د افغانستان شپږمه جالبه لوبه او د کمزورۍ ټکی یې

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

 
افغان لوبډلې د نړیوال جام ۲۸ مه لوبه په روز بوول لوبغالي کې له هندوستان سره ترسره کړه.
دا د افغان لوبډلې شپږمه لوبه وه، چې په نړیوال جام کې یې ترسره کړه.
د توپ اچونې په برخه یې نه غږېږو، افغان بالرانو د ستاینې وړ توپ اچونه وکړه او هغه لوبډله چې د نړیوال جام د ګټلو د عوه ګیرو لوبډلو په لړکې ده، تر ۲۲۴ منډو محدوده کړه.
د مجیب لس اورونه د ۲۶ منډو ورکول او د روهېټ شرما بولډول بیخي خوندور وو، د راشدخان او محمدنبي توپ اچونه او وېکټې یې خورا په زړه پورې وې.
هندوستان په سلګو، سلګو د ویرات کولي د ۶۷ منډو او د کېدر جداف د ۵۲ منډو په مرسته ځان تر ۲۲۴ منډو ورساوه.
افغان لوبډلې ته پوره هیله مندي وه، چې دا منډې به پوره کړي او د لومړي ځل لپاره به په ۲۰۱۹ م کال نړیوال جام کې دوه نومرې ثبت کړي.
دا یوه ستره موقع هم وه، چې افغان لوبډلې باید ترې پوره ګټه اخېستې وای.
خو د افغانانو هیلې یو ځل بیا د ځېنو توپ وهونکو غېرذمه وارانه شاټونو ورژولې.
په یوه جالبه لوبه کې د افغان لوبډلې د ناکامۍ علت څلورو لوبغاړو پورې تړل کېدای شي
لومړي سرکې د حضرت الله ځاځي غېرذمه وارانه لوبې لوبډله له ستونزو سره مخ کړه؛ خو دلته بېرته رحمت شاه زرمتي او حشمت الله شهیدي لوبډله یو څه په پښو ودروله.
زمونږ پرونۍ لوبه د منځنیو ځېنو توپ وهونکو له امله وبایلل شوه، په منځنۍ برخه کې د اصغر افغان نامسئوله توپ وهنې مونږ ۳۰ سلنه له ناکامۍ سره مخ کړو، ده د توپ وهونکي ذمه واري وانخېسته، په ۱۹ توپونو یې اته منډې وکړې او د چهل له خوا کلین بولډ شو.
ورپسې دریم قدم کې په منځنۍ برخه کې نجیب الله ځدران ناکامه توپ وهنه وکړه، هغه یو ځل په باډي لاین بال بچ شو او نږدې و، چې چهل یې کېچ کړي؛ خو له دغه شاټ نوموړي عبرت وانخېست او یو ځل بیایې د هارډېک پانډیا په باډي لاین توپ د پوش شاټ هڅه وکړه؛ همغه و چې چهل ته یې اسانه کېچ په شارټ مېډ وېکټ کې په دایره کې وار واچاوه، که نجیب الله ځدران له محمدنبي عیسی خېل سره دوه اورونه نور ولاړ و، لوبه سل په سلو کې مونږ ګټله؛ خو د ده بې کاره شاټ په محمدنبي فشار زیات کړ.
له نجیب الله ځدران وروسته په توپ وهنه کې هیله راشدخان ته وه، چې محمدنبي سره به ښه ملګرتیا وکړي او محمدنبي به پرې ډاډه وي؛ خو راشدخان هم د یوې بې کاره هڅې له کبله د چهل په اوورکې وېکټ  په سټم اوټ سره له لاسه ورکړه.
راشدخان توپ پسې راووت، بیا یې د دفاع هڅه وکړه؛ که دا مهال راشدخان د ځواکمن شاټ هڅه کړې وای، خامخا یې توپ بونډري کاوه او لوبه به بیا هم د افغانستان په لاس کې وه.
دلته نه یواځې دا چې بونډري مِس شوه، بلکې وېکټ هم ولوېده، چې ۸۰ سلنه یې لوبه د افغانستان له واکه وویسته.
دا مهال ټوله ذمه واري محمدنبي عیسی خېل ته ور ترغاړې شوه؛ اکرام علي کم تجربه لوبغاړی و، هغه باندې محمد شمي د ۴۸ م اوور درې توپونه مِس کړل او همغه و، چې په فوق العاده ډول افغان لوبډله له ستونزو سره مخ شوه.

