Advertisements
سپورټ کورنی کرکټ نړیوال کرکټ

افغان لوبډلې په شل اوریزو لوبو کې چټکه نیمه سلیزه ووهله

د نړۍ په کچه افغان لوبډله لومړنۍ هغه شوه، چې په شل اوریزو لوبو کې یې ژر د بریاوو پنځوسیزه ووهله.

د هېواد لوبډله د هغه نوملړ په سرکې ده، چې په لږو لوبوکې یې ۵۱ بریاوې خپلې کړې او ریکارډ یې ثبت کړ.

کله چې افغان لوبډلې له ۲۰۰۸ زږدیز کال څخه له دوهمه درجه او بشپړ غړیتوب لرونکو لوبډلو سره لوبې پیل کړي، تر دې دمه یې ټولې ۷۳ شل اوریزې لوبې کړي دي.

په ۷۳ لوبو کې افغان لوبډلې ۵۱ شل اوریزې لوبې ګټلي دي، ۲۲ یې بایللي دي او د بریاوو سلنه یې ۶۹ اعشاریه ۸۶ ده.

اوس مهال افغان لوبډله د هغو لوبډلو په قطار کې لومړۍ ده، چې تر ټولو ژر یې ۵۱ لوبې ګټلي دي.

بل پلو افغان لوبډلې په لنډ وخت کې ۱۲ لوبې سر په سر وګټلې، چې دایې په شل اوریزو لوبو کې یو بل ستر ریکارډ دی.

Fastest-team-to-50-wins-in-Twenty20-Internationals.png

۲۰۱۸ کال په وروستیو کې د بنګله دېش پر وړاندې افغانستان درې لوبو کې سر په سر بری خپل کړ، افغانستان درې د صفر پر وړاندې بنګله دېش ته ماته ورکړه.

افغان لوبډلمشر راشدخان ارمان په تازه مرکه کې وویل:

« دا د افغان لوبغاړو هوښیارتیا ده، چې لوبډلو ته ماتې ورکوو، هغه زیاتوي چې تر فزیکي شتون وراخوا د لوبې لپاره ذهني او فکري شتون ډېر اړین دی».

راشدخان بیا لومړنی لوبډلمشر شو، چې په خپله لومړۍ لوبډلمشرۍ کې یې د ټېسټ لوبې بریا پسې دوه شل اوریزې لوبې له مختلفو لوبډلو وګټلې؛ زِمبابوې او بنګله دېش یې مات کړل.

د کرېک ټرکر وېب پاڼې لیکلي، افغانستان لومړنی هېواد دی، چې ژر د شل اوریزو لوبو په لړ کې د بریاوو پنځوسیزه وهي.

afg t20 re.JPG

له ۲۰۱۰ کال راهیسې محمدنبي عیسی خېل د افغانستان لپاره ۶۸ شل اوریزې لوبې کړي، محمد شهزاد ۶۵ لوبو کې برخه اخېستې، سمیع الله شینواري ۶۱ لوبې کړي، اصغرافغان ۵۹ او نجیب الله ځدران بیا ۵۰ لوبو کې برخه اخېستې ده.

د افغان لوبډلې لپاره په شل اوریزو لوبوکې په لومړۍ وېکټ نړیواله ملګرتیا حضرت الله ځاځي او عثمان غني کړې، دواړو په ایرلېنډ په ۲۰۱۹ م کال کې د فبروري په ۲۳ مه نېټه ۲۳۶ منډې ملګرتیا وکړه او نړیوال ریکارډ یې جوړ کړ.

 

 

 

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سمیع الله درانی