افغانستان سرسکالو سوله سیاست

د ISI پخوانی مشر: ولسمشر غني تحمیل شوی او راتلونکې کې به هیڅ رول ونه لري

لیکنه: بشر درویش
راپور: بشر درویش

د پاکستان د پوځي استخباراتو پخواني رییس ویلي دي چې د افغانستان اوسنی ولسمشر په دغه هیواد تحمیل شوی او په راتلونکي کې به افغانستان کې هیڅ رول ونه لري.

د ISI د پوځي استخباراتو پخواني رییس اسد دراني ویلي، چې اوسنی ولسمشر محمد اشرف غني به د سولې له موافقې وروسته د افغانستان په راتلونکي کې هیڅ رول نه لري او ښاغلی غني یې تحمیل شوی وباله.

نوموړ ویلي:

 «موږ د افغانستان راتلونکي په اړه اندیښمن نه یوو، طالبان حاکم دریځ لري، دوی د امریکايي ځواکونو په وړاندې جګړه وګټله.»

اسد دراني ویلي، پاکستان به افغانستان کې راتلونکې کې هیڅ رول ونه لري او ګټه هم نه لري چې رول ولوبوي.

نوموړي زیاته کړې ده؛ پاکستان په افغانستان کې خپل اصلي هدف ترلاسه کړی او د طالبانو او امریکاد ترمنځ د سولې پروسه اسانه کړې او اوس باید د افغانانو خپلمنځي خبرو اترو د بریالي کیدو تضمین ترلاسه شي.

دې پخواني استخباراتي مشر همداراز ویلي چې په افغانستان کې د سعودي عربستان رول پای ته رسیدلی.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې افغانانو اندیښنه څرګنده کړې چې په افغان سوله کې پاکستان خپلې موخې لري چې شاید دا افغانستان لپاره په زیان تمامې شي.

ویل شوي پاکستان یوځل بیا غواړي د افغانستان اوسنی سیستم په دې نوم ړنګ شي چې له سره او پاک سیستم جوړیږي چې دا کار به افغانستان خورا بد حالت ته بوځي.

له بله پلوه یو شمیر شنونکو ډاډ څرګند کړی چې پخوانی حالت نه شي تکراریدی او افغانا ویښ دي.

باید وویل شي چې تازه په قطر کې د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ بین الافغاني خبرې پيلیدونکي دي. وبه لیدل شي چې تر کومه دوام او بریالي کیږي.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي

تبصره مو ولیکئ