په ناسم منطق د نامشروع جګړې دوام – قاري صبغت الله مسلم

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

قاري صبغت الله مسلم
په افغانستان کې د روانې جګړې د دوام او مشروعیت په اړه د نړۍ علماء کاملاً یو دریځ لري. تازه د مسلمانو علماوو د نړیوالې ټولنې مشر په افغانستان کې روانه جګړه ناروا بللې ده. د دې مرکز مشر شیخ احمد الریسوني ویلي، چې دا جګړه شرعي جواز نه لري. له دې وړاندې د حرمین شریفین د مفتي اعظم په ګډو ټولو علماوو او اسلامي ټولنو دا جګړه غیر شرعي او مسلمان وژنه بللې وه.
په دې لیکنه کې کوښښ شوی چې د اسلامي احکامو په رڼا کې ټولو هغو ادعاوو ته نغوته وشي، چې طالبانو یې ادعا کړې ده. طالبانو ادعا کړې چې د فساد په مقابل کې را پورته شوي وو او په افغانستان کې یې امارت رامنځته کړ او د امیر د ټاکلو په اړه یې هم وضاحت کړی و. دا ادعا چې د فساد په مقابل کې یې جهاد پيل کړی، ایا شرعي منطق لري؟ په هېڅ صورت نه.
د فساد په مقابل د جهاد کولو حکم په هېڅ ځای کې نه دی راغلی. او د اسلام مبارک دین له نازلېدو تر اوسه په هېڅ ځای کې د فساد په مقابل کې جهاد نه دی شوی. دا یوازې د مسلمانانو وژل دي چې په قطعي ډول حرام دي. د مسلمان وژل په هېڅ مذهب روا نه دي.
دا نه یوازې چې جهاد نه دی، بلکې د اسلامي حکومت پر وړاندې قیام کول بغاوت دی. له بغاتو سره د قرآنی ایاتو له مخې مبارزه تر هغه وخته واجب ده چې دوی له بغاوت لاس نه وي اخیستی.
که استدلال دا وي، چې هغه مهال خپل سري او فساد ؤ او اسلامي دولت نشو کولای چې هغه له منځه یوسي، نو د فساد په موجودیت کې باید نصیحت وشي او له امیر سره مرسته وشي چې فساد له منځه لاړ شي، نه دا چې د هغه پر وړاندې قیام وشي.
دا سمه ده چې طالبانو لومړی د فساد د له منځه وړلو لپاره قیام وکړ، د هماغه وخت اسلامي دولت ورسره همکاري وکړه. خو کله چې دوی پياوړي شول، پر اسلامي دولت یې غلبه وکړه. تسلط یې په زور ترلاسه کړ. دا د اسلامي دولت پر وړاندې بغاوت و. بغاوت چې مسلط شو بیا که څوک بیعت وکړي یا ونه کړي، مهمه نه ده. طالبان په تسلط او غلبه واک ته ورسېدل.
کله چې مجاهدین دوباره کابل ته راغلل او طالبان وتښتېدل د دوی په نامه امارت هم ورسره ختم شو. د دوی په اصطلاح د ۱۵۰۰ علماوو له لوري ترلاسه شوی مشروعیت یې هم له منځه لاړ. ځکه امیر باید ښکاره او اشکار اوسي، د اجرا کولو قدرت او صلاحیت ولري، چې خلک ورته مراجعه وکړي. د طالبانو د رژیم په ختمېدو سره دې ډلې نه قدرت د اجرا درلود او نه ملاعمر ښکاره و. حتی طالبانو هغه نشو لیدلی. اهل سنت په دې اجماع لري چې امیر باید ښکاره وي، چې حکومت وکړي، او خلک ورته مراجعه وکړي.
دا استدلال هم درست نه دی چې د ملا عمر په وفات سره نورو امیران هم د هماغې فتوا له مخې ټاکل شوي. کله چې شرعي نصوص شتون ولري د علماوو فتوا یې په مقابل کې هېڅ ډول شرعي جواز نه لري.
که چېرې په کوم اسلامي دولت کې فساد هم شتون ولري په مقابل کې یې قیام بغاوت دی. حدیث شریف کې چې راځي که چېرې دوو خلیفه ګانو ته بیعت ورکړل شو بیا جګړه پیل کېږي نو د جګړې جوړېدل حرام قطعي ده.
د مسلمانانو ترمنځ جګړه دوه ډوله ده. یو هغه ډول چې مسلمان له مسلمان سره جنګېږي. چې دا دواړه ډلې جهنم ته ځي. هره ډله بله ډله وژني.
دویمه ډله هغه ده چې یوه معارضه او بله مدافع وي. په افغانستان کې د طالبانو ډله معارضه او مقابل طرف یې مدافع ده. په دې اړه صریح حکم دی، قران کریم معارضه ډله بغات بولي. او شرعي حکم دی چې مدافع طرف حق لري چې جګړه وکړي. او معارضه ډله جهنمي ده. تعرض طالبانو کړی دی. او د تعارضي ډلې ځای جهنم دی.
