افغانستان: هاروارډ پوهنتون او نورو بین المللي بنسټونو سره مشورتي غونډه وشوه

راپور: بشر درویش

افغان ولسمشر محمداشرف غني په مشرۍ هاروارډ پوهنتون او یو شمېر نورو بین المللي بنسټونو سره د اقتصادي مشورتي بورډ غونډه وشوه.
دا ناسته پرون ماښام د ویډو کنفرانس له لارې جوړه شوې وه.
ولسمشرۍ ماڼۍ یوه خبرپاڼه کې ویلي؛ د ناستې په پيل کې د افغانستان بانک عمومي رئیس اجمل احمدي وویل، د اقتصادي پالیسۍ مشورتي بورډ، هغه نوښت دی چې د افغانستان دولت د معتبرو بین المللي ارګانونو په غړیتوب په ۲۰۲۰ کال کې ایجاد کړی او دلیل یې هم کرونا بحران سره مبارزه او د هغې مدیریت دی.
یاده ناسته کې پروفیسور ریچارډ هوسمن او پروفیسور عاصم خواجه د هاروارډ پوهنتون د پراختیا مرکز، اډرین برون د بین المللي پراختیا مرکز، ویلیم ټامسون د اقتصادي همکاریو او پراختیا سازمان، د ارجنټاین مرکزي بانک مخکېني رئیس پروفیسور فیډریکو ستروزنګر او ایمل دوست د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت څخه خبرې وکړې.
دوی وویل:

«د اقتصادي پالیسۍ مشورتي پلاوی له افغان دولت سره د کرونا وبا د ناوړه اغېزو د غوره مدیریت په برخه کې مرسته کوي. همداراز موږ ژمن یوو چې د دولتونو او د هغو د شریکانو مثبت تاثیرات پیاوړي کړو.»

د افغان دولت پالیسۍ تشریح

ارګ وايي، وروسته ولسمشر غني د یاد بورډ له هڅو د مننې پر مهال د کرونا ویروس ننګونو د مدیریت په هکله خبرې وکړې او له دغه ویروس سره د مبارزې، د هیواد پر اقتصاد یې د منفي اغېزو د مخنیوي، د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو، د خدمتونو وړاندې کولو لپاره نړیوالو معیارونو ته په پام د افغانستان حکومت د ظرفیتونو او د پالیسیو جوړولو په اړه چې د برنامو پر پایلو یې اغېزې محسوسې وي، د افغانستان دولت پالیسي تشریح کړه.

هغه زیاته کړه:

«حکومت په هر پړاو کې د خلکو نظریات اورېدلي او د کرونا پر مهال د اقتصادي زیانونو په مخینوي کې یې د دولت او خلکو ترمنځ شبکې سیستم څخه استفاده کړې ده.»

نوموړي وویل، د افغانستان حکومت کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې ښې تجربې ترلاسه کړي، خصوصي سکتور سره یې کار وکړ او ټولنیزو ظرفیتونو څخه هم استفاده وشوه.

لویې اقتصادي برنامې او نړیوالې تجربې

ښاغلي غني د روغتیا او ولسي تړون برنامو یادونه وکړه وې ویل:

«له دغو برنامو څخه په استفادې حکومت د ټولنې بېلابېلو اقشارو ته رسیدګي کوي ترڅو د خلکو د اقتصادي ودې په برخه کې زیات کار وشي او اوسمهال د لویو اقتصادي برنامو په تطبیق کې له نړیوالو تجربو هم استفاده کوو.»

د هیواد ولسمشر غني د اتصال طرحو او سیمه ییزو لویو پروژو ته په اشارې وویل، د افغانستان موقعیت د دې لامل شوی چې زموږ هیواد د مرکزي او سویلي اسیا ترمنځ پر څلور لار بدل شي.
جمهوررئیس غني پر لوړو زده کړو د پانګونې په اړه هم خبرې وکړې وې ویل:

«اړتیاده چې زموږ د لوړو زده کړو بنسټونه داسې کادرونه ټولنې ته وړاندې کړي چې د کار مارکیټ سره مطابقت ولري.»

هغه له لېرې واټن څخه پر تعلیم او تحصیل هم ټینګار وکړ وې ویل دا د هغو هڅو یوه برخه ده چې هاروارډ پوهنتون او د نړۍ نور معتبر بنسټونه کولای شي له افغانستان سره مرسته وکړي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.