فبروري 26, 2021

افغان حکومت، پاکستان ته: بریدونه مو سم د لاسه بند کړئ

راپور: بشر درویش
کابل – د بهرنیو چارو وزارت د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د پاکستاني ځواکونو د راکیټي بریدونو په هکله چې د کونړ ولایت مرکز د اسعداباد ښار باندې شوي وه، پاکستان حکومت ته په یوه اعلامیه کې د اعتراض او اندیښنې شدید مراتب څرګند کړي دي.
د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه کې ویل شوي؛ د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان سفیر او همدارنګه په اسلام آباد کې د افغانستان سفارت لخوا د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزارت د لوړ پوړو چارواکو سره په اړیکه کې د نوموړي هېواد د پوځ لخوا د ډيورند د فرضي کرښې په اوږدو کې د راکیټي بریدونو په اړه د افغانستان د دولت اعتراض او ژوره اندیښنه څرګنده کړې ده.
افغان حکومت د پاکستان چارواکو ته ویلي چې دا ډول ګامونه د دواړو هیوادونو پر دیپلوماتیکو اړیکو ژور منفي تاثیر کولی شي.
افغان بهرنیو چارو وزارت ویلي د دیپلوماتیکو هڅو په پایله کې، پریکړه وشوه چې راکیټي بریدونه سمدلاسه بند کړي ترڅو د اوضاع د لاکړکیچن کیدلو مخه ونیول شي.

ویل شوي؛ د دواړو هیوادونو دفاعي چارواکو ترمنځ د اړیکې له لارې د وروستۍ پیښې د علتونو څیړنه او د هغوی د تکرار د مخنیوي لپاره د موجوده جوړښتونو په نظر کې نیولو سره د دواړو لورو لخوا لازمي اقدامات باید ترسره شي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت دا اندیښنه داسې مهال څرګندوي چې په تیرو څو ورځو کې د پاکستاني ځواکونو له لورې پر کونړ ولایت بریدونه شوي چې د سر او مال زیانونه یې اړولي دي.
دا لومړی ځل نه دی چې پر کونړ او نورو سیمو د پاکستاني ځواکونو له لورې بریدونه کیږي، بلکې له نامنل شوې فرضې کرښې هم را اوړي او د پرلپسې تاسیساتو جوړولو راپورونه ورکول کیږي.
باید وویل شي چې مخکې هم افغان حکومت ورته اندیښنې څرګندې کړي دي، خو ښکاري کومه ښه پایله یې نه ده لرلې، دا ځل به ولیدل شي چې څومره د دا ډول بریدونو مخه نیول کیدای شي.

 
 
 

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي


*