افغانستان سرسکالو سوله سیاست

د هلمند جګړه، د قطر سوله او د غني او عبدالله لیدنه؛ تازه جزیات

لیکنه: بشر درویش
راپور: بشر درویش

افغان ولسمشر محمد اشرف غني پرون مازدیګر د ملي مصالحې عالي شورا رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله سره وکتل.

په دغه کتنه کې چې په ارګ کې وشوه، ډاکټر عبدالله عبدالله هند ته د خپل وروستي سفر او د یاد هیواد مقاماتو سره یې د کتنو په اړه، جمهوررئیس ته معلومات ورکړل.

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، همدارنګه دواړو لوریو قطر هیواد ته د جمهوررئیس غني په مشرۍ د دولت د لوړ پوړي پلاوي د لاسته راوړنو ډک سفر د جزئیاتو او سولې پروسه کې د وروستیو اقداماتو په اړه هم خبرې وکړې.

پاکستان ته سفر

له دې وړاندې ښاغلي غني قطر او عبدالله پاکستان ته سفرونه درلودل.

ولسمشر غني ويلي چې قطر ته یې سفر ګټور و.

همداراز عبدالله ویلي چې پاکستان ته یې سفر لاسته راوړنې لرلې.

دا سفرونه داسې مهال وشول چې په افغانستان کې جګړه خورا توده شوې.

وړمه ورځ طالبانو په هلمند کې ولايت کې طالبانو په یو شمېر سیمو سخت بریدونه کړي چې د حکومت په وینا د افغان ځواکونو له سختو ځوابونو وروسته طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې او پر ضد یې درانه عمليات روان دي.

تازه راپورونو کې ويل شوي چې وسله وال طالبان د تښتې په حال کې دي او افغان ځواکونو بېرته پر هغه ځایونو پوستې جوړې کړي چې ورځې وړاندې یې وسله والو ته پريښې وې.

قطر کې د سولې خبرې

بل پلو پرون د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او طالب وسله والې ډلې ترمنځ بیا پر اختلافي مسایلو بحث شوی او موافقه شوې چې پر اختلافي مسایلو به خبرو ته دوام ورکړي.

تر اوسه ويل شوي چې لانجه پر دې ده چې طالبان وايي خبرې دې د امریکا او طالبانو ترمنځ موافقې په رڼا کې وشي او افغان حکومت وايي دا خبرې دې د امریکا موافقې پورې نه تړل کېږي او د اسلامي شریعت او سنتو په رڼا کې دې خبرې ورسره وشي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي

تبصره مو ولیکئ