عبدالله: مقابل لوری دې د اوربند لپاره عملي او صادقانه ګامونه پورته کړي

راپور: بشر درویش

د پخلاینې عالي شورا رییس ډاکټرعبدالله عبدالله په دوحه کې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت له مرکچي پلاوي سره خبرې وکړې.
دا خبرې تیره پنجشنبه د ویډیو کنفرانس له لارې شوي دي.
دې خبرو کې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د مرکچي پلاوي مشر معصوم ستانکزي د پلاوي په شتون کې په دویم پړاو خبرو اترو کې د خپلو فعالیتونو، لاسته راوړنو او ننګونو په اړه بشپړ راپور وړاندې کړی دی.
د پخلاینې عالي شورا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې ښاغلي ستانکزي د جګړې د ختمېدو، د وینې توېدنې د درېدو او د افغان ستونزې د سیاسي حل په برخه کې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د مرکچي پلاوي په قوي عزم او ارادې ټینګار وکړ.
سرچینه وايي، ډاکټرعبدالله د مرکچي پلاوي هڅې او حوصله مندي ستایلې او له هغوی یې غوښتنه وکړه، چې په صبر، هدفمندانه او د ملي ګټو په نظر کې نیولو سره د سولې خبرې اترې مخته یوسي.
هغه په خپلو خبرو کې ټینګار کړی، چې د سولې په خبرو کې د جنګ ختمول، ژر اوربند او د هدفي وژنو پایې ته رسول د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لومړیتوبونه دي:

« نظام سیاسي رهبران او د افغانستان خلک په یو قوت سره له تاسو د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د مرکچي پلاوي په عنوان ملاتړ کوي، تاسو هم باید د افغانستان د اسلامي جمهوریت په استازولۍ د ملي ګټو په نظر کې نیولو سره د سولې په خبرو اترو کې د افغانانو لومړیتوبونه په هدفمند او قاطع ډول تعقیب کړئ.»

د نوموړي په وینا؛ د افغانستان اسلامي جمهوریت د جګړې د دایمي ختمېدو او د تلپاتې سولې او ثبات په برخه کې د سولې په خبرو اترو کې ژمن دی او پدې برخه کې یې ډېر مهم ګامونه پورته کړي دي او له مقابل طرف څخه هم غوښتنه لرو، چې د وینې دوېدنې د درېدو، د جګړې او تاوتریخوالې د ختمېدو په برخه کې عملي او صادقانه ګامونه پورته کړي.
د مصالحې عالي شورا ویلي چې ډاکټرعبدالله مرکچي پلاوي ته ډاډ ورکړ، چې د سیمي او نړۍ هېوادونه د جګړې د ختمېدو او سولې ته د رسېدو په برخه کې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت څخه ملاتړ کوي، د سیمي او نړۍ هېوادونو دغه پېغام په واضح ډول طالبانو ته هم رسولی دی.
دا په داسې حال کې ده چې تازه د طالب پلاوي یوه غړي مسکو ته په خپل سفر کې ویلي چې ولسمشر غني دې استعفاء ورکړي، تر هغې وروسته به اوربند وکړي.
په عین حال کې افغان حکومت ویلي چې هیڅکله به پخوانۍ تجربه تکرار نه کړي او ویلي دي چې خپله قانوني دوره به بشپړه کړي.
د طالبانو وروستۍ غوښتنې پر ټولنیزو شبکو هم د خلکو تاوده منفي غبرګونونه راپارولي او ټینګار یې کړی چې باید افغانستان تیر بد حالت ته ورټیل نه وهل شي.
 

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.







سبا د ټیست نړیوالې اتلولۍ پایلوبه پيلیږي

by محمد صابر حمیدي ، کندهار in سپورټ

د ټیسټ نړیوالې اتلولې پایلوبې ته هند او نیوزیلینډ کرکټ ملې لوبډلو لاره پيداکړې، چې د یادو هیوادونو کرکټ بورډونو یادي پایلوبې ته خپلې لوبډلې اعلان کړې.  د ټیسټ نړیوالې اتلولۍ پایلوبه د کرکټ نړیوالې ... نور ولولئ