سپورټ کورنی کرکټ نړیوال کرکټ

ایرلېنډ د افغانستان په ګډون د څلورو نړیوالو لوبډلو کوربتوب کوي

د نړیوال جام څخه وړاندې د افغان لوبډلې پخوانۍ انډول او سیاله لوبډله غواړي د افغانستان په ګډون د څلورو نړیوالو لوبډلو هر کلی وکړي.
افغانستان، بنګله دېش، انګلستان او ویسټ انډیز به په ایرلېنډ کې ولوبېږي.

راتلونکې می میاشت کې به انګلستان کې کرکټ نه وي، دا ځکه چې د انګلستان لوبډله هم ایرلېنډ ته د لوبو لپاره ځي.

ایرلېنډ اوسمهال په یو ورځنیو لوبوکې دولسم مقام لري.

زِمبابوې د جولای میاشت کې په ایرلېنډ کې له ایرلېنډ سره درې یو ورځنۍ او درې شل اوریزې لوبې کوي.

افغانستان او ایرلېنډ په ۲۰۱۷ م کال کې د ټېسټ لوبو بشپړ غړیتوب تر لاسه کړ، افغانستان له هندوستان سره د روان کال د اګسټ په ۱۴ مه نېټه په هندوستان کې یوه ټېسټ لوبه وکړه، چې هندوستان دغه لوبه وګټله.

افغان کرکټ پوهانو او کرکټ بورډ دغه لوبه د افغانستان لپاره یوه تاریخي لوبه وبلله، چې د افغانستان د کرکټ په تاریخ کې افغان لوبډلې د بشپړ غړېتوب لرونکې او د ټېسټ لوبو لومړي مقام لرونکې لوبډلې سره ټېسټ لوبه وکړه.

د افغانستان او ایرلېنډ راتلونکې لوبې:
ایرلېنډ به له نړیوال جام وړاندې له افغانستان سره په هندوستان کې پنځه یو ورځنۍ، درې شل اوریزې او یوه ټېسټ لوبه ولري.

د کرکټ نړیوالې شورا د معلوماتو له مخې دا لوبې به د ۲۰۱۹ م کال په فبروري میاشت کې پیل شي او د مارچ تر میاشت پورې به دوام وکړي.

ایرلېنډ، افغانستان، انګلستان، زِمبابوې او بنګله دېش د می د ۳ یمې او د جولای میاشت تر ۱۳ مې نېټې پورې ۱۶ نړیوالې لوبې کوي، چې پکې یو ورځنۍ او شل اوریزې لوبې شاملې دي.

ایرلېنډ به له نړیوال جام وړاندې له انګلستان سره هم په ایرلېنډ کې یوه یو ورځنۍ لوبه ولري، له هغې وروسته به د زِمبابوې، بنګله دېش او ویسټ انډیز لوبډلو لپاره د درې اړخیز یا ټرای لوبلړۍ کوربتوب وکړي.
دغه لوبې د می په ۵ مه نېټه پېلېږي.

د می له ۱۹ مې د می تر ۲۱ مې نېټې پورې به ایرلېنډ د افغانستان لپاره د ۲ یو ورځنیو لوبو کوربه وي.

د ایرلېنډ د کرکټ اجرایوي مشر وارېن ډیوټروم ویلي، چې ۲۰۱۹ م کال کې به ایرلېنډ د هغو لوبډلو کوربه وي، چې له ډېر وخت راهیسې یې ایرلېنډ کې کرکټ نه دی کړی، په دغو لوبډلوکې افغانستان هم شامل دی.

افغانستان په فبروري میاشت کې د ایرلېنډ کوربتوب په هندوستان کې کوي، دغه لوبې به په ډېراډون سیمه کې په راجیف ګاندي لوبغالي کې ترسره شي.

له هغې وروسته به افغان او ایرلېنډۍ لوبډلې د انګلستان هېواد کې د کرکټ په کور لوبغالي یا لارډز کې یوه ۴ ورځنۍ لوبه هم وکړي.
دا لوبه به په جولای میاشت کې له نړیوال جام وروسته ترسره کېږي.

افغان لوبډله او نړیوال پنځوس اوریز جام لوبول:
دا دوهم ځل دی چې افغان لوبډله په نړیوال پنځوس اوریزجام کې لوبېږي، په ۲۰۱۵ م کال کې افغان لوبډلې په اسټرالیا او نیوزیلېنډ کې نړیوال جام ولوباوه، چې یواځې یې پکې سکاټلېنډ ته ماته ورکړه.

د ۲۰۱۹ م کال په نړیوال جام کې یې د ګډون لپاره ډېرې هلې ځلې وکړې او بالاخره د ۲۰۱۸ م کال په می میاشت کې افغان لوبډله وتوانېده، چې د لسو لوبډلو په منځ کې ځان وځلوي او نړیوال جام ته لار ومومي.

افغان کرکټ ملي لوبډلې په ۲۰۱۸ م کال کې زِمبابوې هېواد کې په کوالیفای یا نړیوال جام غوراوي جام سیالیوکې په لومړي پړاو کې ډېرې ماتې وخوړې؛ خو په قسمتونو دوهم پړاو ته ولاړه او هلته یې بیا ټولې لوبډلې ماتې کړې، ویسټ انډیز، عربي متحده امارات او نورې لوبډلې یې ښکار کړې.

بالاخره افغان لوبډلې په پایلوبه کې ویسټ انډیز ته ماته ورکړه او د ۲۰۱۹ م کال لپاره یې د غوراوي جام سیالۍ وګټلې او اتلولي یې واخېسته.

افغان لوبډله په داسې حالاتو کې نړیوال جام ته ووته، چې ډېری خلکو نړیوال جام ته د افغان لوبډلې وتل یو خوب باله، خو افغان لوبډلې دغه خوب په رښتیا بدل کړ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې