کلن محمدنبي له ۲۰۰۹ کال څخه تر اوسه په نړیواله سطحه او سترو لوبو کښي د توپ وهني او توپ اچووني په برخه کښي خپلي ښې کارکردګۍ ته ادامه ورکړې چي پر دې اساس محمدنبي به د افغانستان له تر ټولو کلیدي لوبغاړو څخه واوسي.
راشدخان:

ټوله نړۍ انتظار باسي چي راشد په نړیوال جام کښي وګوري ، دهغه تلوسه د ویکټو لپاره ، دهغه جلب کوونکی انداز ، په نړیواله سطحه بهترینه توپ اچوونه او د هغه تر څنګ د ډګرساتني او توپ وهني په برخو کښي ښه ځلېدل هغه څه دي چي نوموړی د افغانستان په لوبډله کښي کلیدي لوبغاړی معرفي کوي.
د نړیوال جام تاریخچه
د افغانستان لپاره نړیوال جام دوهمه تجربه ده ځکه افغانستان په ۲۰۱۵ کال کښي د لومړي ځل لپاره ولوبېد چیري چي یې له شپږو لوبو څخه په پنځو کښي ماتي ومنلي او وروستۍ هغه یې د سکاټلنډ خلاف وګټل.
د افغان لوبډلي اوسنی حالت
بریا ـ بریا ـ ماته ـ بریا ـ بې نتیجې ـ ماته ـ بریا ـ ماته ـ بې نتیجې ـ ماته او بریا .
نړیوال جام کښي د افغانستان لوبي
د جون پر لومړۍ نېټه د اسټرالیا سره
د جون پر ۴مه نېټه د سریلانکا سره
د جون پر  ۸ مه نېټه د نیوزلانډ سره
د جون پر ۱۵مه نېټه له افریقا سره
د جون پر ۱۸مه نېټه له انګلنډ سره
د جون پر ۲۲مه نېټه له هند سره
د جون پر ۲۴مه نېټه له بنګلدېش سره
د جون پر ۲۹مه نېټه له پاکستان سره
او د جولای پر۴مه نېټه له ویسټ انډیز سره
نوملړ

ګلبدین نایب (لوبډلمشر)
محمد شهزاد ، نورعلي ځدران ، حضرت ځاځی ، رحمت شاه ، اصغرافغان ، حشمت الله شاهدي، نجیب الله ځدران ، سمیع الله شینواری، محمدنبي، راشدخان ، دولت ځدران ، افتاب عالم ، حمید حسن او مجیب الرحمان.