افغانستان سرسکالو سوله سیاست

افغان پلاوی قطر ته لاړ؛ د طالبانو د مرکچي پلاوي نوی مشر څوک دی؟

د بین الافغاني مذاکراتو په درشل کې د طالبانو د مرکچي پلاوي په ډله کې ځینې اساسي بدلونونه رامنځته شوي او عبدالحکیم د طالبانو د مرکچي پلاوي د مشر په توګه ګومارل شوی.

طلوع نیوز لیکلي، مولوي عبدالحکیم د پښتنو درانيو او  اسحاقزیو په ټبر پورې تړاو لري، نوموړی د افغانستان د سويل د کندهار د پنجوايي ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی دی، هغه د طالبانو یو پیاوړی مشر دی او د طالبانو ترمنځ د استاد ځای لري، عبدالحکیم د طالبانو له پخواني مشر ملا اختر منصور سره نژدې اړيکې درلودې.

طالبانو ته نږدې سرچینې طلوع نیوز ته ويلي، مولوي عبدالحکیم د طالبانو د قاضي القضات په توګه د دغې ډلې تر ټولو مهمې فتواګانې ورکوي. او هغه به په پوره صلاحیت سره د خبرو اترو پر مېز د افغانستان حکومت پر وړاندې را څرکندېږي.

دغه سرچینې زیاتوي، مولوي عبدالحکیم چې ډېرو طالبانو ته د استاد مقام لري، او له ملا منصور سره چې د طالبانو پخوانی مشر و، نژدې اړیکې لرلې، ان تر دې چې د دې احتمال و چې د ملا منصور وژل کېدو وروسته به د طالبانو د تحریک د مشر په توګه وټاکل شي.

د طالبانو پخواني قومندان سید اکبر اغا ویلي وايي؛ قاضي عبدالحکیم یو ښه ملا دی، او له ماسره یې په حقاني مدرسه کې د دوو کلونو لپاره درس ويلی دی او ډېری طالبان د هغه زده‌کوونکي دي.

د طالبانو د ۲۰۲۰ د سپټمبر په شپږمه نېټه د یوې خپرې شوې اعلاميې کې ویلي، د دغې ډلې لومړۍ ناسته د مرکچي پلاوي او د دغې ډلې سیاسي دفتر ترمنځ په دوحې کې ترسره شوه. په دغې اعلاميې کې راغلي چې ملا برادر اخند د طالبانو د ډلې معاون، په‌دغې ناستې کې د مرکچي پلاوي د دندو په اړه وغږیدل.

په ورته وخت کې، د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل ټویټر لیکلي، چې د دغې ډلې مرکچي پلاوی اعلان شو او ۲۱ غړي لري. مجاهد زیاتوي چې مولوي عبدالحکیم د طالبانو د ډلې د مشر په توګه او شیر محمد عباس ستانکزي د مرستیال او همداراز محمد نعیم وردګ د طالبانو د سیاسي دفتر د نوي ویاند په توګه قطر دفتر ته ورپېژندل شوی دی.

Talib Leader.jpg

له بلې خوا په دغو ورځو کې د بین الافغاني مذاکراتو پیل د طالبانو او د افغانستان د دولت ترمنځ د دغه هېواد تر ټولو اړینه موضوع ده، خو د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني خبرداری ورکوي، چې هېڅ څوک افغانستان نه شي ويشلی. محمد اشرف غني ټینګار وکړ(هېڅ څوک افغانستان نه شي ويشلی، په افغانستان کې زه او ته نه شته، موږ یو او زموږ ملي اراده هېڅ څوک تر پښو لاندې نه شي کولای). محمد اشرف غني خپلې دغه خبرې د بین الافغاني مذاکراتو په پیل کې چې سبا به پیل شي وکړې.

په همدې تړاو، د افغانستان دولت د مرکچي پلاوی د محمد معصوم ستانکزي په مشرۍ چمتو شوی دی او نن یې قطر ته سفر وکړ.

Masoom.png

همدارنګه، د امریکې د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د افغانستان ته د سولې په برخه کې د امریکې د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت استازی زلمی خلیلزاد د بین الافغاني مذاکراتو  ژرترژره پیل په موخه د قطر دوحې ته سفر کړی دی.

د یادونې وړ ده چې د بندیانو د تبادلې پروسه د افغانستان دولت او د طالبانو د ډلې ترمنځ پای ته رسیدلې ده، او دواړه خوا وې بین الافغاني مذاکراتو ته چمتو دي.

باید وویل شي چې څو شیبې وړاندې افغان حکومت اعلان وکړ چې شیبې وړاندې افغان پلاوی قطر ته روان شو. د مصالحې عالي شورا ویلي چې دې پلاوي کې ددې شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله او د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر حنیف اتمر هم شامل دي.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عایشه حیدري ، کابل

تبصره مو ولیکئ