راپور: بشر درویش
د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر په کابل کې د پاکستان له سفیر منصور احمد خان سره وکتل.
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر نوموړي ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ هیله څرګنده کړه چې د نوموړي د ماموریت پر مهال د دواړو هیوادونو اړیکې لازیاتې پیاوړې او پراخې شي.
ښاغلی خان تازه افغانستان ته د پاکستان د سفیر په حیث رالیږل شوی دی.
د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه کې ویل شوي چې حنیف اتمر افغانستان سره په بیلابيلو برخو په تیره بیا د افغانستان د سولې له بهیر څخه د پاکستان له ملاتړ او همکارۍ مننه وکړه.
په کابل کې د پاکستان سفیر د افغانستان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې د مذاکراتو پیل په افغانستان او سیمه کې د ټیکاو او سولې لپاره مهم ګام وباله او زیاته یې کړه چې پاکستان به د افغانستان د سولې له مذاکراتو څخه چې پایله یې اوربند او دوامداره سوله وي، ملاتړ وکړي.
د پاکستان سفیر د افغانانو لپاره د ویزې د ستونزو د حل په تړاو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ته ډاډ ورکړ.
نوموړي وویل:
»د ویزې نوي پرانیستي رژیم ته په کتو به، افغانانو ته اوږدمهالې ویزې ورکړل شي او ناروغانو او ناروغ پالانو ته به هم چې پاکستان ته له خپلو ناروغانو سره د درملنې په موخه سفر کوي، آسانه شرایط په پام کې ونیول شي. «
ښاغلی خان زیاته کړه، په افغانستان کې د پاکستان په سفارت او ټولو اړوندو قونسلګریو کې دغه نوی رژیم پيل شوی او په پلي کېدو به یې ټولې اوسنۍ ستونزې چې افغانان د پاکستان د وېزې اخیستو برخه کې ورسره مخ وو، ژر تر ژره حل شي.
سرچینه وايي، د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د پاکستان د وېزو د نوي رژيم د پلي کېدو په تړاو د یاد هېواد د سفیر له توضیحاتو په مننې وویل:
»دا لړۍ به د دواړو هیوادونو ولسي اړیکې لازیاتې پياوړي کړي «.
دې ناسته کې ښاغلي اتمر د دواړو هېوادونو د دولتونو ترمنځ د اړیکو د لازیاتې پراختیا لپاره د شته سیاسي ارادې په هکله خبرې وکړې او هغه یې د سولې بهیر د بریالیتوب لپاره مهمې وګڼلې.