افغانستان سرسکالو سیاست

کابل ته توغندي له کومه ځایه يوړل شول؛ د خلکو پوښتنې به کله ځوابیږي؟

لیکنه: مهر تاج
لیکنه: مهر تاج

د کابل په راکټي بریدونو کې د تل په څېر لس تنه مظلومان شهیدان او نږدي ۶۳ نور ټپیان شوي دي.

پرون د قوس دویمه دکابل ښار شمال لوري نه د دوو مختلفو ځایونو نه تقریباً ٢٣ راکټه وتوغول شول چې
دا راکټونه د کابل ښار په دیپلوماتیکه ساحه یعني د ایران سفارت بهرنیو چارو وزارت، صدارت او د ملي دفاع وزارت په انګړه کې لګیدلي او نور ټول راکټونه د عامو خلکو په استوګن ځایونو لګیدلي دي.

د ولسمشر لمړي مرستیال “امرالله صالح” د خپرو شويو ارقامو مطابق تقریباً د دغه پيښو ټول شهیدان او ټپیان ځوانان دي.

میلاد ۲۲ کلن، شقایق ۲۰ کلنه، مشعل ۲۰ کلن، فردوس ۲۳ کلن، یارمحمد ۳۱ کلن، موسی ۲۵ کلن، رازمحمد ۳۰ کلن، بازمحمد نامعلوم، عمر، فاطمه ۱۹ کلنه او یو تن، چې هویت یې نه دی څرګند شوی او ۶۳ نور د کابل ښاریان ټپیان دي.

IMG-20201122-WA0004.jpg
د امرالله صالح د وینا په حواله، دا هغه لنډ واټن ویشتونکي توغندي دي، چې د تنظمي جګړو پر مهال کاریدل، چې اوس مهال دا راکټونه د کابل په شمالي ساحه یعني نږدي ولسوالیو کې د پخوانیو قومندانانو سره موجود دي.

لمړی مرستیال د دې خبرې په کولو سره مستقماً اشاره جهادي قومندانانو لوري ته کوي، چې ګویا دوی دغه پېښه کې شریک دي. یعني دا برید یا دوی ترسره کړی دی او یا هم دوی دښمن ته لار هواره کړي ده، چې د زرو په بیه یې دا وسلې د دښمن په اختیار کې ورکړي دي.

IMG-20201122-WA0008.jpg

لمړي مرستیال دا هم ویلي، چې د پیښې ترسره کوونکی نیول شوی دی.

وروستيو پېښو هر شنونکی او مبصر حیران کړی دی. په کابل پوهنتون باندې د وسله وال برید پړه هم داسي کسانو پر غاړه واخستله او پلانوونکي هم ونیول شو، چې ټول د کابل د شمال اوسیدونکي وو.

IMG-20201122-WA0009.jpg
اوسني برید بیا د خلکو فکرونه د کابل شمال لوري ته اړولي، چې کابل شمال د “جمعت اسلامي” د پلویانو کور بلل کېږي. پدې ورستیو ١٨ کلنو کې جمعت اسلامي د حکومت برخه وال ؤو، چې پدې سیمو کې کاملاً امن ؤو.
تل جنوبي ولایات د جګړو په اور کې سوځېدل، چې د دښمن جنګیالي به هم په عموم کې د جنوبي ولایاتو اوسیدونکي وو.

خو اوس داسې څه وشول، چې بریدګر او د دوی اکمال کوؤنکي د شمالي ولایاتو اوسیدونکي څرګندېږي؟!

IMG-20201122-WA0007.jpg

دلته د دوه پېښو امکان شته؛ یا په شمالي ولایاتو کې کومه نوې ترورستي ډله فعاله شوې ده او یا هم طالبانو او داعش د شمال جهادي قومندانانو تر منځ نفوذ کړی دی.

دا موضوع به وروسته بیا روښانه شي.

اوس مهال د کابل میشتو لویه اندېښنه د کابل خراب امنیت او بد حالت/وضعیت دی.

د هر ښاري په ذهن کې دا پوښتنې راټوکېدلي دي، چې ولې نیول شوي تورن علني محاکمه کېږي نه؟
ولې مجرمین نه زنداني کېږي؟
ولې د دوی امنیت ته توجه نه کېږي؟
سره د زرهاو امنیتي منسوبینو دا خلک او توغندي د کابل تر زړه څنګه او د چا په مرسته رارسیږي ؟
او سل داسي نور بر حقه او رښتنیني پوښتنې…؟؟؟!!!

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مهر تاج

تبصره مو ولیکئ