افغانستان سرسکالو سیاست

د افغان او پاکستاني ځواکونو جګړه؛ افغان ځواکونو کلکه دفاع وکړه

لیکنه: مهر تاج
خبر: مهر تاج

د ننګرهار مومند درې د غوړکې سیمه کې د ډیورند فرضي کرښه باندې د پاکستان پوځ او افغان پوله ساتو (سرحدي ځواکونو) تر منځ سخته جګړه شوي ده.

د ننګرهار ولایت مقام ویاند ” عطاءالله خوږیاڼي” په وینا؛ پرون ماښام ٦ بجي پاکستاني پوځ لخوا ځیني تحرکات پیل شول او دوی غوښتل چې غوړکي سیمه کې دروازه ودروي. لمړی سر کې افغان پوله ساتو لخوا د دوی د کړنو د درولو او مخنیوي هڅې وشوې، خو په پایله کې د پاکستان پوځ لخوا ډزې پیل شوي، او افغان پوله ساتو د ځان او خپلې خاورې نه د ساتنې په موخه ملا وتړله او د دوی سره یې جګړې ته ورودانګل.

 

IMG-20200904-WA0002.jpg

افغان پوځونو د خپلې خاورې نه په کلکه دفاع وکړله.

نوموړی وايي، د ننګرهار والي “ضیالحق امرخیل” په مستقمه توګه د پوله ساتو قوتونو سره په اړیکه کې وو او د دوی میړانه یې ستایلي ده.

د ولایت د مقام ویاند ښاغلي خوږیاڼي په وینا اوس مهال سیمه کې جګړه ولاړه ده او پاکستاني پوځونه بیرته په شا شوي دي.

هغه زیاته کړې:

«د بده مرغه زموږ دري تنه سرتیري ټپیان او بریدمل “حلیم لغمانی” د خپلې خاورې د ساتني په لار کې د شهادت لوړ مقام ته رسیدلي دی.»

IMG-20200904-WA0001.jpg

د یادونې وړ ده، چې د پاکستاني پوځونو یا حکومت دا ډول بریدونه کومه نوې خبره او تازه پېښه نده، بلکې له دې وړاندې یې هم ورته بریدونه کړي او پر ملکي افغانانو یې توپونه ورولي دي.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مهر تاج

تبصره مو ولیکئ