که نجیب الله ځدران، اصغر افغان او راشدخان منځنۍ برخه کې محمدنبي سره لږ ښه ملګرتیا کړې وه، نو دوه نومرې مو اخېستې او هندوستان مو ماتاوه.
دا به یو نوی ریکارډ و، چې افغان لوبډلې هند مات کړی وای، ورسره به د افغان لوبډلې مُرال ځواکمن شوی وای او د راتلونکو لوبډلو لکه بنګله دېش، پاکستان او ویسټ انډیز وېره به هم ترې راغلې وه.
د دې لوبې په ترسره کولوسره به بیا هم یو څه اندازه فشار په بنګله دېش، پاکستان او ویسټ انډیز وارد شوی وي؛ خو که لوبه مو ګټلې وای، بیا به پرې وېره او فشار ۹۰ سلنه وای.
نو په منځنۍ برخه کې بیخي بېکاره لوبه پرته له محمدي نندارې ته وړاندې شوه.
د هندوستان منځنیو دوو توپ وهونکو ډوني ۲۸ منډې وکړې او کېدرجداف ۵۲ منډې جوړې کړې نو لوبډله یې هم له لوېدلي حالت څخه وِژغوله.
نو که اصغر شل منډې کړې وای او ورسره راشدخان هم شل منډې کړې وای، خامخا افغان لوبډله د محمدنبي پر مټ بریا ته رسېده.
خو له بده بخته داسې ونه شول او لوبډله ناکامه شوه.

بله ستونزه د شارټ توپونو د لوبولو ده، ګلبدین نایب او رحمت شاه دواړه په شارټ پیچ توپونو وسوځېدل؛ نو هغه بال باید پرېښودل شي، د کوم توپ په لوبولو چې لوبغاړی قادر نه وي.
خو په هر حالت د سترو لوبډلو پر وړاندې کوچنۍ تېروتنې کوچنۍ لوبډلې له ستر ګواښ سره مخ کوي.
په هر صورت افغان لوبډلې وروستۍ دوه لوبې داسې وکړې، چې د نورو لوبډلو سترګه لږ ترې وسوځېده، د دوشنبې په ورځ له بنګله دېش سره لوبه لرو، د جون په ۲۹ مه نېټه له پاکستان سره او د جولای په ۴ مه نېټه له ویسټ انډیز سره د نړیوال جام وروستۍ لوبه لرو.
د انګلستان او هندوستان پر وړاندې نسبي ښې لوبې به دا لوبډلې هم څه ناڅه وېرولي وي او ښایي د افغانستان پر وړاندې یې پښې وښوئیږي.
په افغان توپ وهونکو کې منځنۍ برخه کې محمدنبي ذمه وارانه لوبه وکړه او لوبډله یې د بریا کرښو ته نږدې کړه، که یو توپ وهونکي بل د محمدنبي په نیمایي توپ وهنه کړې وای؛ نو مونږ یقیني یو، چې بریا د افغانستان وه.
د دې جام راروانو درې لوبوکې باید افغان لوبډله یوه لوبه خامخا وګټي، چې د ۲۰۱۵ م کال نړیوال جام لوبو سره مساوي شو، هلته مو سکاټلېنډ ته ماته ورکړې وه او دلته باید بنګله دېش، پاکستان او یا هم ویسټ انډیز مات کړو.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.