امیر چې مسلمان وي، په هېڅ صورت یې په مقابل کې قیام روا نه دی. حتی که فاسق هم وي. د مسلمان وژل په هېڅ صورت کې جواز نه لري. که مسلمان په جګړه کې د کفر په لیکه کې ولاړ وي او ووژل شو، نو کفاره به ورکوي. ځکه اسلام حکم کوي چې ده باید دقت کړی وای.
وَمَا كَانَ لِمُؤْمِنٍ أَنْ يَقْتُلَ مُؤْمِنًا إِلَّا خَطَأً ۚ وَمَنْ قَتَلَ مُؤْمِنًا خَطَأً فَتَحْرِيرُ رَقَبَةٍ مُؤْمِنَةٍ وَدِيَةٌ مُسَلَّمَةٌ إِلَىٰ أَهْلِهِ إِلَّا أَنْ يَصَّدَّقُوا ۚ فَإِنْ كَانَ مِنْ قَوْمٍ عَدُوٍّ لَكُمْ وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَتَحْرِيرُ رَقَبَةٍ مُؤْمِنَةٍ ۖ وَإِنْ كَانَ مِنْ قَوْمٍ بَيْنَكُمْ وَبَيْنَهُمْ مِيثَاقٌ فَدِيَةٌ مُسَلَّمَةٌ إِلَىٰ أَهْلِهِ وَتَحْرِيرُ رَقَبَةٍ مُؤْمِنَةٍ ۖ فَمَنْ لَمْ يَجِدْ فَصِيَامُ شَهْرَيْنِ مُتَتَابِعَيْنِ تَوْبَةً مِنَ اللَّهِ ۗ
وَلَوْلَا رِجَالٌ مُّؤْمِنُونَ وَنِسَاءٌ مُّؤْمِنَاتٌ لَّمْ تَعْلَمُوهُمْ أَن تَطَئُوهُمْ فَتُصِيبَكُم مِّنْهُم مَّعَرَّةٌ بِغَيْرِ عِلْمٍ ۖ لِّيُدْخِلَ اللَّهُ فِي رَحْمَتِهِ مَن يَشَاءُ ۚ لَوْ تَزَيَّلُوا لَعَذَّبْنَا الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْهُمْ عَذَابًا أَلِيمًا (25)
کله چې په ۲۰۰۲ کال کې طالبان لاړل استاد رباني کابل ته راغی. د بن کنفرانس د پرېکړې له مخې لویه جرګه جوړه شوه. په لویه جرګه کې ټولو په یوه خوله حامد کرزی د خپل جمهور رئیس په توګه نه یوازې چې تایید کړ بلکې قبول او اطاعت یې ترې وکړ. ټولې نړۍ په ځانګړي ډول اسلامي هېوادونو کرزی صیب د جمهور رئيس په توګه قبول کړ. له همدې ځایه رسماً اسلامي دولت منعقد شو او نور یې موجودیت نه درلود. یوازې حامد کرزي او د هغه حکومت مشروعیت درلود. ځکه اسلامي شرایط یې پوره کړل او ټول ملت ترې اطاعت وکړ. د دې حکومت په مقابل کې قیام دا د شریعت د حکم له مخې بغاوت دی. له باغیانو سره مبارزه د اسلام د حکم له مخې په ټولو واجب ده او تر هغه وخت باید ورسره مبارزه وشي، چې له بغاوت یې لاس نه وي اخیستی.
دلته استدلال کېږي چې د بهرنیانو یا کفارو په ملاتړ راغلی و. دا سمه خبره ده؛ خو افغانستان دارالحرب نه و. کله چې دارالحرب نه وي او امیر مسلمان وي، په هېڅ صورت قیام او بغاوت ته اجازه نشته. د بهرنیانو شتون نشي کولای چې دا نظام غیر اسلامي کړي، چې اکثره اسلامي هېوادونه یې د داسې بهرنیانو د ملاتړ او شتون شاهدان دي.
زعیم چې مسلمان وي په هېڅ ډول یې پر وړاندې جګړه جایز نه ده، که بهرنیان وي یا نه وي. که چېرته زعیم تحت الحمایه هم وي خو چې مسلمان وي جګړه ورسره جواز نه لري؛ ځکه مسلمانان خپله مسلماني کوي. شاهد شاهدي ورکوي او صومه صلوات اجرا کېږي.
اوس چې طالبانو له امریکایانو سره تړون لاسلیک کړی او هغوی په وتلو دي؛ خو په هېواد کې جګړې زور اخیستی دی. اوس نو په کوم دلیل جګړه دوام پیدا کوي؟ دا جګړه یوازې د مسلمان د وژلو او قدرت د لاسته راوړلو لپاره ده نو هېڅ ډول شرعي جواز نه لري چې د مسلمان وینه تویه شي؛ باید دا مسایل د تفاهم او مصالحې له لارې حل و فصل شي.
ځینې نیوکه کوي چې له کفارو سره دوستي ناروا ده. بلې ناروا نه؛ بلکې که څوک د هغوی عقیده ښه وګڼي او له دې اړخه ورسره دوستي ولري دا کفر دی او مسلمان له کفارو سره د عقیدې له مخې په دوستۍ کولو کافر کېږي.
 

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.