سپورټ کرکټ

نوي درجه بندي؛ “محمد نبي” دویم مقام کې راغلی

لیکنه: مهر تاج

 

په یو ورځنۍ درجه بندي کې د بابر اعظم دریم پوزیشن ساتل شوی ، شاهین افریدي په 20 غوره لیګ کې

د کریکټ نړیوالې شورا (آی سي سي) د شل اوریزو لوبغاړو نوې درجه بندي خپره کړه.

د پاکستان کپتان بابر اعظم د توپ وهونکو په لیست کې دریم مقام خپل کړی، چې ۱۹ نمرو ته اړتیا لري ترڅو د آی سي سي په درجه بندۍ کې دویم مقام ته ورسېږي، بیا د هند “روهیت شرما” په دویم مقام او ویرات کوهلي په لومړي مقام کې دی.

د شل اوریزو تیزو بالرانو په درجه بندۍ کې؛ “شاهین افریدي” د خپل کیریر غوره درجه ترلاسه کړي.

نوموړی د بالرانو په درجه بندۍ کې په 20 اوریزو لوبو کې مخکښ دی، چې د ۸ مقام څخه ۱۶نمبر ته پورته شوی.

“محمد عامر” په اتم نمبر او د نیوزیلینډ “ټرینټ بولټ” په لومړي نمبر کې دی.

په آل راونډرانو کې بیا د پاکستان “عماد وسیم” یو ځای پنځم ته راوتلی ، پداسې حال کې چې “شکیب الحسن” لومړی او د افغانستان “محمدنبي” دوهم ځای لري.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مهر تاج

تبصره مو ولیکئ