د سولې هڅو سره هم مهاله؛ جګړه ولې توده شوې، امریکا او پاکستان څه غواړي؟

د افغان سولې هڅو له ګرمیدو سره د جګړې شدت هم په زیاتیدو دی.
نن د کابل په ګډون د هېواد یو شمېر نورې سیمې د مختلفو خونړیو پېښو شاهدانې وې.
په پېښو کې اکثره ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې او ورسره یې بیا د جګړې د شدت اندیښنې زیاتې کړي.
دا پېښې په داسې وخت دي، چې د پاکستان صدراعظم عمران خان امریکا ته د سفر پرمهال له امریکایي ولسمشر سره ژمنه کړې، چې د افغان سولې هڅو له پياوړتیا سره به پوره همکاري کوي.
د پردې شاته څه دي؟
د افغانستان ـ امریکا او پاکستان ـ امریکا له وروستیو اړیکو ښکاري، چې د سولې د روانو هڅو پرسر د افغانستان ـ امریکا اړیکې خړې شوي او د پاکستان ـ امریکا اړیکې خوږې شوي دي.
د دغه بدلون یو لوی دلیل دا اټکلیږي،چې پاکستان او امریکا د افغانستان د سولې د روانو هڅو او هم له سولې وروسته د نورو بدلونونو په اړه ځینو پټو هوکړو ته رسیدلي.
وړاندوینې دا دي، چې امریکا او پاکستان په سیمه او خاص ډول افغانستان کې د ګډو اجنډاوو د لرلو موافقه کړې.
د دغې موافقې له مخې طالبان به د سیاسي بهیر او واک یوه برخه ګرځول کیږي او د افغانستان اوسنی حکومت به د انزوا خوا ته وړل کیږي.
ویل کیږي، چې همداسې او دې ته ورته اجنډاوې د افغانستان ـ امریکا اړیکو د ترینګلي کیدو سبب شوي.
مخکې مو ولیدل، چې د افغان حکومت لوړپوړو کسانو د امریکا په مشرۍ د سولې روانې هڅې له معاملې ډکې وګڼلې.
د عمران خان او ټرمپ وروستۍ لیدنې ته د افغانستان مخکیني ولسمشر حامد کرزي هم د افغانستان پر سر د دواړو هېوادونو د معاملې نوم ورکړی.
جګړه ولې سختیږي؟
د جګړې د شدت په اړه وړاندوینه دا ده، چې پاکستان پر افغان حکومت د نوې اجنډا د منلو لپاره دغه کار ته زور ورکړی.
پاکستان غواړي افغان حکومت د خپلو نوو پلانونو همغږۍ او ملاتړ ته مجبوره کړي.
دغه هېواد د وسله والو طالبانو د آمر په حیث کولای شي د جګړې لپاره په دغه مساعد موسم کې مزاحمت او سرخوږی زیات کړي.
خو افغان حکومت کولای شي د دغو مزاحمتونو پر وړاندې د سیاسي چمتووالي ترڅنګ پياوړی امنیتي ـ استخباراتي چمتووالی ونیسي او زیاتیدونکي ګواښونه مهار کړي.
د دې ترڅنګ د دغو لوبو په اړه ولس ته وضاحت ورکول او د سیاسي اجماع جوړول خورا اړین دي.
 

وروستي مطالب