د افغان او پاکستاني چارواکو ناسته؛ د خپلسرو تاسیساتو جوړیدو پر درولو خبرې وشوې

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی
راپور: بشر درویش

محمد حنیف اتمر د بهرنیو چارو و وزارت سرپرست د پاکستان د بهرنیو چارو مرستیال سهیل محمود سره وکتل.
دا لیدنه پرون شوې.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي؛ ښاغلي محمود د یو لوړ پوړي پلاوي، چې د پاکستان د بیلابیلو بنسټونو استازي په کې حضور لري، په مشرۍ «د سولې لپاره د افغانستان او پاکستان د سولې او پيوستون د عمل پلان» دوره يي ناستې کې د ګ‌‌‌‌‌‌ډون په موخه کابل ته راغلي وو.
په دې ناسته کې د دواړو هیوادونو ترمنځ پر نظامي او امنیتي همکاریو ټینګار وشو. همداشان پاکستان سره په بیلابیلو برخو کې د اړیکو د پراختیا لپاره د افغانستان پر ریښتنی هو‌‌‌‌‌‌ډ او ارادې خبرې وشوې.

د تاسیساتو بندیدل

یاد وزارت ویلي؛ د دیورند له کرښې څخه هاخوا د افغانستان په بیلابیلو سیمو د توغنديو راویشتلو په دریدو، ددې هیواد له لوري په خپل سرو تأسيساتو د جوړولو دریدل او د دواړو هیوادونو ترمنځ د پولې پر خلاصیدو باندې ټینګار وشو.
یاران له نورو رسنیو 185 د افغان او پاکستاني چارواکو ناسته؛ د خپلسرو تاسیساتو جوړیدو پر درولو خبرې وشوې
ښاغلي اتمر  د سیمه یېزې نښلیدو، د ترانسپورت او سوداګرۍ پراختیا، د حیرتان_ کابل_ پيښور او حیرتان_ هرات_ کندهار_ کویټې د ریل پټلیو غزیدو په هکله خپل لید لوری پاکستاني هیېت سره شریک کړ.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د افغان ک‌‌‌‌‌‌ډوالو څخه د پاکستان د کوربه توب څخه په مننې سره، وویل چې د افغان دولت وطن ته د هغوی د عزتمندانه او داوطلبانه راستنیدو په برخه کې اوږد مهالې برنامې باندې کار کوي.

د سولې بهیر

خبرپاڼه کې ویل شوي؛ د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال د دوه اړخیزو اړیکو پر پياوړی کيدو باندې د بحث ترڅنګ، د افغانانو په مالکیت او رهبرۍ د افغانستان د سولې بهیر څخه د خپل هیواد د هر اړخیز ملاتړ ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډ بهرنیو چارو وزیر ته ورکړ.
ویل شوي چې، د سولې او پیوستون لپاره د افغانستان – پاکستان د عمل پلان د ژمنو د تعقیب دویمه ناسته پرون، د افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزارتونو مرستیالانو، میرویس ناب او سهیل محمود په مشرۍ، د افغانستان په بهرنیو چارو وزارت کې ترسره شوه.
 

About ياران ټیم 3438 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.