افغانستان سرسکالو سوله سیاست کلتور او هنر

د کرزي مقايسه؛ ولې یې امپراتور او قومندان په یوه تله کې تللي؟

لیکنه: بشر درویش
ليکنه: بشر درویش

د افغانستان پخواني ولسمشر په یوه وروستي پوسټ افغانانو تاوده غبرګونونه پاريدلي.

دا په تېره یوه یا دوه ورځو کې دویمه هغه مسله ده چې په افغان رسنیو کې د بحث وړ ګرځېدلې.

خو جالبیت یې دا دی چې دویمه هغه یې هم د لومړۍ مسلې ته د غبرګون په ترڅ کې راپورته شوې ده.

اصلي مسله؟

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ دویم مرستیال سرور دانش وړمه ورځ بلخ کې د خپلو خبرو پرمهال سدوزیو او محمدزیانو واکمني د طالبانو له واکمنۍ سره یو شان وبلله.

دې خبرو یې تاوده غبرګونونه وپارول. چې په دې ډله کې ښاغلي کرزي هم دوه جلا غبرګونونه لرل چې یو هغه یې د سختو نیوکو سبب شو.

کرزي څه ويلي؟

نوموړي د استاد خليل الله خليلي يو شعر ليکلی چې په کې د بابا او احمد شاه مسعود یادونه شوې.

هغه له دې سره د احمدشاه بابا او احمد شاه مسعود عکسونه یوځای خپاره کړي دي.

ولې دا پرتله، آیا مناسبه ده؟

احمد شاه بابا د نړۍ له پیاوړیو او نوموتو امپراتورانو څخه و. د هغه نوم د افغانستان او نړۍ په تاريخ کې په زرينو کرښو لیکل شوی دی.

او احمد شاه مسعود چې په یوه ځانمرګي برید کې یې څو کاله مخکې ژوند له لاسه ورکړی، یو داخلي قومندان و او هغه هم تر ډېره په داخلي جګړو کې ښکېل و.

ښکاري چې حامد کرزی د احمد شاه مسعود تر دومره اغيز لاندې دی چې له تاريخي څيرو سره يې هم پرتله کوي. او دا تأثير د هغه د واک پرمهال لا ډير څرګند شوی.

هغه په درناوي خو دا هېڅکله منصفانه نه ده چې امپراتور او قومندان دې په یوه ترازو کې واچول شي.

احمد شاه مسعود لکه د حکمتیار او نورو د وخت جنګي مشرانو په څیر په داخلي جګړو کې ښکيل ول، ددوی اختلاف افغانستان تر دغسې حالت را رسولی دی.

نور یې که پریږدو داسې ووایو چې هر څوک په خپل ذات کې نیمګړتیاوې لري، خو هیڅ اړتیا نشته چې یو مخکينی ویاړلی امپراتور دې د اوسني عصر له یوه قومندان سره پرتله شي او دا پرتلنه هم د ېو هېواد د مخکیني ولسمشر له لورې نامناسبه او پاروونکې ده.

دلته هم هېڅ اړتیا نه وه چې ښاغلی کرزی دې د سرور دانش ددې خبرو په غبرګون کې داسې ګام پورته کړي.

ښاغلي کرزي د خلکو ددې غبرګونونو په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

په ټوله کې د خلکو له تودو غبرګونونو یې باید زده کړل شي چې د ملت د ارادې خلاف ګام باید پورته نه شي، ملت، خدمتګار او خاین هم پېژني او که هر ډول ګام هر څوک پورته کوي، ملت یې څاري.

هیله ده ښاغلی کرزی او هر سیاسي رهبر راتلونکې کې د ملت ارزښتونو ته درناوی وکړي او تفرقې ته د لار جوړيدو پرځای ملت یووالي ته وهڅوي.

په خوا کې یې ملت هم باید همداسې ويښ اوسي، خو نیوکې باید په چوکاټ کې اوسي او لکه څنګه یې چې د دانش او کرزي په غبرګون کې غږ پورته کړ، همداسې غږ دې د جګړې او جګړه مارو خلاف هم پورته کړي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي

تبصره مو ولیکئ